1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې شوي

۱۴۰۱ تیر ۱۱, شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې امریکایې چارواکو په دوحه کې له طالب مشرانو سره لیدلي دي. په مارچ میاشت کې تر لیدنې کتنې وروسته، دا د قطر په پلازمېنه کې د دواړو اړخونو ترمنځ لومړنې مستقیمې خبرې اترې دي.

Afghanistan | Taliban Versammlung in Kabul
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د سرچينو په حواله طالب مشران د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شوو پیسو او د زیرمه شوو بهرنیو اسعارو د را خوشې کولو له پاره  د لارو چارو پیدا کولو هڅه کوي. دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت په افغانستان کې د وژونکي زلزلې سربیره، امریکا غواړي له طالبانو څخه دا ډاډ ترلاسه کړي چې دغه پيسې به د افغانستان د ولس د مرستې له پاره مصرفوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای لومړۍ نېټه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د چهارشنبې او پنج شنبې په ورځو کې شوو خبرو اترو پر مهال امریکا د زلزلې له امله شویو ویجاړیو وروسته د افغانستان د ولس له پاره د ۵۵ میلیونه نورو مرستو ژمنه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي دي: «دواړو اړخونو د افغان ولس د مرستې له پاره د افغانستان د مرکزي بانک د ۳،۵ میلیارده ډالره بهرنیو اسعارو د محفوظ کولو له پاره د امریکا پر اقداماتو تفصیلي خبرې کړي دي.»

سپینې ماڼۍ تیره اونۍ د دغو پیسو په اړه ویلي و چې امریکا په عاجل ډول د دې مسئلې پر حلولو کار کوي. 

تیره میاشت د افغانستان په ختیځ کې د ریشتر په اندازه ۵،۹ درجې زلزله شوې وه چې تر ۱۰۰۰ ډیرو انسانانو په کې خپل ژوند له لاسه وکړی و او په زرګونو کورونه ویجاړ شوي ول. طالبان د اغیزمنو شوو کسانو د مرستې له پاره پیسو ته ډیره اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې زیاته شوې ده چې امریکا د طالب مشرانو سره په دغو خبرو اترو کې «په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله اوښتې ځاني زیان او نورو موصیبتونو له امله ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.»

د افغانستان له پاره د امریکا ځانکړی استازی توماس ویست په دې مذاکراتو کې د امریکا د پلاوي مشري کوي.

د امریکا انديښنې او غوښتنې

په دغه اعلامیه کې د مرستو په اړه ویل شوي دي چې امریکا د «بشري مرستو په رسونه کې د طالبانو مخ پر زیاتیدونکي لاسوهنې، او د خدماتو په برخه کې د شفایت په اړه خپلې انديښنې هم شریکې کړي دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله امریکایي استازو د ښځو د حقونو په اړه پر طالب مشرانو فشار هم اچولی دی. کله چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز ولګاوه، دا د مارچ په میاشت کې د ځنډول شوو دغو مذاکراتو یوه له شخړیزو موضوعاتو څخه وه.

په اعلامیه کې ویل شوي دي «امریکا د افغان ولس د هغو غوښتنو ملاتړ کوي چې نجونو ته باید ښوونځي ته ورتګ او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړل شي، د هیواد په پرمختګ کې د برخه اخیستنې او په آزادانه ډول له یوه ځای بل ځای ته د تګ راتګ ترڅنګ د خپل نظر څرګندولو حق ورکړل شي.»

«مونږ پوهیږو چې هیواد څنګه اداره کړو»

تر شل کلنې جګړې او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، طالبانو پر دغه هیواد خپله ولکه ټینګه کړه. وروسته له هغې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان ۷ میلیارده ذخیره شوې شتمني کنګل کړه، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې هم له دغه هیواد سره خپلې په میلیاردونو ډالره مستقیمې مرستې چې د دغه هیواد نږدې ۴۰ میلیونه وګړي ور پورې تړلي یا وابسته ول، بندې کړې.

د دغو بندیزونو له امله افغانستان له شدید اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان شو، په داسې حال کې چې وروسته بیا لږې مرستې بیرته پیل شوې. امریکا اوس هم طالبان یو ترهګریزه ډله بولي او پر دې ټینګار کوي چې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو ښه کیدل یوازې په هغه صورت کې ممکن دی چې د دوی انديښنې لیري کړای شي.

په همدې منځ کې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده د لومړي ځل له پاره د جمعې په ورځ د خلکو په عام محضر کې را څرګند شو. نوموړي په دې اړه خپله وینا کې د نړیوالې ټولنې په مخاطب کولو سره وویل: «مونږ ته دا مه وایي چې افغانستان باید څنګه اداره کړو.» هغه خبرداری ورکړ چې «کفري هیوادونه به تل د یو خالص اسلامي حکومت مخالفت جاري ساتي، له دې امله وفاداران باید د خپل مطلوب شي د ترلاسه کولو له پاره، تکلیفونه وګالي.»

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا