خو واده فول پر دې ټینګار کوي چې «په مذاکراتو کې هېڅ شی بې معنی نه وي. هرې هغه خبرې اترې چې په نهایت کې دغه جګړه پای ته رسوي، ښې خبرې اتري دي او موږ له دا ډول خبرو اترو ملاتړ کوو.»
د آلمان خارجه وزیر زیاته کړه چې دونالد ترمپ اوس پر یو جامع تړون تمرکز کوي خو هغه ټینګار وکړ چې «د اوکراین په هکله له اوکراین پرته هېڅ تړون نشي کېدای.»
اعلان
له پوتین څخه د ترمپ هرکلي باندې نیوکه
هغه د ترمپ له لوري د غونډې د جوړېدو پر څرنګوالي نیوکه وکړه، په ځانګړې توګه له پوتین څخه پر دوستانه هرکلي چې د الاسکا په انکوریج ښار کې ېې وکړ.
واده فول له پوتین څخه د ترمپ د هرکلي په هکله وویل: «لومړی خو باید پر دې اعتراف وشي چې ولادیمير پوتین په اوکراین کې له کلونو راپدېخوا جګړه روانه کړې چې دا د نړېوالو قوانینو نقض دی. نو بیا له هغه څخه په دا ډول هرکلی تقریباً دوستانه، یو څه زغم غواړي.»
هغه ټینګار وکړ چې یوه خبره باید تل روښانه وي هغه دا چې پوتین «هم د قانون او هم د تاریخ له لحاظه پر ناسم مسیر روان دی» په داسې حال کې چې اوکراین او ولسمشر ولودیمیر زیلنسکی تر حملو لاندې دي.
ترمپ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه په اوکراین کې د اوربند له پاره له فشاره لاس اخیستی او د سولې د یو بشپړ توافق په لټه کې دی. هغه دغه خبره په الاسکا کې له پوتین سره تر لېدو کاتو څو ساعته وروسته وکړه.
زیلنسکي: پوتین سوله نه کوي
ترمپ پوتین سره تر کتنې وروسته واشنګټن ته د پرواز پر مهال له زیلنسکي او اروپايي رهبرانو سره وغږيد او وې ویل چې ټول «دې نتیجه ته رسیدلي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د دغې وحشتناکې جګړې د پای له پاره تر ټولو بهترینه لار د سولې یو مستقیم تړون ته رسېدل دي.»
دا په داسې حال کې ده چې ترمپ تر دې مخکې ګواښ کړی و که پوتین سولې ته غاړه کېنږدي له «سختو عواقبو» سره به مخ شي. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، په پام کې ده د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ شي.
زیلنسکي د شنبې په ورځ وويل چې پوتین نه غواړي اوربند وکړي چې دې کار په اوکراین کې د مسکو جګړې د پای له پاره هڅې پېچلي کړي دي.
زیلنسکي د شنبې په ورځ پر ټولنیزې رسنۍ په یو خپور شوي پُست کې وویل: «موږ وینو چې روسيې د اروبند له پاره ډېرې غوښتنې رد کړي او تر اوسه ېې هم تصمیم نه دی نيولی چې دغه وژنې کله دروي. دا وضعیت پیچلی کوي.»
په اوکراين کي درې کاله جګړه په انځورونو کې
پر اوکراين باندې د روسیې د يرغل درې کاله پوره شول. په دې موده کې په زرونو کسان وژل شوي، په ميليونو بې کوره شوي او پراخه ويجاړي رامځته شوې او اوس اوکراينيان په دې اړه هم ويره لري چې د جګړې پای به څرنګه وي.
ټول اوکراين د جګړې پر لومړۍ کرښه نه دی پروت. له جګړو لېرې ژوند ادامه لري. دوکانونه، قهوه خانې او رستورانتونه پرانیستي دي او د سيمې اوسيدونکي د جنراتورونو په مرسته ځان ته بریښنا برابروي.
انځور: YURIY DYACHYSHYN/AFP
له اوکراين سره د امريکا مرسته په شک کې ده
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونال ترمپ، به ويل چې د اوکراین جګړه به په «۲۴ ساعتونو» کې ختمه کړي، خو دا کار یې لا نه دی کړی. له روسیې سره د نوموړي ظاهري نږدې والی، د هغه دا هيله چې پر اوکراين د فشار له لارې دغه هېواد متحده ایالاتو ته د خپلو معدني شتمنيو ورکړې ته مجبور کړي او د اوکراين له ولسمشر سره د یې تازه لفظي جګړې، اوکراين او د دغه هېواد متحدين انديښمن کړي دي.