1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا يو پلاوی د اړیکو ښه کولو په موخه پاکستان ته سفر کوي

۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار دیرک کولت په مشرۍ به د امریکا یو پلاوی روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي. د دې سفر هدف د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو رغول بلل شوي. د پخواني لومړي وزیر عمران خان واکمنۍ کې دا اړیکې خرابې شوي وې.

Flagge Pakistan und USA
انځور: Getty Images/AFP/M. Ralston

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلې دي چې دغه پلاوی به د فبرورۍ له ۱۴ تر ۱۸ پورې پاکستان او بنګلدیش ته سفر وکړي، د لوړو پوړو حکومتي چارواکو، د مدني ټولنو غړو او سوداګرو سره به لیدنې وکړي.

اړوند مطلب: توماس ویست د افغانستان په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي

عمران خان چې د تېر کال د اپرېل په میاشت کې له پارلمان د نه بارو رایو په پایله کې له قدرت ګوښه کړل شو، حکومت یې د امریکا مخالف سیاست مخته وړلو.

 هغه د ۲۰۲۱م کال په اګست کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د  رسېدو هرکلی  کړی و. هغه واشنګټن تورن کړی و، چې په ۲۰۲۲م کال کې يې د هغه د ګوښه کولو هڅه کړي.

د واشنګټن او پاکستان د ملي امنیت شورا چې له لوړو پوړو امنیتي او ملکي مشرانو جوړې دي، د هغه دا تور رد کړی و. د خان له ګوښه کولو وروسته، شهباز شریف د پاکستان لومړی وزیر شو.

دغه امریکایي پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې دغه هيواد د ۳۵۰ میلیارده ډالرو اقتصاد لا هم د تېر کال د ویجاړونکو سېلابونو له پایلو سره مخامخ دی. 

په پاکستان کې د تېر کال سیلابونو له امله ۱۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د پاکستان حکومت ویلي دي چې د سیلاب په پایله کې د رامنځته شویو ویجاړیو بیاروغونه به ۱۶ میلیارده ډالر لګښت ولري.

اړوند مطلب: آيا امريکا او پاکستان به د طالبانو پر ضد ګډ دريځ غوره کړي؟

په اټومي وسلو سمبا ل دغه هيواد له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی. په اسلام اباد کې د پاکستان او د پيسو نړیوال صندوق د استازو ترمنځ د تیرو لسو ورځو راهیسې  په دې خبرې روانې وې، چې څنګه کولی شي پاکستان له روان اقتصادي بحرانه وباسي، خو دغه خبرې د جمعې په ورځ بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

په جنورۍ میاشت کې ډان ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې پاکستان د امریکا د ملاتړ په لټه کې دی، چې د پیسو نړیوال صندوق له لورې د درول شوي ۱.۱ میلیارد ډالرو پروګرام کې د دغه هيواد د بیارغونې ملاتړ وکړي. 

اړوند مطلب: امريکا باور لري چې پاکستان د خپلو اتومي وسلو حفاظت کولی شي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل: «دغه پلاوی به یو ځل بیا د دواړو هيوادونو ترمنځ قوي امنیتي همغږي تائید کړي.» دغه وزارت زیاته کړې ده، د امریکا او پاکستان ترمنځ په ناستو کې په اقتصادي اړیکو او د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې خبرې هم په اجنډا کې شاملې دي.

Hs/Fz/Nz (Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب