لکه څنګه چي د پنتاګون ویاند، جان کیربي پرون جمعه (د اپریل میاشتي ۲۳ مه) اعلان وکړ، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع د وزیر، لوید استین په امر د USS Eisenhower په نامه امریکايي الوتکي انتقالونکې کښتۍ په منځني ختیځ کي پاتیږي او سربیره پردې دوې جنګي بی ۵۲ ماډل طیارې هم ورانتقال سوي دي.
په اټومي وسلو مجهزه دغه کښتۍ کي تقریبأ ۵۰۰۰ عسکر او په لسهاوو جنګي طیارې مستقري دي. کیربي وویل، چي د امریکا د متحده ایالاتو دپاره دا مهمه ده، چي د افغانستان څخه یې د ځواکونو راوتل په «اطمینان، منظم ډول او ارامۍ » سره تضمین سي.
کیربي همدارنګه وویل، چي د منطقې تقویه یې د افغانستان د ماموریت مسؤل امریکايي قومندان، جنرال استین مویلر ته د ضرورت پر وخت اضافه امکانات په اختیار کي ورکوي، ترڅو امریکايی عسکر او یا خپل متحدین وساتي او دفاع ځیني وکړي.
ناټو تیره اونی فیصله وکړه، چي تر شلو کالو وروسته د افغانستان څخه خپل ټوله ځواکونه راوباسي. امریکا متحده ایالاتو رسمأ ویلي دي، چي د همدې کال د سپټمبر تر ۱۱پوري به خپلي قواوي راوباسي، خو پدې منځ کي داسي هم ویل کیږي، چي کیدای سي هغوی د جولای تر ۴ پوري لا راووزي.
آ./م.ق./ا.ا.
د ناټو ائتلاف او روسیې مقايسه: څوک ډېر پیاوړی دی؟
د ناټو ائتلاف او روسیې ترمنځ د ځواک توازن څرنگه دی؟ کوم يو ډېري وسلې او عسکر لري؟ په دې اړه دويچه ويله د ستراتيژيکو مطالعاتو له نړيوال انستيتوت او نورو سرچينو څخه ارقام راټول کړي چې په دې انځوريز راپور کې وړاندي کيږي.
انځور: REUTERSروسيه ۱۸۰۰ داسي توغندي يا راکټونه لري چې د اتومي سرگولولو د ليږد توان لري. ناټو ائتلاف بيا په ټولیزه توگه ۲۳۳۰ دغه ډول راکټونه لري چې له دې څخه يې دوه زره له امريکا متحدو ايالاتو سره دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lo Scalzoناټو ائتلاف په ټوليزه توگه شا او خوا درې نيم ميليونه عسکر لري چې تر ۱،۶ ميليونه زيات يې د اروپايي هيوادونو په پوځونو کې، ۳۸۲ زره د ترکیې په پوځ او تقريباً څه کم ۱،۴ ميليونه يې د امريکا د پوځ عسکر دي. د دې په پرتله د روسیې د عسکرو شمير۸۰۰ زرو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/PAP/T. Waszczukد روسیې د ټانکونو شمير کابو ۱۵ نيم زره دی. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو هيوادونه په ټولیزه توگه شا او خوا ۲۰ زره ټانکونه لري. په دې کې ۲۵۰۰ ترکي او ۴۰۰۰ امريکايي ټانکونه هم شامل دي.
انځور: picture alliance/dpa/F. Kästleروسيه په يو وار د څو راکټونو د فایرولو توان او کابو ۳ زره ۸۰۰ راکټ لانچر لري. ناټو بيا ۳۱۵۰ دغه ډول راکټ لانچر لري چې له دې څخه ۸۱۱ د ترکیې له پوځ سره دي.
انځور: Reuters/Alexei Chernyshevروسيه ۴۸۰ جنگي څرخي الوتکې لري. د ناټو متحدين بيا تر ۱۳۰۰ زياتې څرخي الوتکې لري چې له دې څخه کابو ۱۰۰۰ د امريکا له پوځ سره دي.
انځور: REUTERSد ناټو ائتلاف په تولیزه توگه ۴۷۰۰ بم غورځونکې الوتکې لري. له دې څخه کابو ۲۸۰۰ د امريکا متحدو ايالاتو، ۱۶۰۰ د ناټو د اروپایي غړو او ۲۰۰ له ترکیې سره دي. روسيه بيا ټول ټال ۱۴۰۰ دغه ډول طيارې لري.
انځور: picture alliance/CPA Mediaد روسيې د جنگي الوتکو شمیر کابو ۷۵۰ ته رسيږي. ناټو بيا په ټولیزه توگه کابو ۴۰۰۰ جنگي الوتکې لري. په دې کې د امريکا ۲۳۰۰ او د ترکيې ۲۰۰ جنگي الوتکې هم شاملې دي.
انځور: picture-alliance/Photoshotروسيه يوازي يوه الوتکې ليږدونکې بيړۍ لري، خو ناټو ائتلاف دا ډول ۲۷ بيړۍ لري.
انځور: picture-alliance/newscom/MC3 K.D. Gahlauد ناټو د غړو د جنگي کښتيو شمېر په ټولیزه توگه ۳۷۲ ته رسيږي چې له دې څخه ۲۵ د ترکیې، ۷۱ د امريکا، ۴ د کاناډا او ۱۶۴ د ناټو د اروپايي هيوادونو له سمندري ځواکونو سره دي. روسيه بيا د سلو په شا او خوا کې جنگي کښتۍ لري.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/Impact Press Group/P. Petrovد ناټو غړي هيوادونه کابو ۱۶۰ اوبتلونه لري. د روسیې د اوبتلونو شمېر بيا ۶۰ ته رسیږي. د ناټو د ټولو اوبتلونو څخه یې ۷۰ د امريکا، ۱۲ د ترکیې او ۷۲ د نورو اروپايي غړو هيوادونو سره دي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Bagerد روسیې او ناټو دفاعي بودجه هم د مقايسې وړ نه ده. د روسیې دفاعي بودجه يوازې ۶۶ ميليارده ډالره ده. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دفاعي بودجه ۵۸۸ ميليارده ډالرو ته رسيږي. د ناټو ائتلاف ټولیزه بودجه کابو ۸۷۶ ميليارده ډالر ده.
انځور: picture alliance/chromorange