1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د امریکا متحده ایالاتو ټاکنې وګټلې

۱۴۰۳ آبان ۱۶, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر اوس د دې هیواد نوی ټاکل شوی ولسمشر هم دی. دونالد ترمپ د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې خپلې دیموکراتې سیالې کاملا هریس ته ماتې ورکړه او د دویم ځل له پاره ولسمشر وټاکل شو.

دونالد ترمپ د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې تر بریا وروسته د وینا پر مهال
د امریکا متحده ایالاتو پخوانی او نوی ټاکل شوی ولسمشر دونالد ټرمپانځور: Brian Snyder/REUTERS

شولڅ ترمپ ته د بریا مبارکي ورکړه
د آلمان صدراعظم، ولسمشر او د بهرنیو چارو وزېرې د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې دونالد ترمپ ته د بريا مبارکې ورکړې. د ترمپ دوهم ځل ولسمشري به د سوداګرۍ به برخه کې د اروپا له پاره کوم عواقب ولري؟

د آلمان صدارعظم اولاف شولڅ دونالد ترمپ ته د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده. شولڅ پر خپله اکس (پخواني ټويټر) په یوه پیغام کې لیکلي: «زه دونالد ترمپ ته د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د بریا مبارکي وایم.»

د آلمان صدراعظم زیاته کړې: «آلمان او امریکا متحده ایالاتو د اوږدې مودې راهیسې په ګډه د اطلس اقیانوس دواړو لورو د هوساینې او آزادۍ د ودې له پاره په بریا کار کوي. موږ به د خپلو خلکو د رفاه له پاره دغو ګډو همکاریو ته همداسې ادامه ورکوو.»

د آلمان ولسمشر فرانک-والتر شتاین مایر په دې هکله خپل پیغام کې د امریکا متحده ایالاتو له راتلونکې ادارې سره د نژدې همکاریو د ادامې یادونه کړې او د اطلس اوقیانوس دواړو لوړو اړیکو پر اهمیت ېې ټينګار کړی دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزېرې انالینا بېربوک، دونالد ترمپ ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ یادونه کړې چې د آلمان او امریکا تر منځ اړيکې کېدای شي «د نه انکار وړ سیاسي اختلاف ولري.»

خو بېربوک ټينګار کړی چې د دواړو هېوادونو کورني سیاسي شرایط او د بهرنيو اړيکو تګلارې تر ټاکنو وروسته بیا سمون ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشریزو ټاکنو رسمي پایلو ته انتظار کیږي، د آلمان اقتصاد پوهانو د چهارشنبې په ورځ د ترمپ د دوهم ځل بریا سره له اقتصادي عواقبو څخه خبرداری ورکړ. ترمپ تر دې مخکې په کراتو ويلي چې غواړي پر اروپايي تولیداتو تعرفې وضع کړي.

د آلمان په کومیرڅ بانک کې د اقتصادي چارو مشر کارپوه یورګ کريمر، خبرداری ورکړ چې که امریکا پر اروپايي توکو تعرفې ولګوي دا به نه یوازې په متحده ایالاتو کې د آلماني توکو بېې لوړې کړي، بلکې د دې احتمال شته چې دا کار د اروپايي اتحاديې له لورې هم د ورته تعرفو لګولو سبب وګرځي «چې بهرني سوداګري به لا تر ډېر فشار لاندې راولي.»

(dpa)mks/sr
 

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ترمپ د بریا ادعا؛ د نړۍ مشرانو ورته مبارکۍ لیږلي

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون او د اسرائيل صدراعظم بنیامين نتنیاهو په ګډون د نړۍ د مختلفو هېوادونو رهبرانو دونالد ترمپ ته د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده. دونالد ترمپ په یوه وينا کې ادعا وکړه چې د امریکا ولسمشريزې ټاکنې ېې ګتلي دي، په داسې حال کې چې رسمي نتایج لا هم اعلان شوي نه دي.

د تازه معلوماتو له مخې، ترمپ د انتخاباتي کالج له ټولو رایو ۲۷۷ ترلاسه کړي دي، په داسې حال کې چې د هغه سیالې کاملا هریس بیا ۲۲۴ رایې ګتلي دي. د امریکا د ولسمشرۍ د ګټلو له پاره یو نوماند اړ دی چې د انتخاباتي کالج ۲۷۰ رایې ترلاسه کړي. دغه پایلې داسې مهال اعلانیږي چې تر اوسه پورې د ټولو رایو ۹۳ سلنه برخه شمیرل شوې ده او په رسمي توګه لا هم د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی نه دی اعلان شوی.

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند دونالد ټرمپ په فلوريدا کې د یوې وینا پر مهال د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه. هغه د خپلو پلویانو څخه مننه وکړه چې هغه ېې د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه ټاکلی دی.

اسرائيل

د اسرائيل صدراعظم، بنیامين نتنیاهو او د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون دونالد ترمپ ته چې ښکاري د امریکا متحده ایالتو ۴۷م ولسمشر به شي مبارکي ورکړې ده.

په داسې حال کې چې ترمپ په خپله وینا کې ځان د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، د اسرائيل صدراعظم د چهارشنبې په سهار پر اکس شبکه کې وليکل: «د نړۍ تر ټولو ستر بیا راتګ مو مبارک!»

هغه ترمپ ته په خطاب کې زیاته کړې: «سپينې ماڼۍ ته ستاسو تاريخي راستنېدا د امریکا له پاره یو نوی پیل او د امریکا او اسرائيل ترمنځ د ستر اتحاد بیا ژمنه ده.»
د اسرائيل د بهرنیو چارو وزير، يسرائيل کتس، هم دونالد ترمپ ته د «بریا» مبارکي ورکړې ده. هغه ليکلي چې موږ به په ګډه د امریکا او اسرائيل اتحاد غښتلی کړو، یرغملان به بېرته راستانه» او د ایران په مشرۍ د شرارت شبکې ته به ماته ورکړو.

فرانسه

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون بیا پر اکس شبکه لیکلي چې هغه امریکا سره «ګډ کار ته چمتو دی څرنګه چې موږ په څلورو کلونو کې دا کار کړی دی.»

ماکرون زیاته کړې چې دا به «ما سره ستاسو د باورونو، درناوي او هیلې سره د لا ډېرې سولې او نیمکرغۍ له پاره» ترسره کيږي. 

د اتریش صدراعظم، کارل نهامیر پر اکس شبکه ليکلي: «امریکا متحده ایالات د اتریش له پاره یو ستراتيژيک پارتنر دی.» هغه په راتلونکې کې له امریکا سره د لا قوي او نژدې اړيکو د ادامې او نړيوالو ستونزو ته په ګډه د رسیدګۍ هېله ښودلې ده.

هندوستان

د هندوستان صدراعظم، نریندرا مودي، هم دونالد ترمپ ته د هغه د «تاریخي ټاکنیزې بریا» مبارکي ورکړې ده. هغه پر اکس شبکه ليکلي چې د رايو مخکښ ګټونکي سره ګډ کار ته چمتو دی. مودي زیاته کړې: «زما دوست دونالد ترمپه! د زړه له کومې درته د تاریخي ټاکنیزې بریا مبارکي وایم.» مودي په خپل پیغام کې له ترمپ سره ګډ کار کولو ته هیله مندي ښوولې ده.

ترمپ ته دغه مبارکیانې داسې وخت ورکړل شوې چې هغه د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ ته د بريالي کېدو شرط ته چې هغه د اليکتوریال ۲۷۰ رایو ګټل دي، ډېر نژدې شوی دی.

ناټو او پاکستان په ګډون ېو شمېر هېوادونه

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلنسکي، د بریتانیا صدراعظم کي یر ستارمر، د ناټو سرمنشي مارک روټه، د ايټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني، د هسپانیا صدراعظم پېدرو سانچیز، د اروپايي کميسیون مشرې اورزولا فون دير لاین، د استراليا صدراعظم انتوني البانیزي، د روسيې پخواني ولسمشر دیميتري مديویدوف، د ايتوپيا صدراعظم ابې احمد علي، د هالند صدراعظم دیک سخوف، د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان او دغه راز د سويډن، د چک د خلکو جمهوريت، ډنمارک، سلوادور، ناروې، رومانیا هېوادونو رهبرانو هم دونالد ترمپ ته د بریا مبارکي ورکړې ده.

خپلو ملاتړو ته د ترمپ وینا؛ نوموړي د بریا ادعا وکړه

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د خپلو ملاتړو او کورنۍ د غړو په منځ کې دونالد ترمپ خپلو پلویانو ته خبرې وکړې او د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو ادعا یې وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې «که واضح ووایم، زه باوري یم چې دا په تاریخ کې تر ټولو ستر سیاسي خوځښت وو.» نوموړي زیاته کړې چې د نړۍ په مخ او زموږ د هیواد په تاریخ کې دا ډول څه نه وو پیښ شوي. ترمپ د خپلو خبرو په یوه برخه کې همدا راز ژمنه وکړه چې «خپل هیواد به رغوي». 
ترمپ په خپله وینا کې همدا راز زیاته کړه: «زه د امریکا له خلکو مننه کوم، زه یې د ۴۷م ولسمشر په توګه وټاکلم.» هغه همدا راز ژمنه او هوډ څرګند کړ چې د «هر [امریکايي] وګړي» له پاره به مبارزه کوي. نوموړي همدا راز د خپلې کورنۍ او مرستیال ډي. جې. وانس څخه هم مننه وکړه. 
دا په داسې حال کې چې لا هم د ټاکنو رسمي پایلې نه دي اعلان شوي.

ترمپ د پنسلوانیا مهم ایالت هم ګټلی دی

د جمهوري غوښتونکو نوماند دونالد ټرمپ، د متحده ایالاتو مهم ایالت پنسلوانیا هم ګټلی دی. هغه په دغه ایالت کې د انتخاباتي کالج ۱۹ رایې ګټلي دي او په دې توګه ولسمشرۍ ته لا نیږدې شوی دی. د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې پنسلوانیا مهم ایالت شمیرل کیدو او د امریکا د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو په دغه ایالت کې سخت کمپاین کړی وو. د دغه ایالت زیاتره ښاري سیمو د دموکراتانو نوماندې هریس او غیر ښاري سیمو یې بیا ترمپ ته رایه ورکړې ده.

ترمپ په مین کې د کانګریس دوهمه حوزه ګټلې

دونالد ترمپ د متحده ایالاتو د مین ایالت چې یو محافظه کاره ایالت دی، دوهمه ګانګریسي حوزه او د انتخاباتي کالج یوه اليکتورال رایه کټلې ده. کانګریسي حوزه یوه ټاکنیزه څانګه ده چې کانګریس ته د ایالت استازی معرفي کوي. مین د امریکا د هغو دوو ایالتونو څخه یو دی چې خپلې د انتخاباتي کالج دوه اليکتورال رايې په دوو برخو ویشي چې يوه ېې د ټول ایالت په سطحه ګټونکي او بله ېې هغه چا ته چې کانګریسي حوزې ته ځان رسوي، ورکوي. د دغه ایالت دوهمه کانګریسي حوزه د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو په انتخاباتو کې هم ترمپ ته ورغلې وه.

په نیو همپشایر کې د هریس بریا

کاملا هریس د نیو همپشایر د نیو اینګلند ایالت رايې ګتلي دي. دغه ایالت چې دموکراټان په کې له دوو لسیزو مخکښ دي، څلور اليکتورال رايي لري چې د دموکرات ګوند نوماندې هریس ته یې ورکړي دي. نیو همپشایر د امریکا په تېرو اتو ولسمشريزو ټاکنو له ډلې په اوو کې ېې له دموکراټانو سره درېدلی دی. رپوټونه وايي په همپشایر کې دموکراټې نوماندې مګي ګوډلندر د استازو په مجلس کې د دغه همپشایر ایالت څوکۍ ګټلې. نوموړې د ولسمشر جوبایدن د ملي امنیت سلاکار، جیک سيلوان، مېرمن ده.

ترمپ په جورجیا ایالت کې ګټونکی شو

د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند، دونالد ترمپ په ټاکنو کې مهم د جورجیا ایالت ګټلی دی. هغه له دغه ایالت څخه د انتخاباتي کالج ۱۶ رایې ګټلي دي. په شمالي کارولینا کې تر بریا وروسته، د یوه مهم اوښتونکي یا سوینګ سټیټ کې دا د ترمپ دوهمه ستره بریا ده.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو  د ولسمشریزو ټاکنو د رایو شمیرل ادامه لري، نړۍ دا وخت د امریکا د ولسشمريزو ټاکنو بهیر او پایلې څاري. د شمیرو له مخې تر اوسه پورې ترمپ تر هریس مخکښ دی خو دا نهايي پایلې نه دي ځکه تر اوسه د ټولو رایو شاوخوا ۸۲ سلنه برخه رایې شمیرل شوي دي.

جمهوري غوښتونکي به د سنا کنترول په لاس کې ولري

جمهوري غوښتونکي توانیدلي چې د امریکا د سنا د ۵۱ څوکیو په ګټلو سره، اکثریت په لاس راوړي. د کنګرې په ټاکنو کې د ۱۰۰ کسانو له ډلې ۳۴ تنه یې تازه انتخاب شوي دي خو اوه څوکۍ لا هم مشخصې نه دي چې چا ګټلي دي. که چیرته کاملا هریس د امریکا ولسمرۍ ټاکنې وګټي، په سنا کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو په موجودیت کې به د هغې حکومت له ستونزو سره مخامخ وي خو د ترمپ له پاره به دغه څه کار ډیر اسانه کړي. د امریکا په دغو ټاکنو کې د سنا مجلس له پاره هم غړي ټاکل کیږي. په داسې حال کې چې پایلې لا هم نهايي نه دي، تراوسه پورې د سنا مجلس له پاره جمهوري غوښتونکي مخکښ دي.

هريس په ویرجنیا کې ګټونکې شوه

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندې کاملا هریس تر رایو شمیرلو وروسته د امریکا د ویرجنیا ایالت ګتلی دی.

که څه هم ویرجنیا یو اوښتونکي ایالت ګڼل کيږي په دې معنی چې د مخه د یو مشخص ګوند بريا په کې واضح نه وي، خو د پایلو په تازه شمېرو کې واضح شوې چې دموکراټانو دغه ایالت ګټلی دی.

په ويرجنیا کې د دموکراټانو تر ټولو بانفوذه برخې ښاري علاقي دي چې په هغو کې فیرفکس کاونټي، نورفولک، ريچموند او شارلوتزويله ښارونه شامل دي.

د هريس لومړنۍ ماته

په داسې حال کې چې وړاندوينې په اکثرو ایالتونو کې د دونالد ترمپ په ګټه دي، په هاوارد پوهنتون کې د خلکو ارزونه ورو ورو په دې اوړي چې هریس ښايي دلته ماته وخوري. د دموکراټانو له پاره د احتمالي ناکامۍ څرک ليدل کیږي، هغه څه چې چا ېې تمه نه درلوده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب