1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په افغانستان کې داعش پر مشرانو بندیزونه لګولي

۱۴۰۰ آذر ۲, سه‌شنبه

د امريکا حکومت په افغانستان کې د »داعش خراسان ډلې« درې مشران په تور ليست کې شامل کړي دي. همدا راز د دې ډلې پر يوه مالي ملاتړ کوونکي هم بندیزونه لګول شوي دي.

Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د داعش ډلې امير ثناء الله غفاري، وياند سلطان عزیز اعظم او همد راز د کابل ولایت مشر مولوي رجب د نړيوالو ترهګرو په توګه نومولي دي. دا خبره د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د يوې اعلامیې په خپرولو سره کړې ده.

د امريکا متحده ايالاتو د مالې وزارت هم همدا راز د عصمت الله خالوزي په نوم د داعش پر يوه غړي بندیزونه اعلان کړي دي. د وزارت له خوا ويل شوي چې د عصمت الله خالوزي په نوم دغه کس د داعش ډلې له پاره په نړيواله کچه د پېسو په ليږدولو کې لاس درلود. همدا راز زیاته شوې چې نوموړی په انساني قاچاق کې هم ښکيل وو او افغانستان ته يې د بهرنيانو په انتقالولو کې یې هم مرسته کوله.

د ياد وزارت له خوا زياته شوې چې حکومت هوډ لري چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان او نورو سيمو کې د خپلو ترهګریزو فعاليتونو له پاره د نړيوال مالي سیسټم څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.

م.م: داعش د افغانستان په ټولو ولايتونو کي حضور لري

د امريکايي حکومت په حواله عصمت الله خالوزي ښايي له ترکیې څخه د دې ډلې له پاره د پېسو په ليږد کې لاس درلودلی وي.

زياته شوې چې تر دې د مخه نوموړی په متحده عربي اماراتو کې فعاليت کاوه څو د داعش خراسان ډلې ته پېسې ور رسيږي.

د دې بندیزونو په پايله کې به په امريکا کې د خالوزي احتمالي شتمنۍ کنګل شي او همدا راز به په راتلونکي کې امريکايي وګړي او شرکتونه له نوموړي سره د تجارت اجازه ونه لري.

همدا راز به په بل قدم کې پر هغو شرکتونو هم بندیزونه ولګول شي چې له نوموړي سره په تجارت کې ښکيليږي. که چېرې اغیزمن کسان په امريکا کې شتمنۍ هم ونه لري، سره له دې یې هم دا ډول نړيوال بندیزونه تجارت ستونزمنوي، ځکه چې بانکونه او شرکتونه نه غواړي چې د امريکا له خوا له بندیزونو سره د مخامخ کيدو خطر پر ځان ومني.

پر داعش ډلې په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د اخراج په ترڅ کې د کابل په هوايي ډګر کې د خونړي بريد پړه اچول کيږي. په دې بريد کې په لسونو انسانان ووژل شول چې ۱۳ یې امريکايي عسکر ول.

ب. ص/ ن. ز (DPA, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب