اسرائیل اعلان کړی و چې د اسرائیلي یرغمل شوي ښځې اربل یهود خوشی کیدل د غزې شمال ته د فلسطینیانو د بیرته ستنیدو له پاره مخ شرط دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په سهار (د جنورۍ۲۷ نیټه) اعلان وکړ چې حماس وروسته له لنډو خبرو اترو له اصلي تبادلې مخکې، چې ټاکل شوې ده د شنبې په ورځ به ترسره شي، د دې ملکي یرغمل شوې ښځې له خوشی کولو سره موافقه کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري، ویلي دي چې د اربل یهود خوشی کیدل د هغو درو نورو یرغمل شوو له خوشی کیدو جلا ده چې ټاکل شوې ده د شنبې (د فیبرورۍ میاشتې لومړۍ نیټه) په ورځ به د اوربند د موافقې پر اساس خوشی کړای شي.
د هغې موافقې پر بنسټ چې د قطر، مصر او امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب له حماس ترهګرې ډلې سره شوې ده لومړی باید ملکي یرغمل شوي ښځې او وروسته بیا پوځي یرغمل شوي ښځې خوشی شي. دا په داسې حال کې ده چې حماس د تیرې شنبې په ورځ بې له دې چې اربل یهود خوشی کړي، یوازې څلور اسرائیلي یرغمل شوې نظامي ښځې خوشی کړې.
اربل یهود د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ د حماس ترهګرې ډلې په حمله کې یرغمل شوې وه انځور: Hostages families forum/AP/picture alliance فلسطیني بې ځایه شوي کولی شي د غزې شمال ته بیرته ستانه شي د اربل يهود د خوشی کیدو موضوع له حل کیدو سره سم، اسرائیل هم اعلان وکړ چې فلسطیني بې ځایه شوي د دوشنبې له سهار څخه اجازه لري چې بیرته د غزې شمال ته ستانه شي.
د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی دی چې اسرائیل سربیره پر دې له حماس څخه د هغو یرغمل شوو، چې ټاکل شوې ده د اوربند د موافقې په لومړي پړاو کې به خوشی شي او ژوندي دي، فهرست هم ترلاسه کړی دی.
د اربل یهود له خوشی کیدو سره لسګونو زرو فلسطینیانو د راحت سا اخیستې ده. په تیرو ورځو کې ډیر شمیر د دوی د غزې په سویل کې په تمه ول چې اسرائیل به له سیمې څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو سره دوی ته د غزې تړانګې شمال ته د بیرته ستنیدو اجازه ورکړي.
د اسرائیلي پوځ د عربي ژبې ویاند اویخای ادرعي په ایکس(پخواني تویتر) شبکه کې د یوه پيغام په خپرولو سره اعلان کړی دی چې د سهار له اوو بجو څخه د فلسطیني بې ځایه شوو پلی مزل یا حرکت پیل شوی دی.
موټر هم تر امنیتي څارنې وروسته کولی شي د سهار له ۹ بجو وروسته خپل حرکت پیل کړي.
د نتساریم کرویدور سویل لور ته چې د اسرائیل پوځ هغه رامنځته کړی دی او د غزې تړانګه له لویدیځ څخه ختیځ ته جلا کوي، لسګونو زره فلسطینیان د دې تړانګې شمالي سیمو ته د بیرته ستنیدو په خاطر په انتظار کې ول.
د رپوټونو په حواله د امریکا د دفاع نوي وزیر پیت هګست، له نتانیاهو سره تلیفوني اړیکه نیولې ده. د پنټاګون د اعلان له مخې: «د ګډو امنیتي مصالحو د ساتنې ارزښت او د امنیتي لومړيتوبونو پر مخ وړل» د دغو دواړو د خبرو اترو اصلي موضوع وه.
د پنټاګون په اعلامیه کې په دې اړه راغلي دي، د امریکا دفاع وزیر په تلیفوني تماس کې نتانیاهو ته ټینګار کړی دی: «د ډونالډ ټرمپ تر رهبرۍ لاندې امریکا به په بشپړ ډول د اسرائیل ملاتړ وکړي، څو دغه هیواد له خپل ځان څخه د دفاع له پاره اړینه وړتیا ولري».
غزه: په زرونو کسان بېرته شمال ته مهاجرت کوي
د اسرائيلي پوځ د خبرداريو سربېره بيا هم په زرونو فلسطينيان د محاصره شوې غزې د ساحل په اوږدو له سويل څخه بېرته شمال ته مهاجر شوي دي. انځور: Ramadan Abed /REUTERS له سويل څخه شمال ته مهاجرت په زرونو فلسطينيان په غزه کې په پښو د ساحل تر څنگ سړک باندې له سويل څخه د شمال پر لور په حرکت کې دي. هغوی د اسرائيلي پوځ د خبرداريو باوجوده له جنوب څخه و شمال ته بېرته ستانه شوي دي. اسرائيلي پوځ خبرداری ورکړی چې د غزې شمال تر اوسه لا د فعالې جگړې سيمه ده. خو له شمال څخه د عسکرو د تخلیې هيلې او په سويل کې د پوځي عملياتو اندېښنې هغوی شمال ته په مهاجرت مجبور کړي دي.
انځور: Yasser Qudihe/Middle East Images/IMAGO د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس د ترهگریز بريد په جواب کې اسرائيلي پوځ په غزه کې عمليات پېل کړل چې په نتيجه کې يې د غزې پراخې سيمې په بشپړه توگه ویجاړي شوې. د سيمې له تقريبا ۲،۳ مليون انسانانو څخه نيمه برخه يې و شمال ته مهاجره شوه. خو زيات شمېر انسانانو اوس بېرته له سويل څخه د شمال پر لور و خان يونس ته حرکت کړی دی چيرې چې زيات ودانۍ په بده توگه ويجاړې شوي دي.
انځور: Ali Jadallah/Anadolu/picture alliance د اسرائيل پوځ داسې خبرپاڼې ويشلي دي چې پکښې په عربي ژبه خلکو ته خبرداری ورکول شوی چې د غزې شمال «خطرناکه جنگي سيمه» ده. بعضي هغه کورنۍ چې د اسرائيلي عسکرو د وتلو وروسته په نژدې وختونو کې بيت حانون او جبليه ته راستنې شوي وې، د نښتو د بيا پېلېدو له بيرې يې بېرته د يادو سيمو په پرېښودلو پېل کړی دی.
انځور: -/AFP/Getty Images بېځايه شوي خلک له مياشتو راهيسې د غزې په سويل کې د کږديو په کمپونو، ښوونځيواو يا د خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي. د شمال پر لور په حرکت کې يوې مېرمنې ام نضال ختاب وويل: «موږ خپل کورونه غواړو. موږ خپل ژوند غواړو. موږ په هر صورت بېرته ستنيږو که معاهده کيږي که نه.»
انځور: Yasser Qudihe/Middle East Images/IMAGO رنج، لوږه او ناکافي مرستې په غزه کې بشري وضعيت فاجعه وي دی. تقريبا يو مليون انسانان د جگړې د شپږمياشتني جريان له کبله له لوږي کړيږي. لږ هيلې شته چې د هوا له لارې راغورځول کېدونکو مرستندويه توکو او په شمال کې د اسرائيل لخوا د مرستندويه توکو لپاره د لارو په پرانستل کېدو به د خلکو په کړاو کې لږ کمښت راشي. خو ملگري ملتونه وايي چې د مرستو زياته برخه خلکو ته نه رسيږي.
انځور: Mahmoud Issa/dpa/picture alliance شمال ته سفر خطرناک دی. عيني شاهدانو راپور ورکړی چې و شمالي سيمو ته د لارو کنټرول کوونکې اسرائيلۍ پوستې سره ډزې شوي دي. د غزې په مرکز کې د العوده په نوم روغتون د پنځو کسانو د مړيني او د ۵۴ نورو د ژوبل کېدلو راپور ورکړی دی. د اسرائيل پوځ تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.
انځور: Ramadan Abed /REUTERS يو هلک د غزې شمال ته د خپل سفر پر لاره د يوې پيشي ساتنه کوي. په غزه کې د حماس د روغتيا وزارت په حواله د غزې په جگړه کې تر اوسه تر ۳۴ زرو څخه زيات ملکيان وژل شوي چې ورڅخه لږ تر لږه ۱۳ زره يې ماشومان دي. تقريبا ۱،۸ مليون انسانان بېځايه شوي دي. په دغه سيمه کې د يو لوی بشري ناورين گواښ شته او لږ تر لږه د دغې سيمي بعضې برخې د لوږې سره مخامخ دي. اور بند لا تر اوسه نه تر سترگو کيږي.
انځور: Ramadan Abed/REUTERS