1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او آلمان پر دوستۍ او د اړیکو پر تقویت ټینګار کړی

۱۴۰۰ آذر ۲۰, شنبه

د آلمان صدراعظم د امریکا له ولسمشر سره په خپله لومړنۍ اړیکه کې پر ملګرتیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر قوي کولو ټینګار کړی. دواړو مشرانو د اوکراین پر کړکیچ، اقلیمي تغیراتو او د کرونا اړوندو موضوعاتو هم خبرې کړي.

Deutschland I Olaf Scholz und Joe Biden I virtueller Gipfel für Demokratie
انځور: Michele Tantussi/AP/picture alliance

د آلمان نوي صدراعظم اولاف شولڅ او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په خپله لومړنۍ تلیفوني اړیکه کې د دواړو هیوادونو پر ملګرتیا او د نړیوالو ننګونو په هکله د همکاریو پر غښتلي کولو ټینګار کړی دی. په دې تلیفوني اړیکه کې د امریکا ولسمشر د آلمان نوي صدراعظم اولاف شولڅ ته د هغه د نوي ماموریت له کبله مبارکي هم ورکړه.

د نورو کړکیچونو سربیره د اوکراین کړکیچ هغه موضوع ده چې امریکا متحده ایالات او آلمان ورسره مخامخ دي او د دواړو هیوادونو د مشرانو په تلیفوني اړیکه کې هم پر دغې موضوع خبرې شوي دي. تر دې تلیفوني اړیکې وروسته، د امریکا ولسمشر جوبایدن په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دواړه هیوادونه د نړیوالو ننګونو په هکله او له دې ډلې د اوکراین د پولې په اوږدو کې د روسیې د بې ثباته کوونکو پوځي اقداماتو په برخه کې نیږدې همکارۍ ته لیواله دي. د کرونا وبا او همدا راز د اقلیمي بدلونونو اړوند موضوعات هم په دې تلیفوني تماس کې تر بحث لاندې نیول شوي دي. 

روسیې د اوکراین پر پوله خپل لسګونه زره عسکر ځای پر ځای کړی او په دې توګه یې پر اوکراین باندې د پوځی برید اندیښنې زیاتې کړي دي. امریکا متحده ایالاتو له وړاندې نه خبرداری ورکړی چې د دغه وضعیت ادامه به د مسکو پر ضد د لا ډیرو بندیزونو او نورو تدابیرو په بیه تمام شي. مسکو بیا پر اوکراین باندې د پوځی برید ادعا رد کړې او پر اوکراین یې بیا د لمسوونکو تحرکاتو تور پورې کړی دی. جوبایدن د تیرې سې شنبې په ورځ یعنې د دسمبر میاشتې پر ۷مه نیټه د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د یوه ویډويي تماس په ترڅ کې د اوکراین پر پوله د پوځي تحرکاتو په هکله هم خبرې کړي وې.

انځور: Thibault Camus/AFP

د آلمان د پوځي بودیجي احتمالي زیاتوالی

د آلمان صدراعظم د دسمبر په لسمه نیټه د جمعې په ورځ له خپل فرانسوي سیال امانویل ماکرون سره تر ملاقات وروسته بروکسل ته ولاړ څو د اروپايي ټولنې له چارواکو سره هم وویني. ټاکل شوې چې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ به په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کمیسیون له مشر، د دې اتحادیې د شورا له رئیس او همدا راز د ناټو له عمومي منشي سره هم ملاقات وکړي.

له شولڅ سره د لیدنې په څنډه کې د ناټو عمومي مشر ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې وویل: «د ناټو او اوکراین ترمنځ اړیکې د ناټو د ۳۰ متحدینو او اوکراین له خوا ټاکل کیږي، د بل هیچا له خوا نه.» هغه ټینګار وکړ چې ناټو دا نه شي منلی چې روسیه دې «داسې ساختارونه بیا را ژوندي کړي او خپلې داسې نفوذي حوزې رامنځ ته کړي چې پر مټ یې وکولی شي د ناټو غړي هیوادونه تر خپل کنترول لاندې راولي او یا د ناټو د غړیو له پاره پریکړې وکړي چې کوم کارونه باید وکړي.»

د ناټو له عمومي مشر سره په خپل لومړني ملاقات کې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د آلمان د پوځ د لا ښه تجهیز او غښتلي کولو ډاډ ورکړ. شولڅ وویل چې د آلمان د مالیې د وزارت په دوران کې هغه د آلمان دفاعي بودیجه په بې ساري توګه لوړه کړه داسې چې په تیرو څو کلونو کې نه وه لوړه شوې. شولڅ همدا راز زیاته کړې چې د بودیجې د ډیرولو دغه پروسه به د خپل هیواد د «هغې بودیجې په چوکاټ کې» پرمخ یوسي چې دغه هیواد یې په خپل اختیار کې لري او دا چې دغه لړۍ به ادامه پیدا کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب