1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکو ته د امریکا د سفارت خبرداری: فساد بند کړی

۱۳۹۹ بهمن ۲۵, شنبه

په افغانستان کي د امریکا سفارت افغان چارواکو ته خبرداری ورکړی دی، چي د کرونا سره د مبارزې ځانګړې سوې بودجه کي اختلاس او فساد بند کړي. ویل کیږي، چي اکثره دغه پیسې شخصي جیبونو ته لویږي.

Währung | Euro, Yuan und Dollar
انځور: Antonio Pisacreta/ROPI/picture-alliance

د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په نشرولو سره تشویش ښکاره کړی دی چي په لس هاوو افغان چارواکي د کرونا سره د مبارزې په تخصیص سوې بودجه کي د سؤ استفادې په دلیل لوی څارنوالۍ ته معرفي سوي دي.

د اعلامیې په یوه برخه کي راغلي دي، «د قانون دغه تر پښو لاندي کیدل، افغانانو ته نه یوازي د مالي لحاظه ضربه ورکړې، بلکي ضروري او لازمو صحي خدماتو ته یې د هغوی لاسرسی هم د خنډ سره مخامخ کړی دی. فساد بند کړی.»

همدا یوه اونی دمخه د افغانستان د کنټرول او تفتیش ادارې، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د پروګرام په چوکاټ کي، شخصي جیبو ته د کرونا د اختصاص سوي بودجې د لویدو او اختلاس تر ۲۲۰ اضافه حکومتي چارواکو د تورن کیدو څخه پرده پورته کړه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب