1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د کانګرس د مشرې پر میړه برید شوی

۱۴۰۱ آبان ۷, شنبه

یو کس د جمعې په ورځ په کارلیفورنیا کې د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي کور ته ورننوتلی او د هغې د میړه سر یې د چکُش یا سټک د برید په وسیله مات کړی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه برید د «کرکې وړ» بللی دی.

د امریکا د کانګرس د مشرې نانسي پلوسي پر میړه د چټک یا سوټک برید شوي چې پکې نوموړی ټپی شوی دی.
د امریکا د کانګرس د مشرې نانسي پلوسي پر میړه د چټک یا سوټک برید شوي چې پکې نوموړی ټپی شوی دی. انځور: Fabio Frustaci/ANS/ZUMA//picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس د مشرې نانسي پلوسي ویاند ډریو هیمل، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د نانسي پلوسي میړه هغه وخت ټپي شو، کله چې یو بریدګر په کلیفورنیا کې د هغې کور ته ور ننوت او پر هغه یي د چکُش یا سټک په وسیله برید وکړ. په دغه برید کې د نوموړي سر مات شوی دی.

ویاند وویل چې په روغتون کې د ۸۲ کلن پال پلوسي جراحي عملیات ترسره شوي او هغه مخ په ښه کیدو دی. هغه وویل چې بریدګر د نانسي پلوسي په لټه کې وو، خو نوموړې د خپلو مسئولیتونو په لړ کې په واشنګټن کې وه او کله چې برید وشو په هغه وخت کې پال په کور کې یوازې و. سرچینو ویلي دي چې پلوسي او پنځه اولادونه یي سان فرانسیسکو ته رسیدونکي دي.

د سان فرانسیسکو د پولیسو مشر بل سکاټ وویل چې پولیسو بریدګر د شپې په دوه نیمو بجو د پلوسي په کور کې په داسې حال کې نیولی دی چې پال پلوسي د ځان د ژغورنې په خاطر له هغه سره مقابله کوله. هغه وویل چې شمکن کس لږ تر لږه یو ځل پال پلوسي په سټک وهلی دی.

اړوند:پلوسی: له قدرت څخه د ترمپ گوښه کولو له پاره کافي شواهد شتون لري

بریدګر ۴۲ کلن ډیوډ ډیپاپی، پيژندل شوي دی، خو پولیسو په دې اړه له جزویاتو ورکولو څخه انکار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې پال پلوسي په می میاشت کې په یوه ترافیکي پيښه کې د ګرم بلل کیدو له کبله په پنځه ورځې بند محکوم شوی و. هغه په داسې حال کې چې شرابو نشه کړی و موټر یي چلولی و.

د ولسمشر بایډن غبرګون

کله چې ولسمشر جو بایډن ته د دغه برید خبر ورسید، نو په دې وخت کې هغه په فلادلفیا کې یوې غونډې ته وینا کوله. نوموړي دغه برید د کرکې وړ وباله او وې ویل چې په امریکا کې د سیاسي تشدد له پاره هیڅ ځای نشته. هغه وویل: «د هر شي له پاره یو حد وي.»

د بایډن مطبوعاتي سکرتر په یوه اعلامیه کې ویلي: «هغه خوښ دی چې پال په بشپړ ډول مخ په ښه کیدو دی، ولسمشر هر ډول تشدد غندي. هغه وايي چې د پلوسي د کورنۍ محرمیت ته باید درناوی وشي.»

امریکایي سیاستوالو ته ګواښونه زیاتیږي

یوه دولتي چارواکي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې بریدګر په ټولنیزو رسنیو کې د ښي اړخي افراطیت په ملاتړ پوستونه کړي و، د هغو له جملې څخه د کرونا وبا اړوند د توطیه یي تئوریګانو خبره شوې وه.

 

امریکا کې منځمهاله ټاکنو ته له دوو اونیو څخه هم لږ وخت پاتې دی او د دواړو ګوندونو سیاستوالو د سیاسي تشدد په اړه له انديښنو څخه خبرداری ورکړی دی.

په واشنګټن کې د کیپټل هل پولیسو په حواله د قانون جوړونکو پر وړاندې ګواښونه د ۲۰۱۷م کال په پرتله له دوه برابرو هم زیات شوي او په ۲۰۲۱م کال یې شمیر نږدې ۱۰۰۰۰ ته لوړ شوی دی. یو شمیر کسان په دې نظر دي چې دغه بریدونه په سیاسي بیانبازیو کې د زیاتیدو پایله ده.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل