1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: له طالبانو سره د اخراجونو پر سر هوکړې ته نژدې شوي يوو

۱۴۰۴ مهر ۲۹, سه‌شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د رد شوو افغان پناه غوښتونکو د اخراج پر موضوع طالبانو سره یوې هوکړې ته نژدې شوي دي. آلمان په ورستیو کې په دې برخه کې هڅې زیاتې کړي او په دې لړ کې ېې کابل ته یو پلاوی هم استولی و.

آرشیف - له آلمان څخه د افغانانو یوه اخراجي الوتکه
آلمان داخله وزیر ویلي چې د رد شوو افغان پناه غوښتونکو د اخراج پر موضوع له طالبانو سره یوې هوکړې ته نژدې شوي ديانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرنیت، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۲۰مه) وویل چې له طالبانو سره د اخراج پر موضوع خبرو کې «ډېر پرمختګ» شوی چې په هغو کې د پروازونو نوعیت هم شامل دی، په دې معنی چې اخراجونه به یوازې په چارتر الوتکو کې نه بلکې د تجارتي پروازونو له لارې هم کیږي.

دوبرنیت په مونشن کې خبریالانو ته وویل: «موږ نتيجې ته نژدې شوي یوو، په همدې لحاظ فکر کوو چې افغانستان ته اخراجونه به په راتلونکې کې په یو عادي امر بدل شي.»

له سیاسي لحاظه طالبانو سره مذاکرات حساس دي، ځکه برلین له دغې ډلې سره چې د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتي راهیسې پر افغانستان حاکمیت کوي، ديپلوماتيکي اړيکې نه لري.

د طالبانو اداره د بشري حقونو په تړاو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د لګول شوو سختو محدودیتونو په دلیل په نړیواله انزوا کې واقع ده. تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو اداره په رسمیت پېژندلې ده.

له کله نه چې طالبان پر افغانستان بیا حاکم شوي د آلمان حکومت د قطر هېواد په منځکړيتوب په دوو پروازونو کې افغانان افغانستان ته اخراج کړي دي. برلین وايي ټول اخراج شوي افغانان مجرم پېژندل شوي ول.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې ورته مذاکرات له سوريې سره هم په پام کې دي، خو «لا بشپړ شوي نه دي.» هغه وویل چې د کورنیو چارو وزارت یوه پلاوې دمخه لا له سوريايي چارواکو سره خبرې درلودلي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په داسې وخت کې د اخراجونو پر سر له طالبانو سره یوه توافق ته د نژدې کېدو خبره کوي، چې د افغانانو د اخراج پر سر په اروپايي اتحاديې کې پراخ بحثونه شوي.

تېره اوونۍ ۲۰ اروپايي هېوادونو له اروپايي کمېسیون څخه وغوښتل چې دغه بلاک دې د هغو افغان کډوالو اخراجونه چټک کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د آلمان په ګډون دغو هېوادونو په یو لیک کې چې د هالند حکومت خپور کړی دی، ويلي دي چې تېرکال په اروپايي اتحادیه کې ۲۲۸۷۰ افغانانو له يادو هېوادونو د وتلو امرونه ترلاسه کړي ول، خو له دې جملې یوازې ۴۳۵ ېې بېرته استول شوي دي.

لاسلیک کونکو هېوادونو غوښتي دي چې افغانستان ته داوطالبانه او اجباري اخراجونه دې د اروپايي اتحاديې په سطحه د یو «ګډ مسئولیت» په توګه وګڼل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل