څارنوالانو دترمپ هوټل مخته د سایبر ټرک ټسلا موټر د چاودنې د مسئول هویت معلوم کړی او دغه عمل یې ځان وژنه بللې ده.
د امریکا متحده ایالاتو د پلټنو فدرالي ادارې (FBI ) ویلي دي هغه کس چې د دونالد ترمپ هوټل مخې ته یې ټسلا موټر ته انفجار ورکړ یو پخوانی امریکایي سرتیری و چې «تر پيښې وروسته شترس او نورو رواني ستونزو سره لاس او ګریوان و.»
د اف بي آی د څیړنو مامور سپنسر ایوانز، اعتراف وکړ: سره له دې چې «دغه پيښه د معمول له اندازې پراخه او جنجالي ده، خو په نهایت کې داسې معلومیږي چې دا د یوه پخواني سرتیري د ځان وژنې پيښه ده.»
مخکې تر دې د لاس وګاس د پولیسو مشر کوین مک مهیل خبریالانو ته ویلي وو«د آرامتیا احساس کوي چې دغه حادثه ځان وژنه وبولي.»
سپنسر ایوانز، بیا ویلي وو چې د دغه کس د هویت معلومول ستونزمن و، ځکه هغه دومره سوزیدلی وو چې د پيژندنې وړ نه و.
ویل شوي چې متیو آلن ال، چې په افغانستان کې یې هم د سرتیري په توګه خدمت کړی و د خپل موټر په وسیله له انفجار مخکې یې پر ځان فیر یا ډزه هم کړې وه.
تحقیق کوونکو د چاودنې د ځای په هکله د توضیحاتو ورکولو په ترڅ کې وویل چې آلن ال له منتخب ولسمشر دونالد ترمپ سره هیڅ ډول خصومت نه درلود. همدارنګه د نیواورلئان له ډزو سره د هغه د ارتباط په هکله هیڅ کومه نښه شتون نه لري.
تحقیق کوونکو په خبري کنفرانس کې د هغه د دوو لیکونو ځینې برخې خپاره کړل. په یوه د هغو کې لیکل شوي وو «مونږ د امریکا متحده ایالات یو، بهترین هیواد او بهترین خلک چې تر اوسه پورې موجود دي! خو اوسمهال مونږ نا علاجه مریضان یو او د پاشل کیدو پر لور حرکت کوو.»
نوموړي همدارنګه د خپلو انګیزو په هکله لیکلي دي: «دا یوه ترهګریزه حمله نه وه، دا یو خبرداری و» هغه د خپل لیک په دوام کې لیکلي وو: «امریکایان یوازې نمایشونو او تاوتریخوالي ته توجه کوي. د خپل پيغام د رسولو له پاره له اور لګونې او له چادیدونکو توکو سره نمایش ورکولو پرته، بلې کومې بهترې لارې شتون درلود؟»
د امريکا په عامه ځايونو کې د ډله ايزو وژنو کرونولوژي
د امريکا په عامه ځايونو کې وسله وال بريدونه اوس په يوه غمجن تکراري داستان باندي اوښتی دی. په دغه شان بريدونو کې هرکال ډير انسانان وژل کيږي. بريدونه تر ډيره پر داسې ځايونو کيږي چې ډیر خلک پکښې راټول وي. انځور: Reuters/J. Young د فلوريدا د لند پارک پيښه د مارجوري ستون من داګلاس ليسې يوه پخواني زده کوونکي د ۲۰۱۸م کال د فبروري مياشتي پر ۱۷مه د امريکا د فلوريدا په لند پارک کې خپل ۱۷ ټولګيوال ووژل. هغه ۱۹ کلن وو. تر دغې پيښې وروسته د قربانيانو کورنۍ په خپلو کې راټول او لومړي ځل د وسلو د کنترول غوښتونکي شول.
انځور: picture-alliance/E.Rua د امريکا په تاريخ تر ټولو خونړۍ پيښه په ۲۰۱۷م کال، يو بريدګر د امريکا په لاس وګاس کې د موسيقۍ فيستوال ته پر راغلو کسانو ډزې وکړې چې ۵۹ تنه يې ووژل او تر ۴۰۰ ډير يې ټپيان کړل. بريدګر چې هيڅ پخوانۍ جرمي سابقه نه لرله، د خپل هوټل له کوټې څخه يې پر خلکو ډزې کړې وې. دا د امريکا په تاريخ تر ټولو خونړۍ پيښه ښودل شوې ده.
انځور: picture-alliance/M. J. Sanchez د سوترلند سپرينګز د باپتیست کليسا له خپلوانو سره حسادت، د دې لامل شول چې يو ۲۶ کلن ځوان د تګزاس ايالت په سوترلند سپرينګز سيمه کې پر يوې کليسا ډزې وکړي. دغه ځوان ۲۶ کسان ووژل. د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ هغه مهال د دغه شان وسله والو بريدونو لامل د بريدګرو رواني ستونزې ګڼلې وې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Austin American-Statesman/N. Wagner په اورلاندو کې د پالس نايت کلب يوه افغاني الاصله امريکايي د فلوريدا په اورلاندو کې د همجنسبازانو په يوه نايټ کلب کې۵۰ کسان ووژل. د دغه کس په اړه ويل شوي چې له همجنسبازو نارينه وو څخه يې ژوره کرکه درلوده. هغه په دغې شپه د «آ ار ۱۵» ډوله ماشينګڼ پر مټ پر خلکو ډزې وکړې. دغه بريد په نړيواله کچه محکوم کړل شو.
انځور: Reuters/J. Young د سندي هوک د لمړني ښوونځي مرګونې پيښه په ۲۰۱۲م کال د «نيوټاون کانتيکت» پر لومړۍ ښوونځي د وسله وال بريد ترسره کيدل، د امريکا خلکو ته سخت ټکان ورکړ. دا لومړی ځل وو چې تر اته کلنۍ ښکته ماشومان په مستقيمه توګه په ډزو ويشتل کيدل. په دغې حمله کې ۲۰ ماشومان ووژل شول.
انځور: AP د کلورادو په آئورورا کې د ۱۶مې پيړۍ د تياتر سالون په ۲۰۱۲م کال کې يوه خطرناکه خونړۍ پيښه د کلورادو په آورورای کې رامنځ ته شوه. په دغې پيښه کې بريدګر د سيمنا سالون ته دننه او پر نندارچيانو يې ډزې وکړې، چې په ترڅ کې يې ۱۴ کسان ووژل او ۵۰ نور ټپيان کړل. بريدګر پر نندارچيانو هغه مهال ډزې وکړي چې هغوی د «بت من» د وروستي فلم ننداره کوله.
انځور: picture-alliance/dpa په ۲۰۰۷م کال کې يو محصل د ويرجينيا په يوه پوهنتون کې خپل ۳۲ تنه ټولګيوال ووژل. هغه د خپلو ټولګيوالو پر ليليې او يوه ټولګي باندې ډزې وکړې. دغه بريد د ټولو پام د امريکا د وسلو ملي ټولنې ته واړاوه. دا په امريکا کې هغه تر ټولو ځواکمنه ډله ده چې د وسلو د کنترول اړوند قوانينو د تصويب مخنيوی کوی.
انځور: AP/The Roanoke Times, Matt Gentry پر ښوونځي باندې لوی وسله وال بريد په ۱۹۹۹م کال کې شو. دغه بريد د کلورادو په کلمبين کې د ليسې د دوو قهرجنو زده کونکو له لوري ترسره شو. هغوی د ليسې پر زده کوونکو ماشينګڼې وچلولې چې په پایله کې يې ۱۳ کسان ووژل شول.
انځور: AP