1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوریه

امریکا د داعش زرګونه بندیان له سوریې څخه عراق ته انتقالوي

۱۴۰۴ بهمن ۲, پنجشنبه

وروسته له دې چې په سوریه کې «د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو» تر کنترول لاندې سیمې د حکومت لاس ته ورغلې، متحده ایالاتو عراق ته د داعش ترهګرې ډلې د زرګونو بندیانو د انتقالولو لړۍ پیل کړه.

په سوریې کې د کردانو تر کنترول لاندې محبس کې د داعش ډلې بندیان
آرشیف انځور: په سوریې کې د کردانو تر کنترول لاندې محبس کې د داعش ډلې بندیان اوس عراق ته انتقالیږيانځور: Chris Huby/Le Pictorium Agency via ZUMA/dpa/picture alliance

د متحده ایالاتو پوځ د چهارشنبې (د جنورۍ میاشتې ۲۱ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې دداعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې بندیان چې د سوریې په شمال ختیځ کې ساتل کیدل، په عراق کې امن تاسیساتو ته انتقالوي.

د سنتکام په نوم په منځني ختیځ کې د امریکا د قوماندې مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د بندیانو د انتقالولو عملیات پيل شوي دي او اوسمهال د داعش ۱۵۰ جنګیالي عراق ته پر لاره دي.

اړوند مطالب:عراق وايي د امریکا په مشرۍ د ائتلاف جنګي ماموریت په ختمیدو دی

د سنتکام قوماندان براد کوپر، وویل: «مونږ له سیمه ایزو شریکانو، له دې ډلې د عراق له حکومت سره له نزدې همغږي کوو او د داعش په دایمي ماتولو کې د دوی د نقش له کبله ترې د زړه له کومې مننه کوو.»

کوپر زیاته کړه: «د داعش د بندیانو په منظم او امن انتقالولو کې اسانتیا رامنځته کول، د دوی د تیښتې د مخنیوي په برخه کې د هغو کسانو چې د متحده ایالاتو او سیمې امنیت ته مستقیم ګواښ ګڼل کیږي، حیاتي دی.»

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ د اعلامیې په اساس ټاکل شوې ده چې تر ۷۰۰۰ پورې بندیان عراق ته انتقال شي. د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بندیانو انتقالول «د امنیت او ثبات د پیاوړې کولو له پاره یو مهم ګام» دی.

ولې دغه بندیان انتقالیږي؟

د سوریې د حکومت امنیتي ځواکونه د اونۍ په پای کې د دغه هیواد شمال ختیځ ته ور ننوتل او د کردانو تر مشرۍ لاندې «د سوریې دیموکراتیک ځواکونه» یې له سیمې څخه و ایستل.

د داعش جنګیالي او کورنۍ یې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو تر څار لاندې زندانونو کې ساتل کیدل، خو د سوریایي پوځ له پرمختګ سره د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو وویل چې مجبوره شول په شمال ختیځ کې د «الهول» کمپ او د «الاقطان» محبس ترک کړي.

له داعش سره پخوانی بندي، اوس د ترهګرو په موندلو کې مرسته کوي

03:33

This browser does not support the video element.

د «الهول» کمپ کې ښځې او ماشومان او د «الاقطان» محبس کې د داعش جنګیالي ساتل کیدل.

کله چې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه له سیمې څخه ووتل، د «الهول» کمپ کې شاوخوا ۲۴۰۰۰ کسان ساتل کیدل.

بندیان څوک دي؟

د داعش ډلې په ۲۰۱۷م کال کې په عراق او دوه کاله وروسته په سوریې کې ماته وخوړه، خو ګواښ یې په بشپړ ډول لمنځه نه دی تللی او د دې ډلې پټې هستې اوس هم په دغو دواړو هیوادونو کې خونړي بریدونه ترسره کوي.

د عراق یوه استخباراتي چارواکي د نوم پټ ساتل کیدو په شرط د اسوشیټډپرس خبري آژانس ته ویلي چې د داعش بندیان چې عراق ته انتقالیږي، د مختلفو ملیتونو پورې اړه لري.

نوموړي زیاته کړه، دغه جنګیالي د نورو تر څنګ، د تونس، تاجکستان، قزاقستان او سوریې اتباع دي.

دغه عراقي جنرال اسوشیټډ پرس ته وویل چې ټاکل شوې ده له دغو جنګیالیو څخه په عراق کې پوښتنې ګروېږنې وشي او وروسته له هغې محاکمه شي.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو سره د امریکا د ائتلاف پای

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په نوم ډلې د امریکا متحده ایالاتو تر رهبرۍ لاندې د ائتلاف په ملاتړ په ۲۰۱۹م کال کې په سوریې کې داعش ته ماتې ورکړه.د کردانو تر رهبرۍ لاندې دې ډلې د سوریې پراخې سیمې ونیولې.

واشنګټن ویلي دي چې د سوریې له کردانو سره د اتحاد هدف اوس پای ته رسیدلی دی او امریکا متحده ایالات اوس د سوریې د اسلامپاله چارواکو ملاتړ کوي، کوم چې د کورنۍ جګرې له کلونو وروسته په هیواد کې د خپل کنترول د پراخولو په هڅه کې دي.

د سوریې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام باراک، د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د سوریې د دیموکراتونو ځواکونو نقش، د داعش ضد ځواکونو په توګه «عمدتاً پای ته رسیدلی دی، ځکه دمشق اوس هم لیوالتیا لري او په داسې موقعیت کې قرار لري چې امنیتي مسئولیت په غاړه واخلي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب