د المان په پلازمېنه برلین کې د اوکراین په اړه د مذاکراتو د لومړۍ ورځې له پای ته رسیدو وروسته، امریکايي پلاوي دغه ناسته مثبته ارزولې ده.
د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ستیو ویتکوف، په ایکس شبکه کې لیکلي دي چې د نوموړي، د دونالد ترمپ د سلاکار او زوم جرد کوشنر، د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي او د امریکا او اوکراین د پلاوو په موجودیت کې لیدنه کتنه ترسره شوه، چې تر پنځو ساعتونو یې ډیر دوام وکړ.
د ویتکوف په وینا استازو د دونالد ترمپ د سولې ۲۰ مادیي طرحې ، اقتصادي اجنډا او نورو موضوعاتو په اړه ژورې او تفصیلي خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې په دې لیدنه کتنه کې ډیر پرمختګونه ترلاسه شوي دي او د امریکا او اوکراین استازي د دوشنبې په ورځ (دسمبر ۱۵ نیټه) هم خبرو اترو ته دوام ورکوي.
د المان صدراعظم فریدریش مېرڅ، په ایکس کې لیکلي دي «موږ په اوکراین کې د پایداره سولې غوښتونکي یو. ستونزمنې پوښتنې په مخ کې لرو، خو مخ پر ړواندې حرکت کولو ته ژمن یوو.»
ټاکل شوې ده چې د المان صدراعظم فریدریش مېرڅ به د دوشنبې په ورځ له زیلنسکي سره د اوکراین د سولې مذاکراتو د وضعیت په اړه خبرې وکړي. د دې ورځې له غرمې وروسته به د ډېرو اروپايي هیوادونو، اروپايي اتحادیې او ناټو چارواکي د خبرو اترو له بهیر سره یوځای شي.
ستونزمن موضوعات د ترمپ په طرحه کې یوه تر ټولو حساسه او شخړیزه موضوع د روسیې د بیا ځلي احتمالي برید د مخنیوي په خاطر اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو ورکول دي او دا چې اوکراین باید روسیې ته د خپلې خاورې له یوې برخې څخه تیر شي.
په اوکراین کې د جګړې وروستي تحولات په انځورونو کې
د اوکراین جګړه له مياشتې واوښته. لا هم د سولې کوم څرګ نه ښکاري. رپوټونه وايي تر اوسه ۳ اعشاريه ۷ ميلیونه خلک ترې مهاجر شوي دي. د ملکي تلفاتو ارقام هم تر زرو پورته ښودل کيږي. انځور: AA/picture alliance د کاتولیک کلیسا روحاني مشر، پاپ فرانسیس د يکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۷مه) د واتيکان په سن پيترو میدان کې خلکو ته په وینا کې د افسوس په ښکاره کولو سره په اوکراين کې جګړه یوه «ظالمه او بې معنی جګړه» وبلله. هغه یو ځل بیا د جګړې د ژر تر ژره پای غوښتونکی شو.
انځور: Gregorio Borgia/AP/picture alliance د يکشنبې په ورځ په ګرجستان کې يو شمیر خلکو په نڅاوو سره د جګړې ضد مظاهرې وکړې. دوی د روسيې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین په څيره جوړه شوې نانځکې ته اور واچاوه.
انځور: AP/picture alliance ماریوپول ښار د اوکراین یو له هغو ښارونو څخه دی چې د روسي ځواکونو په بمباريو او بریدونو کې تر ټولو ډير ويجاړ شوی دی.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS د ملګرو ملتونو سازمان وايي دوی د اوکراین په جګړه کې تر اوسه د ۱۱۱۹ ملکيانو وژنه او د ۱۷۹۰ ملکیان ټپي کیدل ثبت کړي دي. دغه خبره په ژنیف کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو د عالي کمشنرۍ دفتر د مارچ په ۲۷مه وکړه.
انځور: Alejandro Martinez/AA/picture alliance د ماريوپول ښار چارواکو د تيرې اوونۍ په پاې کې ادعا وکړه چې په دغه ښار کې تر ۲۰۰۰ ډير ملکيان په جګړو کې وژل شوي دي.
انځور: AA/picture alliance ماریوپل څخه د ملکیانو د ایستلو پروګرام فرانسه، ترکيه او یونان پر یو ګډ«بشري ماموریت» کار کوي تر څو په ماریوپول کې بند پاتې شوي ملکیان د امن کوریدورونو په رامنځ ته کولو سره راوباسي. دغه خبره د فرانسې ولسمشر، امانويل مکرون کړې ده. په ماریوپل کې شاوخوا ۱۷۰ زره ملکیان بند پاتې دي.
انځور: Maksim Blinov/SNA/IMAGO روسيې د يکشنبې په ورځ وويل چې د اوکراین په جګړه کې يې ۱۳۵۱ عسکر وژل شوي دي. په انځور کې په ماريوپل ښار کې يو سوځيدلی ټانک ښکاري. انځور د شنبې ورځې د مارچ ۲۶مې دی.
انځور: AA/picture alliance د اوکراین د اودیسه ښار پر یوه واټ، دغه ښار ته د روسيي ځواکونو د مخنيوي له پاره اوسپنیزې موانع اچول شوي دي.
انځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance د اوکراین په ليویف ښار کې ځایي خلکو د روسيي ټانګونو پر وړاندې پر لارو د ټانګ ضد موانع لګوي. دوی وايي په دې کار سره غواړي د روسي ځواکونو د يرغل پر وړاندې د خپل ښار او د اوکراین د نورو ښارونو ساتنه وکړي.
انځور: Pavlo Palamarchuk/REUTERS په جګړه کې د ملکيانو برخه د اوکراین په اوديسه کې يو شمیر داوطلب ملکيان چې غواړي د روسي ځواکونو پر ضد وجنګیږي، د وسلو د استعمال زده کړه کوي.
انځور: Vladimir Shtanko/AA/picture alliance د بریتانیا دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې روسي ځواکونو د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې هيڅ ډول پرمختګ نه دی کړی. دغه وزارت ويلي دي چې د روسي ځواکونو د ضعیف مورال او د امکاناتو د کمښت له وجې پرمختګ نه دی کړی. خو زیاته کړې ېې ده چې د ماريوپل ښار په اطرافو کې درنه جګړه ادامه لري.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS «موږ د سولې په لټه کې يو» د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلنسکي د دوشنبې شپې په وینا کې وويل چې روانه اوونۍ په ترکیه کې د اوکراین او روسيې د سولې په مذاکراتو کې به «ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا» د دوی لومړیتوب وي. هغه همدارنګه وويل: «موږ د سولې په لټه کې يو، په ريښتا، له ځنډ پرته.» زیلنسکي زیاته کړه چې په ترکيه کې د سولې مذاکرات د مخامخ خبرو له پاره یو ښه فرصت دی.
انځور: Ukrainian Presidential Press Office/AP/dpa/picture alliance
د کارپوهانو په وینا دا چې زیلنسکي به له امریکایي پلاوي سره په خبرو اترو کې څومره پر ځان متکي را څرګندیږي، د اروپایي متحدینو د ملاتړ کچې پورې اړه پیدا کوي.
د دې موضوع یوه برخه په دې پوښتنې پورې اړه پيدا کوي چې ایا کیف کولی شي د روسیې هغو میلیاردونو یورو شتمنۍ ترلاسه کولو ته هیله مند اوسي، چې په اروپايي اتحادیه کې کنګل دي؟ اروپایي اتحادیه لیواله ده چې دغه پيسې اوکراین ته وسپاري، خو واشنګټن یې مخالفت کوي.
د متحده ایالاتو په باور دغه شتمنۍ نباید یوازې اوکراین پورې تعلق پيدا کړي، بلکې امریکا او روسیه هم ترې ګټه واخیستلی شي.
په اوکراین کې دوامدارې سولې ته د لاس رسي له پاره هڅې په داسې یوه وخت کې روانې دي چې د مسکو او کیف دریځونه له یوه بل څخه ډیر واټن لري.
په داسې حال کې چې اوکراین په ځنو مواردو کې مصالحې ته تیاری ښودلی دی، د روسیې له خوا د شاتګ کولو هیڅ نښه نه لیدل کیږي. زیلنسکي اعلان کړی دی چې حاضر دی هیواد یې په ناټو کې د شاملیدو له غوښتنې څخه صرف نظر وکړي.
په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په لوهانسک او دونتسک ولایتونو کې له یو شمیر سیمو څخه چې روسیه نه ده توانیدلې هغه ونیسي، د اوکرایني ځواکونو د پرشاتګ کولو په اړه د روسیې غوښتنه د نه منلو وړ بللې ده.
زیلنسکي وویل چې د اوسنۍ لومړۍ کرښې په امتداد کې به اوربند عادلانه وي، خو د روسیې غوښتنه غیر منصفانه ده. د دې برعکس بیا روسیه پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف، د دغه هیواد دولتي تلویزون ته په یوه مرکه کې ویلي چې د برلین له خبرو اترو څخه «په سختۍ سره د یوې ښې پایلې تمه کیدلی شي.»
د نوموړي په وینا د ترمپ د سولې په طرحه کې د اروپایانو او اوکراین مشارکت «کیدای شي دومره رغوونکې نه وي.» اوشاکوف په ورته وخت کې د واشنګټن پر ستاینې ټینګار وکړ چې امریکایي لوری د روسیې دریځ درک کوي.
مسکو کې پوځي پریټ؛ پوتین وايي په اوکراین کې بریا د مسکو ده
د مسکو په سره ميدان کې پر نازي آلمان باندې د بريا د ۸۰يمې کلیزې په مناسبت رسم ګذشت ترسره شوه. پوتين، په دې ترڅ کې په اوکراين کې د مسکو د بريا خبره وکړه. د دغه پوځي پريټ نور جزيات د انځورونو په دې ګالري کې کتلی شئ: انځور: van Sekretarev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS د دويمې نړيوالې جګړې يادون او سياسي او اديالوژيکي اهداف د می نهه نیټه چې هر کال د روسي کورنيو له لوري د «بريا د ورځې» په توګه د شخصي یادونو سره لمانځل کيږي، خو حکومت تل هڅه کوي چې دا ورځ د خپلو سياسي موخو له پاره وکاروي. دا څرګندونې په خټه روسی کارپوه اليکس يوسپوف، وکړي. د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د جمعې په ورځ د می ۹مه د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال پر اوکراين د بريا خبره وکړه.
انځور: Alexander Kryazhev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS د يو شمیر کارپوهانو په آند پوتين، هڅه کوي چې دا پريټ تر ډېره بريده «نړيوال ښکاره» کړي او نړيوال مشران به هم دلته د دغه بريا د لمانځلو په موخه راځي. خو پوتين هڅه کوي د هغوی له حضوره څخه د يوه ابراز په توګه ګټه پورته کړي. په دې انځور کې له پوتین سره له پوځي پريټ څخه د کتنې پر مهال د هغه نژدې متحدینو له هغې جملې څخه ېې چینايي سیال شی جین پینګ، هم حضور درلود
انځور: Mikhail Korytov/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture alliance / ASSOCIATED PRESS په انځور کې د رهبرانو په ډله کې د چین ولسمشر شي جین پينګ، د تاجیکستان ولسمشر امامعلی رحمانوف، او د سلواکیا صدراعظم رابرت فیتسو، هم لیدل کیږي.
انځور: Yuri Kochetkov/Pool Photo via AP پوتین له خپلو کلیدي متحدینو سره په دوهمه نړېواله جګړه کې د نازي آلمان پر ضد د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۸۰مه کلیزه لمانځي. له کيڼ څخه ښي پر لور: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د قزاقستان ولسمشر صدر جباروف، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف، د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان.
انځور: Grigory Sysoyev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS مخکې له دې چې په پریټ کې زغروال وسایط او ټانکونه وښودل شي، روسي عسکر ځانګړي پوځي مراسم ادا کوي
انځور: Sergei Bobylyov/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS په دغه انځور کې د روسي فوینیکس زغروال جنګي موټر او د لنزا په نوم زغروال امبولانس لیدل کیږي چې د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال تېریږي.
انځور: Anton Vaganov/REUTERS رپوټونه وايي د مسکو په پوځي پريټ کې هغه ماډل ډرونونه او ټانګونه وښودل شول چې په اوکراین جګړه کې کارول شوي دي.
انځور: Ramil Sitdikov/SNA/IMAGO د مسکو سور میدان، پياده ځواکونه په مسکو کې د ۲۰۲۵م کال د می میاشتې په ۹مه د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا په مناسب پوځي پریټ. په دغه انځور کې د مختلفو پوځي واحدونو ځواکونه لیدل کيږي.
انځور: van Sekretarev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS په دغه انځور کې د روسي عسکر د می نهمې پوځي پریټ پر مهال د لوژ له مخې د تېرېدو په حال کې لیدل کيږي
انځور: Bai Xueqi/Xinhua/IMAGO روسیه معمولا خپل د پوځي پريټ مراسم د مسکو په سره میدان کې ترسره کوي. روسیه په دا ډول سترو پوځي مراسمو کې خپل پوځي قوت هم نندارې ته وړاندې کوي.
انځور: Maxim Bogodvid/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS روسیه په پوځي پریټ کې خپل ډول ډول توغندي هم ښيي. د آرشیف په دغه انځور کې د روسي اس-۴۰۰ ترویمف ډوله له ځمکې څخه هوا ته ويشتونکي توغندي ښودل کيږي
انځور: picture-alliance/dpa/V. Sharifulin د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو چې د پوتین له نژدې متحدینو څخه دی، د می په ۹مه له پوتین سره د روغبړ پر مهال
انځور: Alexey Nikolsky/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture alliance د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي دوهمه نړېواله جګړه کې د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۸۰مې کلیزه؛ د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي هم په دغه مناسبت د می میاشتې په ۹مه په مسکو کې له پوتین سره وليدل.
انځور: Alexey Nikolsky/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture alliance د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ د سربیا ولسمشر، الکساندر ووچیچ هم مسکو ته ورغلی. هغه په سره مېدان کې د پوځي پریټ له پېلیدو مخکې د مراسمو ځای ته وروان دی.
انځور: AP د ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو د ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو، هم د می په ۹مه په مسکو کې د روسې پوځي پريټ په مراسمو کې حضور درلود.
انځور: KIRILL KUDRYAVTSEV/AFP