1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ: شاوخوا ۲۶۶ زره اوکراينان په آلمان کې په کار شوي

۱۴۰۳ مهر ۱۰, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ وايي په آلمان کې شاوخوا ۲۶۶زره اوکرايني مهاجرو کارونه موندلي دي. د آلمان د کار وزير له شرکتونو وغوښتل چې د مهاجرو په استخدام کې دې د ژبې زده کړې ته انتظار نه کوي.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ وايي چې په آلمان کې شا او خوا ۲۶۶زره اوکرايني مهاجر په کارونو بوخت ديانځور: dpa

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په برلین کې د جاب توربو پروګرام په یوه غونډه کې وکړې. جاب توربو د مهاجرو د چټک ادغام او د کار په بازار کې د کډوالو د چټک جذب په موخه جوړ شوی پروګرام دی چې پکې د کډوالو د آلمانۍ ژبې ته په نه پام کې نیولو سره له دوی سره مرسته کوي چې د کار په بازار کې ادغام شي.

شولڅ وويل چې د پناه اخیستنې له پاره د سيمې د اتو مهمو مبدا هېوادونو ۷۰۴زره کسان پر کارونو استخدام شوي دي، چې د تیر کال په پرتله ۷۱ زره ډیر کسان سږ کال په کار شوي دي.

شولڅ وويل چې د جاب توربو پروګرام په چوکاټ کې د استخدام دغه لوړېدا «د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر راهیسې رامنځ ته شوې» او دا ېې د آلمان د کار وزیر، هوبیرتوس هایل، یو بریالی نوښت وښود.

د هایل په خبره د اپریل میاشتې په جریان کې شاوخوا ۱۹۲زره اوکراینيان پر پوره وخت کارونو او څه باندې ۴۸زره نور ېې په نیمه وخت کارونو مصروف ول.

جاب توربو پروګرام يوازې د اوکرایني مهاجرو له پاره نه بلکې د نورو هېوادونو مهاجرو له پاره هم دی. په دغه پروګرام کې کارونه زیاتره وخت د ټیټې کچې کارونه نه وي.

هایل وايي د اپریل میاشتې په جریان کې شاوخوا ۱۹۲زره اوکراینيان پر پوره وخت کارونو او څه باندې ۴۸زره نور په نیمه وخت کارونو مصروف ولانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

هايل په نومبر کې ويلي وو چې څلور لکه مهاجرو د ادغام کورسونه بشپړ کړي او یا ېې د بشپړولو په حال کې دي چې د کار په بازار کې د استخدام له پاره چمتو دي.

د آلمان صدراعظم د مهاجرو د استخدام په تړاو وویل: «زه دا تصور کولی شم چې په نوي هیواد کې له صفره پيل او دا چې امکانات هم په بشپړه توګه په یوه نوې کاري ساحه کې وي، دا کار څومره سخت دی.»

شولڅ آلماني شرکتونو، روغتونونو، د ماشومانو د پالنې مرکزونو او د پاخه عمر افرادو د پالنې کورنو ته درناوی وکړ چې مهاجرو ته ېې پر آلمانۍ ژبه د نه تسلط باوجود کارونه ورکړي دي.

د آلمان د کار وزير ژمنه وکړه چې هڅو ته به ادامه ورکوي. هایل له مياشتو راهیسې فشارونه زیات کړي تر څو د آلمان د کار بازار ته د اوکرایني مهاجرو د استخدام په مخ کې پراته خنډونه له مخې لیري کړي.

هغه زیاته کړه مسلکي کسان او د علم خاوندان لا چټک جذبیږي او ورسره جوخت په ښارونو کې هستوګنځایونه او د ماشومانو د پالنې لازم شرایط هم په نظر کې نيول کيږي. هایل پر شرکتونو غږ وکړ چې اوکرايني مهاجرو ته دې په بهتره توګه په آلمانۍ ژبه خبرو کولو پورې انتظار نه باسي.

(dpa)mks/nz 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل