امریکا: روسیې پر نړۍ د نفوذ له پاره میلیونه ډالر مصرف کړي
۱۴۰۱ شهریور ۲۳, چهارشنبه
د استخباراتي معلوماتو پر اساس امریکا متحده ایالاتو پر روسیې تور لګولی دی چې په ټوله نړۍ کې یې خپلو ملګرو هیوادونو ته پیسې انتقال کړي دي. امریکا په دې باور ده چې سلګونه میلیونه نور ډالر هم د انتقال په حال کې دي.
اعلان
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له لوي د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د سپتمبر۱۳مه) خپرو شویو استخباراتي معلوماتو پر اساس مسکو د ۲۰۱۴م کال راهیسې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر د یو شمیر هیوادونو سیاسي ګوندونو او د دوی استازو ته لیږلي دي ترڅو د نړۍ پر سیاست خپل نفوذ ولري.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپاره شوي رپوټ په حواله مسکو په دې موده کې پر لسګونو هیوادونو د نفوذ لرلو هڅه کړې، خو په رپوټ کې د کوم هیواد نوم نه دی اخیستل شوی.اوکراین واېې د روسي ځواکونو د ایران ساخت ډرون ېې راغورځولی
د امریکا یوې حکومتي سرچینې چې د راپور له موندلو خبره ده، پر روسیې تور پورې کړی دی چې مسکو په ۲۰۱۷م کال کې د البانیا ښی اړخي ديموکراتیک ګوند ته ۵۰۰ زره امریکايي ډالر استولي دي او دا چې مسکو همدا راز په ماداګاسکار، مونتینیګرو، بوسنیا او هیرڅوګوینا کې هم یو شمیر سیاسي احزابو ته پیسې انتقال کړي دي.
یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري آژانس او اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي دي چې موږ فکر کوو چې دا یوازې پیل دی او تر دې لا ډېر څه شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د استخباراتي معلوماتو د ارزونې دغه راپور چې حساس درجه بندي شوی دی، د امریکا ټولو سیاسي نمایندګیو ته هم لیږل شوی دی. د دغو اسنادو خپرول د بایډن ادارې د هغو ژمنو برخه ده چې ویلي یې ول غواړي پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د روسیې اړوند استخباراتي معلومات خپاره کړي.
د اوکراین تر خپلواکۍ څو ورځې وړاندې د اوکراین د پلازمېنې په کوڅو کې روسي ټانکونه نندارې ته وړاندې شوي دي او ماشومان ورسره ساتیروي. اوکراین د اګست میاشتې پر ۲۴مه نېټه خپله خپلواکي لمانځي. له نن څخه شپږ میاشتې وړاندې، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین کیف ته د روسي ټانکونو د ننوتلو امر وکړ. پوتین هغه وخت تمه درلوده چې اوکراین به یوازې په دریو ورځو کې ونیسي، خو داسې ونه شول او جګړه لا هم ادامه لري.
انځور: Kyodo/picture alliance
سوځېدلی روسی ټانک د کيف په يوه کوڅه کي
پر اوکراین باندې د روسیې تر یرغل وروسته، لا هم په دغه هيواد کې جګړه روانه ده او اوکرایني عسکر یې پر وړاندې مقاومت کوي. اوسمهال اصلي جګړه د اوکراین په ختیځ او جنوب کې ده. روسیې په دې موده کې خپل ګڼ شمیر پوځي تجهیزات هم له لاسه ورکړي دي.
انځور: Nacho Doche/REUTERS
په کيف کي سوځلی ټانک
تر دې وړاندې د روان میلادي کال په می میاشت کې هم د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته څیرمه د روسیې د ویجاړ شویو پوځي تجهیزاتو یو نندارتون جوړ شوی وو ترڅو د اوکراینانو مورال لوړ کړي. د اوکراین دفاع وزارت ادعا کوي چې له ۱۹۰۰ ډېر روسي ټانکونه او د روسي ځواکونو تر ۴۲ زره ډیر عسکرو د انتقال زغروال موټر یې له منځه وړي دي. په خپلواکه توګه د دغو شمیرو تائید ناممکن دی.
انځور: GLEB GARANICH/REUTERS
په کيف کي ويجاړ شوي ټانکونه
د روان میلادي کال په جون او جولای میاشتو کې هم د اوکراین حکومت د پولنډ په وارسا او د چیک جمهوریت په پراګ کې هم ورته نندارتونونه تنظیم کړي ول. د اوکراین دفاع وزیر، اولیکسي ریزینکوف همدا راز په نورو اروپايي هیوادونو کې هم د دغه راز نندارتونونو د جوړولو وړاندیز کړی دی، ترڅو د خلکو په ذهنونو کې د جګړې یاد تازه پاتې شي.
انځور: picture alliance/AP
په استونیا کې د روسي ټانکونو لیرې کیدل
پر اوکراین باندې د روسیې تر پوځي یرغل وروسته، په ځينو اروپايي هیوادونو کې روسي ټانکونه ورو ورو له صحنې څخه لیرې شول. د همدې کال په اګست میاشت کې د استونیا حکومت پریکړه وکړه چې د شوري اتحاد په دوران کې جوړ ټي-۳۴ ډوله ټانک چې د دې هیواد په شرقي ناروا ښار کې د روسیې پولې ته څیرمه د یوه یادګار په توګه پاته وو، لیرې کړی. د استونیا حکومت د دې کار دلیل عامه نظم ته ګواښ بللی وو.