1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي چارواکو په ابوظبۍ کې له افغانانو سره لیدلي

۱۴۰۰ بهمن ۲۵, دوشنبه

امریکایي چارواکو په ابو ظبۍ کې د افغانانو تر احتجاج وروسته له هغوی سره لیدلي او امریکا ته یې د هغوی د احتمالي انتقال په هکله خبرې کړي دي. د ابو ظبۍ په کمپ کې میشتو افغانانو څو ورځې پر له پسې احتجاج کړی وو.

Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
انځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

متحده عربي امارات د هغو عربي خلیجي هیوادونو څخه یو وو چې له افغانستان څخه یې د هغو افغانانو د تخلیې په برخه کې مرسته کړې وه چې د طالبانو د واک ته رسیدو وروسته له هیواده وتل.

په ټولنیزو رسنیو کې خپریدونکې ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې ځینې افغانان په ابوظبۍ کې احتجاج کوي. یو شمیر افغانان ابو ظبۍ ته د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې راایستل شوي چې متحده ایالاتو او ځینې یې نورو هیوادونو ته د انتقالیدو په تمه دي.

په متحده عربي اماراتو کې د امریکا سفارت ویلي دي چې دوی «د سوله ایز احتجاج» څخه خبر دي چې موخه یې په راتلونکې کې د بیا استوګنې او سفر کولو په هلکه اندیښنې وې.

د فرانسې خبري آژانس ته د استول شوې اعلامیې له مخې امریکایي چارواکو له ځینو افغانانو سره لیدلي دي او له هغوی سره «امریکا متحده ایالاتو ته د احتمالي داخلیدو د پروسې» په هکله خبرې کړي. زیاته شوې ده چې امریکا متحده ایالاتو ته تر رسیدو دمخه د آسیب پذیره افغانانو د ارزولو لړۍ ادامه لري چې موخه یې [د متحده ایالاتو] ملي امنیت ساتل او آسیب پذیره افغانانو ته د خوندیتوب برابرول دي.

پر کابل د طالبانو تسلط د دې سبب شو چې امریکا متحده ایالات او متحدین یې تر شلو کلونو وروسته د بې نظمۍ په حالت کې له افغانستان څخه ووځي. پر دې سربیره د طالبانو راتګ د دې سبب شو چې ډېر افغانان هم د طالبانو له ویرې له هيواد څخه ووځي.

طالبانو د نرمي واکمنۍ ژمنه کړې وه او د نړیوالې ټولنې له خوا چې د مرستو په تړاو ورسره خبري کوي تر فشار لاندې دي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

خو هغوی خپل مخالفین ځپي او سیمه ایزو چارواکو پر ښځو بندیزونه وضع کړي دي.

متحده عربي امارات یو له هغو درو هیوادونو څخه وو چې پخوا یې د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلی وو.