آلمان: د بیو لوړېدا د خلکو یوه تر ټولو لویه اندېښنه
۱۴۰۴ شهریور ۲۷, پنجشنبه
د «آلمانیانو اندېښنې» په نوم د یوې سرويې په پایله کې موندل شوې چې د آلمان شاوخوا ۵۲ سلنه اوسېدونکي د خوراکي موادو، د کورنو د کرایې او د نورو اړینو لګښتونه د بیو د لا لوړېدا څخه سخته انديښنه کوي.
په آلمان کې دغه سرویې له ۱۹۹۲ کال راهيسي ترسره کيږي چې تر اوسه په کې د لګښتونو لوړېدا د ۱۵م ځل له پاره د خلکو د یوې تر ټولو لوېې وېرې په توګه موندل شوې ده. دا په دې معنی دا چې د بیو لوړېدا په آلمان کې یوه له لويو اندېښنو څخه ده چې اذهان ېې تر فشارونو لاندې ساتلي دي.
آلمان ته د نوو مهاجرو د رسیدا موضوع، دوهمه تر ټولو لویه وېره ده چې په آلمانیانو کې له مالي لحاظه اندېښنې زیاتوي. دوی اندېښنه کوي چې د نوو مهاجرو په رسېدو سره ښايي ایالتونه له مالي ستونزو سره مخ شي. تر دې وروسته د ټکسونو د لوړېدا او د سوسیال مرستو د قطع کېدو وېرې راځي.
خو د دغې سرویې ليکوالانو موندلې چې په ټولو برخو کې د خلکو اندېښنې د تېرکال په پرتله یو څه راکمې شوي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې تر ټولو ټيټ حد کې دي.
د سیاسي چارو کارپوهه ایزابیل بروکي چې د دغې سرویې له سلاکارانو څخه ده وايي «خلک په پرله پسې توګه له ګڼو بحرانونو سره مخ شوي» چې دې سره دوی د کمزورتیا احساس کوي.
بروکي په یوه اعلامیه کې ويلي: «آلمانیان اوس له دغو اندېښنو سره عادت شوي دي.» هغې د آلمان اوسېدونکي له «بحرانه ستړو» خلکو په توګه یاد کړي.
خو بروکي یادونه کوي چې دا په دې معنی نه ده چې خلک نور اندېښنې نه لري، بلکې خلک تر ډېره پر خپل حاضر ژوند تمرکز کوي.
دغه اوږدمهاله سرویې د آر جمع وي بيمې شرکت په سفارش په لاره اچول شوې وه. سږنۍ سرویې چې د می او جون میاشتو په منځ کې ترسره شوې، پکې له شاوخوا ۲۴۰۰ کسانو سره چې عمرونه ېې ۱۴ او له دې پورته دي، مرکې شوي دي.
د سروې له ګډونوالو غوښتل شوي چې موضوعاتو ته د ۱ او ۷ ترمنځ یو عدد انتخاب کړي. د سرویې د اصولو مطابق، د یوې شمېرې یا عدد انتخاب د دې ښکارندوي کوي چې ګډونوال شخص په ټوله کې د موضوع په هکله هېڅ اندېښنه نه لري.