1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: امریکا کولی شي له افغانستانه د وتلو بهير ورو کړي

۱۴۰۰ تیر ۱, سه‌شنبه

د طالبانو له خوا د ولسواليو نیولو ته په کتو سره امريکايي چارواکو ويلي دي چې کيدای شي له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو پروسه ورو کړي. زياته شوې ده چې د شرائطو پر اساس د وتلو بهير ارزول کيدلی او پر همدې بنسټ تنظيمیدلی شي.

USA Admiral John Kirby in Washington
انځور: picture alliance/AA/S. Corum

خو د پنتاګون وياند جان کیربي د دوشنبې په ورځ (د جون ۲۱مه نيټه) د څرګندونو په ترڅ کې پر دې هم ټینګار وکړ چې د ټولو ځواکونو د ایستولو له پاره ټاکل شوې نېټه نه بدليږي او اخراج به په هماغه نېټه بشپړيږي چې ولسمشر بايدن یې په اړه اعلان کړی دی. هغه زياته کړه چې د شرائطو پر اساس د دې پروسې چټکتيا ارزول کيدلی او پر همدې بنسټ تنظيمیدلی شي.

کيربي خبريالانو ته وويل: «د طالبانو له خوا د ولسواليو پر مرکزونو د بريدونو له دوام او تاوتريخوالي په زياتيدو سره د افغانستان وضعيت د بدليدو په حال کې دی.»

نوموړي زياته کړه: «که چېرې په کومه ځانګړې ورځ يا اوونۍ کې د ځواکونو د وتلو بهير تنظيمولو يعني د سرعت او پيمانې بدلولو ته اړتيا پيښيږي نو موږ غواړو چې د دې کار له پاره انعطاف پذیره واوسو.»

ولسمشر جو بایدن په اپريل مياشت کې له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ايستلو اعلان وکړ او دغه اخراج د می مياشتې له لومړۍ نېټې څخه پېل شو. بايدن ويلي ول د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير په می مياشت کې پېل شوانځور: John Moore/Getty Images

د امریکا د دفاع وزارت دغه وياند د خپلو څرګندونو په دوام کې وويل: «موږ په دومداره شکل هره ورځ [دعملياتو او له دغه هيواد څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو] حالت يا وضعيت ارزوو. دا چې موږ کومې وړتيا ولرو او له افغانستان څخه د وتلو له پاره کومو اضافي سرچينو ته اړتيا لرو او دا چې د وتلو پروسه په کوم سرعت پر مخ يوسو.»

امریکايي پوځ افغانستان ته بیرته راتګ ته تیاری نیسي

د پنتاګون چارواکو تېره اونۍ ويلي ول چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو وتل کابو نيمايي بشپړ شوي دي.

د بايدن له خوا د ځواکونو د را ایستلو د اعلان پر وخت ۲۵۰۰ امريکايي عسکر او ۱۶۰۰۰ قرارداديان چې کابو ټول یې امريکایي اتباع دي، په افغانستان کې ميشت ول. د امريکا دفاع وزارت خپلې يو شمير مهمې اډې هم افغان امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي او په تجهیزاتو او وسایلو بار په لسونو الوتکې یې ليږدولي دي.

امریکا د بگرام پوځي اډه افغانانو ته سپاري

خو د امريکا د دفاع وزارت وياند په خپلو څرګندونو کې وويل چې امريکایي ځواکونه به له طالبانو سره په جګړه کې د افغان امنيتي ځواک ملاتړ وکړي.

نوموړي زياته کړه: «تر کوم وخته چې په افغانستان کې یې ظرفيت لرو، له افغان امنيتي ځواک سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.»

هغه وويل: «خو څومره چې د بیرته ستنيدو پروسه بشپړيدو ته نزدې کیږي، دا ظرفيتونه به هم لږيږي او نور به یې ونه لرو.»

ب. ص/ ن . ز (AFP)

زموږ له آرشیف څخه: