1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا کانګرس ته د طالبانو پرانیستی لیک

۱۴۰۰ آبان ۲۶, چهارشنبه

طالبانو د امریکا متحده ایالاتو له کانګرس څخه په یوه پرانیستي لیک کې غوښتي دي چې په افغانستان کې رامنځته کیدونکي بشري او اقتصادي کړکیچ ته رسیدګي وکړي او د کنګل شوو شتمنیو د آزادیدو غوښتنه یې کړې ده.

Mullah Abdul Ghani Baradar
انځور: Alexander Zemlianichenko/REUTERS

دغه پرانیستی لیک چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له لوري لاسلیک شوی، پر واشنګټن یې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د آزادولو غږ کړی دی.

دغه پرانیستی لیک چې د چهارشنبې په سهار خپور شوی دی، راغلي دي: «اوس زموږ د خلکو اساسي مسله مالي خوندیتوب دی او د دې اندیښنې ریښه د امریکا د حکومت له خوا زموږ د خلکو پر شتمنیو بندیزونو ته ورګرځي.»

په لیک کې دا هم راغلي دي چې طالبان اندېښمن دي چې که چیرې اوسنی وضعیت دوام وکړي نو په پراخه کچه به د کډوالۍ لامل شي او همداشان د هیواد روغتیايي تعلیمي سکتورونو ته به هم زیان واړوي.

«دا چې له لوږې څخه د یوه ماشوم کړیدل، روغتیایي آسانتیاوو له نه شتون څخه د یوې مور وفات کیدل او له کار، خوراک، پوښاک، درملو او نورو اولیه اسانتیاوو څخه د یوه عام افغان محروم کیدل هیڅ سیاسي توجیه او منطق نه شي درلودلی او د امریکا متحده ایالاتو د حکومت او ولس حیثیت ته هم زیان اوړي، ځکه چې دا یوه بشري موضوع ده.»

کله چې د اګست مياشتي په نیمایي کې طالبانو افغانستان ولکه کړ، نو له افغانستان سره کیدونکي زیاتره مرستې وځنډول شوې. همداشان شا د افغانستان د مرکزي بانک شا او خوا نهه میلیارده ډالر چې په امریکا کې وو هم کنګل شول.

د افغانستان د تحلیل شبکې، فکري بسنټ د معلوماتو له مخې تر دې دمخه افغانان حکومت په کال کې پوځي او ملکي برخو کې ۸،۵ میلیارده ډالر ترلاسه کول چې ۷۵ سلنه یې په عامه برخو کې مصرفیدې.

اوس په میلیونونو کسانو د خپل عاید اصلي سرچینه له لاسه ورکړې او همداشان تعلیم او روغتیایي سکتور او همداشان نور خدمات له ډیر وخت راهیسې فعاله نه دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې ۹۷ سلنه افغانان د ۲۰۲۲م کال په نیمایي کې له بې وزلۍ سره مخامخ شي.