1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

د اسرائيل پوځ د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژلو ادعا کړې

۱۴۰۳ مهر ۷, شنبه

د اسرائيل پوځ د شنبې په ورځ د حزب الله وسله والې ډلې د مشر د وژلو ادعا وکړه. د اسرائيل پوځ وايي چې نصرالله ېې د جمعې په ورځ په یوه هوايي حمله کې د بيروت په يوه کلي کې وژلی دی.

د لبنان د حزب الله ډلې مشر، حسن نصرالله
د اسرائيل پوځ د شنبې په ورځ د سپتمپر ۲۸مه د حزب الله وسله والې ډلې د مشر نصرالله حسن د وژلو ادعا وکړهانځور: Morteza Nikoubazl/picture alliance/NurPhoto

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د اسرائيل دفاعي ځواکونو (IDF)پر اکس شبکه ليکلي: «حسن نصرالله نور نشي کولی نړۍ په وحشت کې واچوي.» رپوټ زیاتوي چې خپله حزب الله تر اوسه د نصرالله وژنه نه ده تائيد کړې.

د اسرائيل دفاعي ځواکونو دغه راز ويلي دي چې د لبنان په جنوب کې د حزب الله مسئول قوماندان علي کرکي هم وژل شوی دی.

اسرائيل د دوشنبې ورځې راهیسې د لبنان په مختلفو برخو کې د حزب الله اهداف په نخښه کړي چې تر اوسه په کې په سلونو کسان وژل شوي دي. دې سره په لبنان کې د اسرائيل او حزب الله تر منځ د جنګ لا شدت موندلو ته اندېښنې زیاتې شوي دي.

یاد خبري آژانس زیاتوي نصرالله له دېرشو کلونو راهیسې په لبنان کې د یوې ځواکمنې وسله والې ډلې مشري کړې ده او د اسرائيل له لوري د هغه وژنه به پر حزب الله ډلې د اسرائيل یوه قوي ضربه وي.

اسرائيل په بيروت کې د جمعې ورځې حمله یوه هدفي حمله ګڼلې چې په کې د حزب الله یو مرکز چې د هستوګنې تر یوه ساختمان لاندې وو، په نخښه شوی دی.

د لبنانې عامې روغتیا وزارت له قوله وايي چې په دغه حمله کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي. د دولتۍ رسنۍ د رپوټ له مخې دا چې څو ساختمانونه په بشپړه توګه تخریب شوي کېدای شي د مرګ ژوبلې ارقام لوړ شي.

(dpa)mks/aa

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل