1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي ډیپلوماټان د سوريې د نوو واکمنانو سره ليدنې ته تللي

احمد ولي اڅکزی | فرانس پرس
۱۴۰۳ آذر ۳۰, جمعه

د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې بهرني قوتونه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د سوريې نوي واکمنان به منځلاري او ټول شموله وي.

به واشنگټن کې د متحده ايالاتو د باندنيو چارو د وزارت مقر
د متحده ايالاتو د باندنيو چارو د وزارت دباندې لوحهانځور: Alastair Pike/AFP/Getty Images

د پخواني ولسمشربشار الاسد لرې کېدنې د لسیزو ظلمونه او د کلونو کورنۍ جګړه پای ته ورسوله. خو د لږکیو او ښځو د حقونو او د نیمه خپلواک کوردي سیمې د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

د پنجشنبې په ورځ په دمشق کې په سلونو  مظاهره کوونکو د ډیموکراسۍ او د ښځو د حقونو غوښتنه وکړه چې دا د اسد د لېرې کېدو راهیسې لومړۍ داسې مظاهره وه.

د سوريې په شمال ختیځ کې د قامشلي په ښار کې په زرونو کسانو د امریکا ملاتړ لرونکي، د کوردانو په مشرۍ د ځواک ملاتړ وکړ. خو دغه ځواک د ترکیې او د هغې د متحدو یاغیانو تر فشار لاندې دی.

هغه چټک برید چې اسد یې لرې کړ، د هيئت تحریر الشام (HTS) په مشرۍ ترسره شو چې د القاعدې د سوریې څانګې څخه راپورته شوی و خو اوس یې د منځلاريتوب دریځ خپل کړی دی.

بیا هم د يادې ډلې ناڅاپي راتګ په پلازمېنه کې بهرني حکومتونه اړ کړي چې نوې تګلاره جوړه کړي. په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې HTS یو ترهګره ډله ګڼل شوې ده.

امریکایي ډیپلوماټان د ۲۰۱۱ کال د حکومت ضد مظاهرو د ځپلو وروسته د کورنۍ جګړې له لومړیو ورځو راهیسې دمشق ته په رسمي ماموریت نه وو ورغلي.

د امریکا متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزارت ويلي دي چې پلاوی به د HTS له استازو سره وویني. واشنګټن د هيئټ تحرير الشام ډلې ته د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري. وزارت ويلي دي چې ياد امريکايي پلاوی به همدارنګه له فعالانو، لږکیو ډلو او مدني ټولنې سره خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، دوی به د سوریې له خلکو سره د "دوی د هېواد راتلونکې لپاره د نظر او د متحده ایالاتو د ملاتړ په اړه خبرې وکړي".

د وروکو شوو کسانو په هکله معلومات راغونډول

په دې پلاوي کې د برمته کسانو په اړه د امریکا ځانګړی استازی شامل دی چې د ورکو شوو امریکایانو په شمول د آستن تایس د لټون لپاره معلومات راټولوي. نوموړی هغه خبریال دی چې د ۲۰۱۲ م کال په اګست میاشت کې په سوریه کې وتښتول شو.

د اردن د عقبه په سیاحتي ځای کې په خبرو اترو کې لویدیځ او عربي ځواکونه او ترکیه په ګډه د شنبې په ورځ د "یو ټولشموله، غیر فرقوي او استازیتوب لرونکي حکومت" غوښتنه وکړه چې د سوریې د ټولو متنوعو ټولنو حقونو ته درناوی وکړي.

دغه غوښتنه د قاهرې په خبرو اترو کې د پنجشنبې په ورځ بیا تکرار شوه چې پکښې ترکیې او ایران ګډون کړی و، هغه هېوادونه چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې یې د بېلابېلو خواوو ملاتړ کړی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، چې هېواد یې د اسد ملاتړ کاوه، "د ټولو (سوریایي) ډلو په راتلونکي حکومت کې د ګډون... او د بېلابېلو عقایدو او مذهبونو د درناوي" غوښتنه وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د اسد پر وړاندې د مخالفینو ملاتړ یې کړی، د پخلاینې او د سوریې د "خاورې بشپړتیا او یووالي" د بیا احیا غوښتنه وکړه.  هغه همداراز د "یو له ترهګرۍ څخه پاکې سوریې جوړولو" غوښتنه وکړه.

ترکیه د کردانو په مشرتوب جنګیالیو پر وړاندې فشار زیاتوي او د پنجشنبې په ورځ یې وویل چې دوی به پوځي چمتووالي ته تر هغه وخته دوام ورکړي ترڅو چې هغوی "بې وسلې" نه شي.  د سوریې نیمه خودمختاره شمال ختیځه سیمه د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو لخوا ساتل کیږي، چې مشري یې د خلکو د ساتنې واحدونو (YPG) کوي.

ترکیه YPG د کردستان د کارګر ګوند یوه څانګه بولي، چې هم واشنګټن او هم انقره یې یو ترهګر ګروپ ګڼي. په سوریه کې د کوردانو مشران د اسد د پرځېدو هرکلی کوي او د خپلواکۍ د دورې درې ستوري لرونکی بغاوت بیرغ یې پورته کړی دی، خو د سیمې ډېر خلک د ترکیې او متحدو جنګیالیو لخوا د دوامداره بریدونو څخه ویره لري.

د زرو کسانو په شمېر خلکو د پنجشنبې په ورځ په قامشلي کې شعارونه ورکړل چې "سوریایي خلک یو دي" او "زموږ په سیمه کې جګړې ته نه وايو، د ترکیې برید ته نه وايو."

په دمشق کې احتجاج کوونکي د سيکولر دولت لپاره د شعار ورکولو پر وختانځور: Omar Sanadiki/AP Photo/picture alliance

"مذهبي واکمني نه غواړو"

په دمشق کې په همدې حال کې یوه متنوع لاريون "مذهبي واکمني نه غواړو" او "موږ یو ډیموکراسي غواړو، نه یو مذهبي حکومت" شعارونه ورکول. لاریون له هغه څو ورځې وروسته وشو چې د موقت حکومت یو ویاند وویل چې "په وزارتونو یا پارلمان کې د ښځو نمایندګي... لا تر وخت مخکې ده" د "بیولوژیکي" او نورو فکټورونو په یادولو سره.

ماجده مدرس، چې یوه متقاعده دولتي کارکوونکې ده، دغو څرګندونو په قهر کړې ده. هغې فرانس پرس خبري آژانس ته وويل:"ښځې په سیاسي ژوند کې لوی رول لري." نوموړې زياته کړه: "موږ به د ښځو پر وړاندې هیڅ ډول موقف ونه منو او هغه وخت چې موږ به خاموشه وو، پای ته رسېدلی دی." 

د اسد پرځېدو په کور دننه او بهر کې جشنونه راوپارول

د پنجشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش وویل چې د اسد پرځېدل په یوه سیمه کې چې "له ډیرو اورونو سوځیدلې" یوه "د امید ډېوه" ده.  خو هغه خبرداری ورکړ چې په وړاندې یې خنډونه شته چې پکښې د اسرائيل دوامداره هوایي بریدونه شامل دي.

نوموړي د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل: "دا د سوریې د حاکمیت او خاورې بشپړتیا سرغړونې دي، او دا باید ودریږي." د ملګرو ملتونو سر منشي همدا راز اسرائیل وغندی چې د اسد د پرځېدو وروسته یې د سوریې سره په خپله پوله کې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې سیمه کې ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.اسد د دسمبر پر اتمه نېټه روسیې ته چې اوږدمهاله ملاتړی یې و، وتښتېد او له هغه وخته یې یوازې یو عام بیان ورکړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې تر اوسه یې له اسد سره نه دي لیدلي، او زیاته یې کړه: "زه پلان لرم، زه به خامخا ورسره خبرې وکړم." هغه دا خبره رد کړه چې ګواکې د اسد پرځېدل د ماسکو لپاره یوه شاتګ دی. پوتين د کلنۍ خبري غونډي پر مهال وويل: "زه تاسو ته ډاډ درکوم چې داسې نه ده."

د روسيې ولسمشر زياته کړه: "موږ لس کاله وړاندې سوریې ته لاړو چي هلته داسې یو ترهګریز ځای رامنځته نشي لکه څنګه چې په افغانستان کې و. په ټوله کې موږ خپل هدف ترلاسه کړی دی،"

روسیه د سوريې کورنۍ جګړه کې يو کليدي ملاتړی هيواد و. په دغه جګړه کې تقريباْ نيم ميليون انسانان ووژل شول او په مليونونو نور مهاجرت ته اړ شول.اوس روسيې له دغه هيواد څخه خپل هوايي دفاعي سيسټمونه و ليبيا ته انتقال کړي دي.

د اسد له پرځېدو راهیسې یاغیانو هغه زندانونه مات کړل چې پکې لسګونه زره کسان په غیر قانوني ډول پکښې بنديان او شکنجه شوي ول.

هغوی همداراز داسې ډله ایز قبرونه موندلي دي چې اټکل کیږي تر ۱۰۰ زرو څخه زیات هغه کسان پکښې ښخ شوي وي چې له ۲۰۱۱ راهیسې په توقیف کې وژل شوي یا مړه شوي دي.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل