1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکایانو د نیولو په تړاو طالبانو ته د امریکا جدي خبرداری

زمزمه نیازۍ | امان الله جواد
۱۴۰۴ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان د «غیرقانوني برمته کولو د ملاتړي» په توګه طبقه بندي کړ. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر افغانستان د « یرغمل نیولو په ډیپلوماسۍ» تورن کړ.

په کابل کې د طالبانو ادارې تر کنترول لاندې د ارګ ماڼۍ
امریکا د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان د «غیرقانوني برمته کولو د ملاتړي» په توګه طبقه بندي کړ.انځور: Balkis Press/ABACA/picture alliance

امریکا متحده ایالاتو په یوه تازه اقدام سره افغانستان چې او سمهال یې طالبان اداره کوي «د غیر قانوني توقیفونو د ملاتړي» هیواد په توګه یاد کړی دی.

متحده ایالاتو په دې درجه بندۍ سره افغانستان له ایران سره یوځای په دغه نوملړ کې راوستی دی. وروستیو دوه اونیو کې امریکايي چارواکو په دې دواړو هیوادونو انتقاد کړی چې د سیاسي امتیازاتو لپاره امریکایي وګړي بندي کوي.

ایران د امریکا او اسرائیلو له برید یوه ورځ مخکې د فبرورۍ په ۲۷ د غیرقانوني توقیفونو د ملاتړ کونکو هیوادونو په نوملړ کې شامل شو. دا درجه بندي په دواړو هیوادونو باندې د فشار د وسیلې په توګه رامنځته شوې ترڅو په یادو هیوادونو کې د امریکايي وګړو نیول یا یرغمل پای ته ورسوي کنه نو له سزا سره به مخ شي.

روبیو: طالبان باید «کرکجن تاکتیکونه » پای ته ورسوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه خبرپاڼه کې وویل: «طالبان لا هم د سیاسي امتیازاتو او پیسو اخیستلو لپاره د ترهګرۍ  له تاکتیکونو او سړي تښتونې څخه کار اخلي. دا کرکجن تاکتیکونه باید پای ته ورسیږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «افغانستان ته د امریکایانو سفر خوندي نه دی. ځکه طالبانو زموږ د امریکایي هیوادوالو او نورو بهرنیانو ناعادلانه نیولو ته ادامه ورکړې ده.»

روبیو له طالبانو وغوښتل چې هغه امریکایان دې بیرته آزاد کړي چې ادعا کیږي د دې ډلې لخوا نیول شوي دي. په نیول شویو کسانو کې یو  ډینس کویل، د پوهنتون څیړونکی چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې نیول شوی او بل کس افغان امریکایي محمود حبیبي، دی چې کابل کې یې یو مخابراتي شرکت ته کار کاوه او په ۲۰۲۲ کال کې لادرکه شو. د امریکا فدرال پولیسو یا « اف، بي، آی» او د حبیبي کورنۍ ویلي چې دوی په دې باور دي چې نوموړی طالبانو برمته کړی دی، خو طالبانو دغه موضوع رد کړې ده.

د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانی چارواکی ایرک لیبسون، چې په «ګلوبل ریچ» کې د ستراتیژۍ د لوړ پوړي مدیر په توګه دنده ترسره کوي، د امریکا د حکومت د دریځ ستاینه کړې. ګلوبل ریچ یوه غیر انتفاعي سازمان دی چې د حبیبي او نورو توقیف شویو امریکایانو د قضیو په تړاو کار کوي.

افغانستان ته د امریکایي پلاوي د سفر موخه د بندیانو آزادي وه؟

33:50

This browser does not support the video element.

نوموړي ویلي چې دا اقدام «د ټرمپ حکومت لخوا طالبانو ته یو څرګند او روښانه پیغام دی، چې دوی په خپل هیواد کې د نیول شویو څلورو امریکایانو د قضیو د حل کولو کیلي له ځان سره لري او تر هغه چې دا مسله حل نشي، د امریکا او افغانستان په اړیکو کې به هیڅ پرمختګ ونشي.»

«د یرغمل نیولو ډیپلوماسي»

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر مایک والتز، د دوشنبې په ورځ د نیول شویو امریکایانو مسلې ته په اشارې طالب مشران د «یرغمل نیولو په ډیپلوماسي»  تورن کړل.

والتز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د طالبانو کړنې «بدبیني ښیې». هغه زیاته کړه چې دا اندیښنه د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون سره هم صدق کوي. دا تړون له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لامل شو، طالبانو ته یې د افغانستان د نیولو زمینه برابره او د ښځو د حقونو ځپلو ته یې لاره هواره کړه.

والتز وویل: «په داسې حال کې چې متحده ایالات د (دوحې) په بهیر او د دغې پروسې له کاري ډلو سره کار ته ادامه ورکوي موږ د طالبانو د انګېزو په اړه شکمن یو.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ نه شو کولی له یوې داسې ډلې سره اړیکې او باور جوړ کړو چې د بې ګناه امریکایانو نیولو ته ادامه ورکوي او د افغانستان د خلکو بنسټیزې غوښتنې په پام کې نه نیسي.»

د ایران او وینزویلا له برخلیک سره د مخ کیدو ګواښ

د یرغمل شویو کسانو لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ادم بوهلر،  په ایکس پاڼه د یوه مطلب په خپرولو طالبانو ته ګواښ کړی چې که چیرې دوی امریکایان خوشې نه کړي نو د وینزویلا او ایران برخلیک سره به مخ شي.

نوموړي چې پخوا یې افغانستان ته سفرونه کړي او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې هم لیدلي ویلي: «متحده ایالات به نور هیڅ هغه هیواد ونه زغمي چې امریکایان یې بنديان کړي. افغانستان اوس مهال درې بې ګناه امریکایان بنديان کړي نو اوس د دې وخت دی چې هغوئ راخوشې کړي.»

نوموړي ګواښ وکړ چې که د طالبانو اداره امریکایان آزاد نه کړي، نو دوی به د وینزویلا او ایران برخلیک سره مخ شي.

 

زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب