1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بريا اعلان وکړ

۱۳۹۹ آبان ۱۴, چهارشنبه

په داسې حال کې چې د ټولو ايالاتونو د رايې اچونې نتايج لا بشپړ شوي نه دي، ولسمشر دونالد ترمپ د چهار شنبې پر سهار د خپل سيال جون بايدن په مقابل کې خپله بريا اعلان کړه.

US Wahl 2020 Donald Trump
انځور: Mandel Ngan/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو په نتیجه کې د ځنډ له کبله ولسمشر دونالد ترمپ له «درغلیو» څخه یادونه کړې ده. ترمپ په سپینه ماڼۍ کې په خپله وینا کې وویل چې د دغه هیواد سترې محکمې ته به رجوع وکړي، څو د پوست له لارې د اچول شوو رایو د شمیرنې مخه ونیسي. 

ولسمشر ترمپ په سپينه ماڼۍ کې خپلو پلويانو ته وويل: «که رښتيا ووايم موږ ګټلې ده.» خو تر اوسه د ځينو مهمو ايالاتونو لکه پنسلوينيا، ويسکونس، ميشيګن او جيورجيا څخه بشپړه نتايج لا نه دي ترلاسه شوي او د «ايدسن څیړونکو بنسټ» په حواله ترمپ د بريا له پاره لا د ۲۷۰ «اکیکترول کالج» رايو ته اړتيا لري.

دونالد ترمپ په فلوریډا ایالت کې تر یوې سختې مقابلې وروسته بریا ترلاسه کړې ده. خو د څو مهمو ایالتونو پایلې لا نه دي معلومې شوې.د مختلفو سرچینو په حواله دونالد ترمپ تر اوسه پورې په فلوریډا، اوهایو، کینټکي، کنساس، لویزیانا، انډیانه، ویسټ ورجینیا، ساوت کیرولاينا،ایډاهو، الاباما، میسیسیپي، ټینیسي، اوکلوهاما، آرکانزاس، ساوت ډاکوټا، میزوري، نبراسکا، آییووا او مونتانا کې له خپل سیال جوبایډن نه مخکې دی.

خو بایډن بیا د هوایې، مینیسوتا، کولوراډو، نیو میکسیکو، کالیفورنیا، نیو هیمشاير، اوریګان، ورمونټ، ورجینیا، واشنګټن، رود آیې لینډ، نیویارک، نیوجرسي، ماسیچیوستس، میري لینډ، الینوایې، ډیلاویئر، کنیکټیک او ډسټرکټ آف کولمبیا په ایالتونو کې ټاکنې ګټلي دي.

پنسلوینیا او فلوریډا په څیر ایالتونه «پریکړنده ایالتونه» بلل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب