1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولند له یوه تونل څخه د افغانانو په ګډون ۱۳۰ مهاجر نيولي

۱۴۰۴ آذر ۲۲, شنبه

د پولند سرحدي پولیس وايي تر ځمکې لاندې کیندل شوی یو داسې تونل ېې کشف کړی چې د کډوالو د تګ راتګ له پاره ترې استفاده کیدله. پولنډي چارواکو ویلي چې په تونل کې ېې د افغانانو په ګډون له ۱۳۰ ډېر مهاجر نیولي دي.

آرشیف - د پولند او بلاروس ترمنځ سرحد
د پولند سرحدي پولیس وايي تر ځمکې لاندې کیندل شوی یو تونل ېې کشف کړی چې د کډوالو د تګ راتګ له پاره ترې استفاده کیدلهانځور: Attila Husejnow/ZUMAPRESS/picture alliance

د پولیسو په وینا پر دغه تونل به له بلاروس څخه قاچاقي مهاجر د پولند خاورې ته داخلېدل.

 د پولنډ د سرحدي ځواکونو د جمعې ورځې په یوه اعلامیه کې راغلي چې نیول شوي کسان په توقیف کې دي او د پاتې نورو احتمالي افرادو د موندلو په موخه لټون ادامه لري.

د آلمان خبري آژانس په حواله په نیول شوو کسانو کې زیاتره ېې د افغانستان او پاکستان څخه دي او همدارنګه د هندوستان، بنګله دیش او نيپال په ګډون د ځینو نورو هېوادونو اتباع هم پکې شته دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د پېښې په تړاو دوه کسان، یو ۶۹ کلن پولندی او یو ۴۹ کلن ليتوانيايي وګړی نيول شوي دي.

نور ولولۍ:  

د تونل اوږدوالی په لسونو متره او لوړوالی ېې نژدې یونیم متر ښودل شوی چې د بلاروس لور ته په یوه ځنګلي علاقه کې یې یوه پټه دروازه درلوده. پولند لور ته ېې د وتلو دروازه تر سرحدي کټارو لاندې له سرحده نژدې لس متره لرې وښکل شوې ده.

د پولند سرحدي ساتونکو ويلي چې دغه تونل ېې پر هغو وسایلو کشف کړی چې د برقي توکو د موندلو له پاره کارول کيږي.

پلټونکي په دې باور دې چې له دغه تونله مخکې هم استفاده شوې چې لږ تر لږه ۱۸۰ کسان پرې د پولند خاورې یا په ټوله کې اروپايي اتحادیې ته داخل شوي دي.

پولند په پر له پسې توګه پر بلاروس تور لګولی چې په سازمان ورکوونکي شکل د بحران ځپلو سیمو مهاجرو ته د اروپايي اتحادیې د بهرنیو سرحدونو پر لور لار ورکوي ترڅو په ناقانونه توګه دغې اتحادیې ته داخل شي.

له آرشیف څخه:

د هغو مهاجرو یادون چې په مانش کانال کې یې ژوند له لاسه ورکړی

03:53

This browser does not support the video element.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل