1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د تسليم شويو کوماندو وژنه «بې رحمه» بللې

۱۴۰۰ تیر ۲۴, پنجشنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د هغي ويډيو د کره والي په اړه هيڅ شک نه لري چې طالبان پکې د هغو کوماندو د وژنې په حال کې ښکاريږي، چې د تسليميدو هڅه کوي. دا پېښه په فارياب ولايت کې څو اونۍ تر مخه رامنځته شوې وه.

Afghanistan Armee-Kommandoeinheit während eines Trainingsprogramms
د افغانستان د پوځ د کوماندو ځواکونو د تمرينونو آرشيف انځورانځور: DW/S. Tanha

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پاريس د چهار شنبې په ورځ وويل چې د طالبانو دا عمل د کرکې وړ دی. هغه وويل چې دا ويډيو پر حقيقت ولاړه ده او په کره والي کې یې هیڅ شک نه لري.

په عين حال کې د بخښنې نړيوال سازمان هم د ۲۲ تسليم شويو افغان سرتیرو وژنه جنګي جنايت بللی دی.

د بخښنې نړيوال سازمان د سويلي آسيا د برخې کمپاينرې سمیرا حميدي د «سي ان ان» شبکې پر دې ويديو د غبرګون په ترڅ کې وويل چې دا ويډيو د يوه بوږنوونکي وضعيت بيانوونکې ده. هغې وويل: «موږ د تسليم شويو سرتیرو د خپل سري وژنې شاهدان يوو چې دا يو جنګي جنايت دی.»

نوموړې په دې ويډيو کې د طالبانو چلن ته په اشارې سره زياته کړه: «شواهد ښيي چې د سولې د خبرو اترو په ترڅ کې د چلن بدلون او د بشري حقونو د درناوې په برخه کې د طالبانو دوامداره ادعاوې پر درواغو ولاړې دي.»

د بخښنې نړيوال سازمان له افغان چارواکو څخه غوښتي چې «د غندلو وړ دې عمل په اړه دې سملاسي څېړنې وکړي.» د سازمان له خوا زياته شوې: «په هغه صورت کې چې د افغانستان حکومت د دې پېښې عاملينو ته د سزا په ورکړه کې پاتې راشي، نړيواله ټولنه او د جزا نړيواله محکمه بايد لاس په کار شي.»

په فارياب کې څه پېښ شوي ول؟

د «سي ان ان» شبکې له خوا په خپره شوې ويډيو کې ليدل کیږي چې د افغانستان پوځ ځانګړي سرتيري د فارياب ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې بې له وسلې او په داسې حال کې چې لاسونه یې پورته کړي دي، له ودانۍ را وځي او طالبانو ته تسليميږي، خو څو شيبې وروسته په مرميو ويشتل کیږي.

محمد ظاهر عظيميانځور: AP

د سره صليب د شميرو پر اساس د ۲۲ کماندويانو جسدونه د دې سيمې څخه انتقال شوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت پخواني وياند متقاعد جنرال محمد ظاهر عظيمي «سي ان ان» ته تائېد کړې چې د هغه زوی سهراب عظيمي هم په دې وژل شويو کماندويانو کې وو.

هغه له يادي شبکې سره په خبرو کې وويل چې «زوی یې د هوايي مرستې غوښتنه کړې وه، خو کومک ورته ونه رسېد.» نوموړي چې اوس د حکومت يو منتقد دی، د کماندويانو د دې ډلې د وژلو د ډول په اړه شکونه څرګند کړي دي.

د عظيمي په خبره سهراب غظېمي خپلې لوړې زده کړې په امريکا کې کړې وې او په پام کې وه چې يوه اونۍ وروسته په امريکا کې له خپلې کوژدې سره واده وکړي.

د ۲۲ افغان کماندويانو وژنې په ټولنیزو رسنيو کې هم سخت غبرګونونه پارولي ول.