1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

محکمې پر کاري ویزو د ټرمپ د لوړ فیس پرېکړه ودروله

۱۴۰۵ مرداد ۳, شنبه

د بوستن فدرالي استیناف محکمې د ټرمپ حکومت ته اجازه ور نه کړه چې د H-1B ویزو لپاره د سل زرو ډالرو نوي فیس پرېکړه عملي کړي.

د ايچ يو بي ويزې غوښتنليکاو پاسپورټ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ و امريکا ته پر کډوالۍ زيات محدوديتونه لګوليانځور: Dado Ruvic/Reuters

د امریکا متحده ايالاتو حکومت ونه توانېد چې د ځانګړو کاري ویزو لپاره د فیس د پام وړ لوړولو پرېکړه په محکمه کې نافذه وساتي.

د بوستن فدرالي استیناف محکمې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جولای ۲۴مه) د حکومت غوښتنه رد کړه چې د یوې ټیټې محکمې پرېکړه وځنډوي. دغې ټیټې محکمې د ډونالډ ټرمپ له خوا د نویو H-1B کاري ویزو لپاره د سلو زرو ډالرو د فیس پلان درولی و.

د درې کسیزې قضايي پلاوي په وینا، حکومت په کافي ډول نه دي ثابت کړي چې د دې فیس په ټاکلو کې یې له خپلو قانوني واکونو څخه سرغړونه نه ده کړې.

ډونالډ ټرمپ د سپټمبر په میاشت کې د اجرائیوي فرمان له لارې د دغو ویزو لګښتونه په پراخه کچه لوړ کړي وو.

د H-1B پروګرام د لوړ مهارت لرونکو بهرنیو متخصصینو لپاره ځانګړی شوی او په ځانګړي ډول د ټکنالوژۍ شرکتونه ترې پراخه ګټه اخلي.

تر دې مخکې، کارورکوونکو د هرې دوسیې له شرایطو سره سم د ۲۰۰۰ او ۵۰۰۰ ډالرو ترمنځ فیس ورکاوه.

ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د فیس لوړولو هدف دا دی چې د دې پروګرام له ناوړه استفادې مخه ونیول شي، ځکه د هغه په وینا ځینې کارورکوونکي امریکايي کارکوونکي د ټیټ معاش او لږ مهارت لرونکو بهرنیو کارکوونکو په وسیله بدلوي، پر ځای د دې چې هغوی بشپړ کړي.

هر کال ۶۵۰۰۰ د H-1B ویزې ورکول کېږي، او له دې سربېره ۲۰ زره نورې ویزې هغو کسانو ته ځانګړې دي چې لوړې علمي درجې لري.

له دې نوي فیس څخه بهرني اتباع، چې د زده‌کړو په ویزه په امریکا کې اوسېږي، مستثنا وو. دغه فیس تر اوسه یوازې د محدود شمېر کارورکوونکو له خوا ورکول شوی و.

 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب