د هسپانیا په سېلابونو کې اوښتو درونو ځايي او مالي زیانونو، د حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې ادارې او سیستم تر پوښتونو لاندې راوستلي چې خلکو ته دې ېې د پېښېدونکي توپاني سيلابونو په اړه پر وخت د خبرداری اعلان کړی وي.
رپوټونو وايي ټاکل شوې چې د هسپانیا صدراعظم، پدرو سانچز، د پنجشنبې په سهار له والنسیا کتنه وکړي.
د هسپانيا راډيو تلویزیون (RTVE) د پنجشنبې په ورځ وويل چې په والنسیا سیمه کې د ۹۲ او ۹۵ تر منځ کسان مړه شوي دي.
د هسپانیا د هوا پېژندې ادارې په حواله، تر ټولو ډېره د والنسیا پایپورتا (Paiporta) سیمه ځپل شوې چې د ۴۰ کسانو مړينه ېې په کې تائيد کړې ده. د مادرید په جنوب شرق کې هم د دوو ښځو د مړېنې ويل شوي، دغه راز د انګستان یو اوسېدونکی په اندلس کې مړ شوی دی. د سېمې والي کارلوس مازون، وويل چې په مجموع کې نژدې ۷۰ سیمو کې د خلکو د ژغورنې او ایستلو عملیات پيل شوي دي او هغه افراد چې د بامونو سره ته ېې پناوې وړې وې ټول ژغورل شوي دي.
هسپانوي رسنیو د پنجشنبې په ورځ وويل چې د والنسیا سیمې په سېلابونو کې د مړو شمېر ۹۵ ته پورته شوی دیانځور: Alberto Saiz/AP Photo/picture allianceپه هسپانیا کې ويجاړونکي سېلابونه د روانې اوونۍ په سر کې پيل شول. تر ټولو ډېر زیانونه شرقي علاقې، والنسیا کې اوښتي چېرته چې د هسپانیا د هوا پېژندنې ملي ادارې (AEME) د سه شنبې په سهار د سخت خطر خبرداری اعلان کړ.
د چهارشنبې ورځې په جریان کې په دغه سیمه کې وضعیت خراب وو او ځايي چارواکي ایله ماښام وتوانېدل چې بېړني خدمات پيل کړي.
له دې سره جوخت د والنسیا د ملکيانو د ژغورنې خدماتو ادارې ځايي اوسیدونکو ته سپارښتنه وکړه چې د ماښام تر اتو بجو وروسته له خپلو کورونو ونه وځي. د هسپانیا والنسیا سیمه د مدیترانې سمندرګي پر غاړه پرته ده.
خو له دې ټولو سره سره، دغه اقدامات د اکثرو له پاره ډېر ناوخته ول. هغه خلک چې غوښتل ېې په موټرو کې له خطرناکو ځایونو ووځي، له درونو سېلابونو له خطر سره مخ شول. خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې په لسونو موټر د سېلابي خټو ډکو لارو او کوڅو کې ګډوډ ولاړ یا اوښتي دي.
ځايي چارواکو تر اوسه خلکو ته پر وخت د خبرداري یا پېښو پر وړاندې فوري اقداماتو ته په چمتووالي کې د ځنډ په تړاو څه نه دي ويلي.
(dpa,dw)mks/nz
له آرشیف څخه انځوريز البوم:
د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې اقلیمي بدلون او سیلابونه
د ځمکې تودوخه او د اقلیم بدلون لامل شوي چې د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې پرله پسې بارانونه او شدید سیلابونه راشي. په افغانستان، پاکستان او ایران کې سیلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
انځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images په وروستیو پېښو کې د افغانستان په مرکزي سیمو کې پرله پسې بارانونو له امله په غور ولایت کې ناڅاپه سېلابونه راوتلي او لږ تر لږه ۵۰ تنه یې وژلي دي.
انځور: AP/picture allianceافغانستان، په زرونو کورنه ويجار شوي
د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په دغه سېلاب کې لږ تر لږه دوه زره کورونه ویجاړ شوي او څلور زره نور کورونه ویجاړ شوي دي. شاوخوا دوه زره دوکانونه هم زیانمن شوي دي. ګڼ کسان ټپیان او یو شمیر نادرکه دي. دغو سیلابونو څارویو ته هم زیان اړولی دی.
انځور: AP/picture allianceافغانستان، شمال کې ناڅاپه سېلابونه
تېره اوونۍ د سختو بارانونو له کبله د افغانستان په شمال کې هم ناڅاپه سېلابونو راووتل. دغو سيلابونو کلي ویجاړ کړل، ۳۱۵ کسان یې ووژل او تر ۱۶۰۰ ډېر یې ټپیان کړل.
انځور: Atif Aryan/AFP/Getty Imagesد جرمني په زارلنډ ایالت کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راغلي چې د چارواکو په وینا په تېرو ۳۰ کلونو کې بې ساري وو.
انځور: Laszlo Pinter/dpa/picture allianceآلمان، له سختو بارانونو خبرداری
چارواکو او د جرمني د هوا پېژندنې ادارې څو ورځې وړاندې د دې سخت باران په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي وو چې چمتوالی ونیسي. د سیلابونو د مخنیوي لپاره ډیری تدابیر نیول شوي.
انځور: Laszlo Pinter/dpa/picture allianceد آلمان د خبري آژانسونو د رپوټ له مخې د آلمان په گاونډي هیواد بلجیم کې هم سیلابونو د ترافیکو په گډون د عامه خدمتونو په برخه کې ګډوډي رامنځ ته کړې ده.
انځور: Bernd März/IMAGOپه هالنډ کې، هم سیلابونه لامل شوي چې د اور وژنې او ژغورنې ځواکونه چمتووالی ونیسي.دغه هیواد سمندر ته د نږدې کیدو له امله د سیلابونو له دوامداره خطر سره مخ دی.
انځور: Laszlo Pinter/dpa/picture allianceبرازیل، په زرونو انسانان بې کوره شوي
په برازیل کې د سختو بارانونو له امله زرګونه کسان بې کوره شوي، ۱۲۶ تنه مړه، ۷۵۶ تنه ټپیان او ۱۴۱ تنه لادرکه شوي دي.
انځور: Diego Vara/REUTERSبرازیل، د ريوگرانډه دوسول ايالت
د ریو ګرانډه دو سول په ایالت کې سیلابونه لامل شوی چې ۱.۴ میلیونه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا پیدا کړي.
انځور: Corpo Bombeiros Rio Grande do Sul/picture alliance/dpaد ایران شمال ختیځ هم د سختو بارانونو او ناڅاپه سیلابونو له امله اغیزمن شوی دی. په مشهد کې چارواکو د سېلاب د راوتلو خبره کړې او ویلي یې دي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی. خو خلک شکايت کوي او وايي چې سېلاب ډېر زيانونه اړولي دي.
انځور: Iranian Red Crescent Society/ZUMA Press Wire/picture allianceپه تېرو دوو اوونيو کې پاکستان کې موسمي بارانونو او سېلابونو سخت زيانونه اړولي دي. د اپریل په میاشت کې چې په دغه هیواد کې په تیرو ۶۰ کلونو کې تر ټولو باراني میاشت وه، لږ تر لږه ۱۴۴ کسان ووژل شول
انځور: Hussain Ali/ZUMA PRESS Wire/picture alliance دغه راز ، د فرانسې په شمال ختیځ موسیل سیمه کې له سختو بارانونو وروسته د سیند د سطحې د لوړیدو له امله د سیلاب خبرداری ورکړل شوی دی. کارپوهان وايي چې د اقلیم بدلون به په ټوله نړۍ کې د سیلابونو شمیر او شدت زیات کړي.
انځور: Valery Hache/AFP/Getty Images