1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړينړیوال

یونیسف: شخړیزو سیمو کې د ماشومانو شمېر په ريکارډ کچه لوړ شوی

محمد کریم صالح | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۸, شنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي په شخړيزو سیمو کې د بل هر وخت په پرتله د ماشومانو شمېر لوړ شوی دی. دغه سازمان په یو تازه رپوټ کې ويلي چې شخړو په لسونو ملیونه ماشومان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

په سوډان کې د یونسیف ادارې یو کمپ کې ماشومان - انځور د د ۲۰۲۴م کال د جون ۹مې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي په شخړيزو سیمو کې د بل هر وخت په پرتله د ماشومانو شمېر لوړ شوی دیانځور: Ebrahim Hamid/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو سازمان یونسیف ادارې په خپل یو رپوټ کې چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د دسمبر ۲۸مه) خپور شوی، ویلي چې کابو ۴۷۳ ملیونه ماشومان د نړۍ په شخړیزو سیمو کې ژوند کوي چې دا د ټولې نړۍ د ماشومانو یوه په شپږمه برخه تشکیلوي.

یونیسف زیاتوي د ۱۹۹۰م کال په پرتله نن ورځ د هغو ماشومانو شمېر دوه برابره لوړ شوی چې په شخړيزو سیمو کې ژوند کوي. د دغه سازمان په خبره حاضردمه نژدې ۱۹ سلنه ماشومان په شخړیزو سیمو کې ژوند کوي چې په ۱۹۹۰ کال کې دا ارقام شاوخوا ۱۰ سلنه وو.

د یونسیف ادارې اجرائيوی مشرې، کترينه رسل، په یوه اعلاميه کې ۲۰۲۴م کال د جګړه ځپلو سیمو ماشومانو له پاره یو له بدو کلونو ښودلی دی: «په ۲۰۲۴م کال کې په شخړیزو سیمو کې د ماشومانو ريکارډ د یونسیف په تاريخ کې تقریباً د هرې معیار پر اساس تر ټولو یو بد کال و، هم د اغیزمن شوو ماشومانو د شمېر او هم د هغوی پر ژوند د ناوړه اغیزو د کچې له مخې.»

مېرمن رسل زیاته کړې: «په یوه شخړيزه سيمه کې رالوی شوي ماشومان تر ډېره له ښوونځيو بې برخې کیږي، له خوارځواکۍ سره مخ او یا په زور خپلو کورونو پرېښودو ته اړ اېستل کیږي... دا نباید یو نوی عادی څه وي. موږ اجازه نه ورکوو چې د ماشومانو یو نسل دې د نړۍ د نه کنټرول شوو جګړو له کبله پر یو زیانمن نسل واوړي.»

د یونیسف مطابق، د ۲۰۲۳م کال تر پایه ۴۷ اعشاریه ۲ ملیونه ماشومان د شخړو او تاوتریخوالو له کبله له خپلو سیمو کډه کېدو ته اړ شوي دي. په ۲۰۲۴ کې د هايتي، لبنان، میانمار او  فلسطین سیمې په ګډون په مختلفو ځایونو کې د شخړو د زیاتېدو په دلیل د بېځایه شوو شمېر نور هم لوړ شوی دی.

له آرشیف څخه:

پاکستان: پښتانه ماشومان ولې د زده کړو لپاره مبارزه کوي

30:49

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب