1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيلبنان

اسرائيل وايي لبنان کې ېې د حزب الله یو بل مهم قوماندان وژلی

۱۴۰۳ مهر ۱۷, سه‌شنبه

اسرائيل وايي په بېروت کې ېې په یوه حمله کې د حزب الله یو بل لوړپوړی قوماندان سهیل حسین حسيني، وژلی دی. تهران د سه شنبې په ورځ اسرائيل ته خبرداری ورکړ چې پر ایران د حملې په صورت کې به له باالمثله اقدام سره مخ شي.

 د بېروت په سویل کې د اسرائيلي ځواکونو د حملې شيبه
د لبنان په پلازمينه بېروت سویل کې د اکتوبر په ۶مه د اسرائيلي ځواکونو تر ېوې حملې وروسته شیبهانځور: Amr Abdallah Dalsh/REUTERS

د اسرائيل دفاعي ځواکونو (IDF) د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۸) وویل چې حسیني، د دوشنبې په ورځ په یوه هدفي حمله کې وژل شوی دی. سرچينه وايي چې سهیل حسین حسيني، د حزب الله د جهاد شورا غړی هم وو، کومه چې د حزب الله سخت دريځې شیعه ډلې مهمه پوځي برخه جوړوي. د لبنان حزب الله ډله د ایران له ملاتړه برخمنه ده.

د اسرائيل دفاعي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې حسيني، د ایران او حزب الله ترمنځ د وسلو د انتقال په برخه کې مهم رول لوباوه.

زیاته شوې ده چې نوموړي همدارنګه د «حزب الله د تر ټولو حساسو مالي او لوژستيکي پروژو سمبالونکی» او د جنګي واحدونو په منځ کې د عصري وسلو د وېشلو مسئوليت درولود. دا ټول له لبنان او سوريې څخه د اسرائيل پر ضد په جنګي پلانونو کې شامل موارد دي.

بل لور ته تهران د سه شنبې په ورځ اسرائيل ته خبرداری ورکړ چې پر ایران د هر ډول حملې په مقابل کې به له غچ اخیستونکي اقدام سره مخ شي. ایران دغه خبرداری پر اسرائيل د توغندیزې حملې يوه اوونۍ وروسته کوي.

پر اسرائيل د ایران تر یادې حملې وروسته پر ایران د اسرائيل د غچ اخیستني ګنګوسې ډېرې شوي دي چې په هغو کې د ایران نفتي تاسیسات هم د مطلوبو اهدافو په توګه یادیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل د ایران پر زيربناوو هر ډول حمله به له باالمثله غچ اخیستونکي اقدام سره مخ شي.

رويټرز لیکلي دي چې اسرائيل د ایران د تېرې اوونۍ بالستيکي توغنديو د حملې په ځواب کې د اهدافو پر انتخاب فکر کوي او ترڅنګ ېې په لبنان کې په پوځي اقداماتو لاس پورې کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو خبري ويب پاڼه اکسيوس، د اسرائيل د چارواکو له قوله ويلي دي چې اسرائيل ښايي د ایران د نفتو تاسیسات په نخښه کړي. سرچینه زیاتوي چې د اختلافاتو دغه شدت به احتمالا د نفتو نړېواله بيه له ځانه سره لوړه کړي. 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د جمعې په ورځ وويل که هغه د اسرائيل پر ځای وي نو د ایران پر نفتي زیربناو د حملې پر بدیلو لارو به فکر وکړي. بایدن زیاته کړه چې فکر کوي تر اوسه دې نتیجې ته نه دی رسېدلی چې ایران ته څه ډول ځواب ورکړل شي.

(dpa,Reuters)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب