1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امريکا ټاکنې؛ ۶۰ میليونو کسانو وار دمخه رايه ورکړې ده

۱۴۰۳ آبان ۱۱, جمعه

په داسې حال کې چې په امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته یو څو ورځې پاتي دي، د ترمپ او هرېس، ترمنځ کلکه مبارزه دوام لري. د فلوريدا پوهنتون ارقام ښيي چې خلکو د ټاکنو د وخت تر مخه د رایې اچونې له موقع څخه ښه ګټه اخيستې ده.

د امريکا ټاکنې: رايه اچوونکي د وخت د مخه ټاکنو پر مهال
د فلوريدا پوهنتون د ټاکنیزو معلوماتو د لابراتوار په حواله رایې ورکوونکو ظاهراً په پراخه کچه د وار دمخه رايه اچونې له موقع استفاده کړې ده.انځور: Jeff Kowalsky/AFP

کماله هرېس او دونالد ترمپ سپينې ماڼۍ ته د داخليدو له پاره د ټاکنیزې مبارزې په وروستیو ورځو کې مصروف دي. هغوی بېلا بېلو ایالتونو ته په سفر او د مشهورو کسانو په ملتيا سره هڅه کوي چې خپل پيغامونه خلکو ته ورسوي او د هغوی رايه خپله کړي.

د امريکا د فلوريدا پوهنتون د ټاکنیزو معلوماتو د لابراتوار په حواله رایې ورکوونکو ظاهراً په پراخه کچه د وار دمخه رايه اچونې له موقع استفاده کړې ده.

د سياسي علومو پروفيسور مايکل مکدونالد، چې د دې پروژې مشري کوي، وويل چې په کولورادو، جورجيا، آيداهو، میشيګن، شمالي کارولاېنا او ویرجينيا کې یې د لابراتوار معلومات ښيي چې په ۲۰۲۴م کال کې تر ۶۲ ميليونو ډېرو امريکايانو د وخت ترمخه رایې اچولې ده چې دا د ۲۰۲۰م کال د ټولو رايو څه نا څه ۴۰ سلنه راېې دي.

په Swing states يا ایالتونو کې چې په هغه کې شمالي کارولاېنا او جورجيا شامل دي، د ورته فيصديو رپوټ ورکړل شوی دی. په دې ځايونو کې د رایې اچونې په شرائطو پوره کابو ۴۵ سلنه خلکو وار دمخه خپله رايه کارولې ده.

 Swing states هغو ایالتونو ته ويل کيږي چې پکې کله د ديموکرات او کله د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديدان بريالي کیږي. دا په داسې حال کې ده چې په نورو ایالتونو کې بيا تل له دې دوو څخه يو ګوند بریالی کیږي.

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

04:37

This browser does not support the video element.

څارونکي په دې آند دي چې له ۲۰۲۰م کال راهېسې د ټاکل شوي وخت تر مخه د رایې اچونې په قوانينو کې تغيرات او د رایې ورکوونکو قوي احساسات باعث شوي چې ډېر خلک له دې موقع استفاده وکړي. 

د جورجيا ايالت دولتي وزير براد رافنسپرګر، د پنجشنبې په ورځ «سي ان ان» شبکې ته وويل: «د دواړو اړخونو رايه اچوونکو په جدي توګه په [وخت دمخه] رايه ورکولو کې برخه اخيستې ده. زه يوازې غواړم چې د يوه عادلانه، رښتيني او دقيق چلند په اړه ډاډمنتيا ترلاسه کړم او همدا کار کوم.»

مايکل مکدونالد، د دې رایې ورکوونکو په اړه وويل: «د وار دمخه رایې ورکوونکو هر يو یې يو داسې کس دی چې [ګوندونه] هغه د تماس له خپلو نوملړونو څخه حذف کوي. د هر رایې اچوونکي له حدف کولو سره نوره له هغه سره تماس نیولو ته اړتيا نه لري.» دا موضوع ګوندونو ته اجازه ورکوي څو خپل وخت او سرچينې لا په دقيقه او ښه توګه تخصيص کړي.

څارونکي ټينګار کوي چې د وار دمخه رایې ورکوونکو په اړه ډيټا، چې پکې د ښځو د ګډون میزان هم شامل دی، يوازې لومړۍ نخښې دي. تر اوسه د وار دمخه رایې اچوونکو څخه ۵۵ سلنه یې ښځې وې، په داسې حال کې چې د نارينه وو له پاره دا شمیر ۴۵ فيصده وو.

ب. ص/ ن. ز (ای اف پي، ای پي، ډي پي ای، رويترز)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب