1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د بګرام پر هوایي اډې له امریکا سره معامله ناممکنه ده

شمس الرحمن ناصر | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۳۰, یکشنبه

په افغانستان کې د طالبانو د ادارې لوی درستیز فصیح الدین فطرت ویلي چې د بګرام هوایې اډې په اړه له امریکا سره هیڅ ډول معامله امکان نه لري. دا دریم ځل دی چې ترمپ امریکا ته د بګرام هوایې اډې د بیرته سپارلو غوښتنه مطرح کوي.

طالبانو د ۲۰۲۴م کال په اګست کې د دغې ډلې واک ته د رسیدو د دریمې کلیزې د لمانځنې پر مهال په دې اډه کې نظامي رسم ګذشت ترسره کړ
د بګرام هوایي اډې په ۲۰ کلونو کې د امریکا او د دغه هیواد د متحدینو په پوځي عملیاتو کې یې مهم نقش لوبولی دی.انځور: Siddiqullah Alizai/AP/picture alliance

دونالد ترمپ یو وار بیا امریکا ته په افغانستان کې د بګرام هوایې اډې د سپارلو غوښتنه کړې، او دغه غوښتنه یې د طالبانو پر وړاندې له یوه «مبهم ګواښ» سره مطرح کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې (د سپټمبر ۲۰ نیټه)  په ورځ افغانستان ته یو «مبهم ګواښ» کړی و. ترمپ دغه ګواښ بریتانیې ته د سفر پر مهال په افغانستان کې یو وار بیا د بګرام پر هوایي اډې د کنترول ترلاسه کولو له غوښتنې، یوازې څو ورځې وروسته کړی دی.

ترمپ سپينې ماڼۍ ته د بیرته را ستنیدو وخت راهیسې په وار وار له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو، چې د پخواني ولسمشر جو بایډن په وخت کې یې صورت نیولی و، نیوکې کړي دي او په افغانستان کې یې د چین د نفوذ زیاتیدو له کبله انديښنه ښودلې ده. تیره ورځ چین هم د ترمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی و.

۷۹ کلن ترمپ د شنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه سوشل تروت کې ولیکل: «که افغانستان د بګرام هوایي اډه جوړونکو ته یې، یعنې امریکا متحده ایالاتو ته بیرته ونه سپاري، ناوړه پيښې به رامنځته شي.»

د طالبانو غبرګون

نن د یکشبنې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۲۱مه) د طالبانو د ادارې په دفاع وزارت کې لوی درستیز فصیح الدین فطرت امریکا ته د بګرام هوایي اډې د بیرته سپارلو په اړه د ترمپ د څرګندونو په غبرګون کې وویل: «یو شمیر خلک غواړي د سیاسي معاملې په وسیله اډه بیرته واخلي.»

نوموړي په سیمه ایزو رسنیو کې خپاره شوي یوه وینا کې ویلي: «په دې وروستیو کې ځینې خلکو ویلي چې د بګرام هوایي اډې د بیرته ترلاسه کولو له پاره  له افغانستان سره مذاکرات پيل کړي دي. د افغانستان په یوه لویشت خاورې هم معامله ناممکنه ده. مونږ دې ته اړتیا نه لرو. مونږ پر لوی الله ج له اتکا کولو سره له هیڅ زور ویونکي څخه نه ویریږو، او دا مو د شل کالن اشغال پر مهال ثابته کړې هم ده.»

بګرام د افغانستان یو تر ټولو ستر پوځي هوایې اډه ده چې د امریکا په مشرۍ د طالبانو ضد جګړه کې یې مهم نقش لوبولی و.

د امریکا او ناټو ځواکونه د ۲۰۲۱م کال په جولای کې د ګډوډۍ پرمهال له دې هوایې اډې څخه وتلي و، کوم چې له طالب یاغیانو سره د دوحې د تړون یوه برخه وه. د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو یوازې څو اونۍ وروسته طالبانو یو وار بیا افغانستان تر خپل کنترول لاندې راوستلو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب