1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

والز د ټرمپ ذهني وړتیا تر پوښتنې لاندې راوسته

احمد ولي اڅکزی | المان خبري آژانس
۱۴۰۴ آذر ۸, شنبه

د مېنېسوټا والي ټيم والـز د ولسمشر ټرمپ له سخت لفظي برید وروسته د هغه د «ایم‌آر‌آی» د پایلو د عامولو غوښتنه وکړه. دا غوښتنه د ټرمپ د ذهني وړتیا په اړه نوي پوښتنې راپورته کوي.

د امریکا د مېنېسوټا ایالت والي ټیم والز د یوه کاتولیکي ښوونځې مخته خلکو ته د وینا پر مهال
د امریکا د مېنېسوټا ایالت والي ټیم والز د دونالد ترمپ د «ایم‌آر‌آی» معایناتو د پایلو د عامولو غوښتنه وکړه.انځور: Bruce Kluckhohn/AP Photo/picture alliance

دا غوښتنه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ټرمپ د ذهني وړتیا په اړه نوي پوښتنې راپورته کوي، په داسې حال کې چې په واشنګټن کې د ملي ګارډ د دوو سرتېرو پر وړاندې برید سیاسي تشنج زیات کړی دی.

د امریکا د مېنېسوټا ایالت والي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لفظي برید وروسته سخت غبرګون ښودلی دی.

ډیموکرات ټيم والـز د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د نوامبر ۲۸مه) په ټولنیز پلیټفارم «ایکس» کې غوښتنه وکړه چې د جمهوري غوښتونکي ولسمشر د مقناطیسي ریزونانس انځور ‌اخیستنې «MRI» پایلې دې خپرې شي چې په دې سره یې د ټرمپ ذهني وړتیا په غير مستقيمته توګه تر پوښتنې لاندې راوسته.

د «MRI» معاينې په ترڅ کې د بدن د داخلي جوړښت انځورونه اخيستل کيږي چې د بندونو زیان، د زړه حمله یا تومورونه پکښې څرګندېدلای شي. ټرمپ د اکتوبر په پای کې ویلي وو چې د هغه د «MRI» معاینه شوې ده. د ۷۹ کلن ولسمشر په وینا، پایلې یې «کاملې» وې، خو خپرې شوې نه دي چې همدغه نه خپرونې د دا ډول انځورونو په هکله د احتمالي څرګندونو اوازې زیاتې کړي دي.

د والـز او ټرمپ ترمنځ شخړه هغه مهال راپورته شوه چې ولسمشر په خپل پلټفارم «ټروت سوشل» کې یوه تنده لیکنه خپره کړه.انځور: Pete Marovich/Getty Images

د والـز او ټرمپ ترمنځ شخړه هغه مهال راپورته شوه چې ولسمشر په خپل پلټفارم «ټروت سوشل» کې یوه تنده لیکنه خپره کړه. په دې لیکنه کې هغه په امریکا کې مېشت د «ناکامو هېوادونو» خلک په ټولیزه توګه په جرمونو تورن کړي او والـز یې هم توهین کړی دی.

د واشنګټن د برید په اړه د امریکا حکومت توند غبرګون

دا شخړه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو غړو برید وشو چې له امله یې يوه ښځينه سرتېرې ووژل شوه او بله سخته ټپي په روغتون کې بستر ده.

په ځواب کې د ټرمپ ادارې هغه کسان په نښه کولو لپاره سخت اقدامات اعلان کړل چې له افغانستانه راغلي، يعنې له هغه هېواده چې شکمن برید کوونکی يې تابعيت لرونکی دی. د افغان کډوالو هراړخیزې څېړنې پلان شوې دي او پام د هغو هېوادونو خلکو ته هم اوښتی چې لا هم په جګړو او ناامنۍ کې دي.

د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د یوه کس عمل باید د ټول ملت یا خلکو د بدنامولو لپاره ونه کارول شي.

د ټرمپ حکومت به د افغانانو د ویزو ځنډیدو پریکړه بیرته واخلي؟

31:38

This browser does not support the video element.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب