1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

پر ایران د اسرائیل برید؛ ایران وايي ډیر زیان یې نه دی اړولی

۱۴۰۳ آبان ۵, شنبه

اسرائيل د ایران پر پوځي تاسیساتو له حملو خبر ورکړ او وايي چې دا ېې پر اسرائيل د ایران د حملې په ځواب کې کړي خو تهران ېې زیان «جزئي» بللی دی. سعودي عربستان د اسرائيل حملې غندلي، امریکا ويلي دغه حملې دې نور ادامه ونه لري.

Iran Teheran nach mehreren Explosione
انځور: Majid Asgaripour/WANA via REUTERS

تازه جزئيات
ایران وايي د اسرائيل په حمله کې ېې دوه سرتيري وژل شوي.

د ایران پوځ وايي پر پوځي تاسیساتو ېې د اسرائيل د شنبې سهار حمله کې دوه ایراني سرتيري وژل شوي دي. دغه خبر د ایران د تسنیم په نوم خبري آژانس ورکړی چې ويل کیږی سپاه پاسداران ته نژدې آژانس دی. سرچېنې ويلي چې نور جزئيات به وروسته ورکړل شي. ایران تر دې مخکې ويلي وو چې د اسرائيل په حمله کې په ځېنې برخو کې «جزئي زیانونه» رسيدلي دي.
اسرائيل د شنبې په ورځ وختي د ایران پر پوځي تاسیساتو حملې کړي او وايي چې دا ېې پر اسرائيل د ایران د روانې میاشتې توغنديزې حملې په ځواب کې کړي دي.

پر ايران د اسرائيل حمله د دواړو ځواکمنو پوځي قدرتونو او په عین حال کې شديدو رقیبانو تر منځ د کړکيچ تر ټولو نوی او شدید مورد دی.

د اسرائيل پوځ تر حملې څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې حملې ېې بشپړې شوي او خپلې موخې ېې ترلاسه کړي او په عین حال کې ېې خبرداری ورکړی چې ایران دې د ځوابي حملې هڅه نه کوي. خو رويټرز خبري آژانس د ایران د یوه نيمه دولتي خبري آژانس له قوله ويلي چې تهران د اسرائيل د دغه اقدام پر ضد یو «مناسب غبرګون» ته ژمن دی.

ایراني رسنيو رپوټ ورکړی چې په پلازمينه تهران او هغه ته نژدې پوځي تاسیساتو کې د څو ساعتونو له پاره د چاودنو غږونه واورېدل شول. دغه چاودنې د ایران په ځايي وخت د سهار تر ۲ بجو لږ وروسته پیل شوې.

د اسرائيل دولتي رسنۍ له سهار کېدو دمخه خبر ورکړ چې د حملو درې څپې ېې بشپړې او عملیات پای ته رسيدلي دي.

ایران وايي دافع هوا سیستم ېې په تهران، خوزستان او ایلام ولایتونو کې پر پوځي تاسیساتو د اسرائيل حملو پر وړاندې په برياليتوب سره مقابله کړې ده. ایران ويلي په دغو حملو کې په ځينو ځایونو کې «جزئي زیانونه» اوښتي دي.

د اسرائيل پوځ په یوه اعلاميه کې د دغې حملې په هکله ويلي دي: «د اسرائيل دفاعي ځواکونو د اسرائيل پر دولت د ایران د میاشتو جاري بریدونو په ځواب کې اوس په ایران کې پوځي اهداف په نخښه کړي دي.»

د اسرائيل پوځ زیاته کړې: «که د ایران رژيم د یوه نوي پړاو حملو د پيلولو تېروتنه وکړي، ځواب ورکول به ېې موږ خپله وظیفه ګڼو.»

یوه امریکايي چارواکي ويلي دي چې د ایران د انرژۍ یا اتومي تاسیسات د اسرائيل د دغو حملو په اهدافو کې شامل نه دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدن، د مخه خبرداری ورکړی وو چې واشنګټن به د اسرائيل د کلیدي متحد په توګه د ایران پر اتومي او انرژي تاسیساتو د اسرائيل له حملو ملاتړ ونه کړي.

ایراني چارواکو په کراتو خبرداری ورکړی چې د ایران پر ضد د اسرائيل هر ډول اقدام ته به ځواب ورکوي.

د ایران نیمه دولتي خبري آژانس تسنیم د شنبې په ورځ د ایراني سرچينو له قوله وويل: «ایران هر ډول تهاجم ته ځواب ورکول خپل حق ګڼي. اسرائيل به پرته له شکه د خپل هر ډول اقدام پر وړاندې له یو مناسب غبرګون سره مخ شي.»

د بایدن ادارې يو لوړ پوړي چارواکي ويلي چې اسرائيل پر ایران «مناسب او هدفمند» بریدونه کړي او دغه حملې باید د دواړو هیوادونو تر منځ د متقابلو حملو پای وي. دغه چارواکي زیاته کړې که چېرته ایران بیا پر اسرائيل غچ اخستوونکې حمله کوي، متحده ایالات به یو ځل بيا له اسرائيله دفاع وکړي.

سعودي عربستان د شنبې په ورځ د ایران پر پوځي تاسیساتو د اسرائيل حمله وغندله او د منځني ختيځ کړکيچ د پراخېدو خبرداری ېې ورکړ.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت پر اکس شبکې ليکلي چې «د سعودي عربستان شاهي حکومت» د اسرائيل حملې «غندي او محکوموي ېې.»

یاد وزارت زیاته کړې چې سعودي عربستان «په سیمه کې د کړکيچ د زیاتېدو پر ضد پر خپل قاطع دريځ» ټينګار کوي کوم چې په منځني ختيځ او سیمه کې «د حکومتونو او خلکو امنیت او ثبات ګواښي.»

(Reuters, AFP)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب