1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

ميلر ښايي امريکايي ځواکونه ډېر ژر له افغانستانه وباسي

۱۳۹۹ آبان ۲۵, یکشنبه

د امريکا د دفاع نوي سرپرست وزير، کريستوفر ميلر، له افغانستان او نزدې ختيځ څخه د امريکايي ځواکونو د چټک ايستلو خبره کړې ده. ميلر وويل چې «اوس د دې وخت دی چې خپل کور ته ستانه شو.»

USA Washington | Christopher Miller, kommissarischer Verteidigungsminister
انځور: Manuel Balce Ceneta/AP Photo/picture alliance

دغه خبره ميلر امريکايي ځواکونو ته په خپل لومړي پيغام کې کړې ده. ميلر د دونالد ترمپ تر انتخاباتي ماتې دوه ورځې وروسته د دفاع د سرپرست وزير په توګه نومول شوی وو. «ټول جنګونه بايد ختم شي» او «ډېر خلک له جنګونو ستړي دي - زه هم يو ورڅخه يم»، دغه خبره ميلر په يوه خبرپاڼه کې کړې ده چې د شنبې په ورځ د متحده آيالاتو د دفاع وزارت پر ويبپاڼه خپره شوې ده.

د میلر په وينا د يولسم سپتمبر د بريدونو څخه ۱۹ کاله وروسته متحده آيالات ټينګه اراده لري چې تروريستي شبکه القاعده ماته کړي. خو په وينا يې د جنګونو پای ته رسول «جوړ جاړي» او «همکاريو» ته هم اړتيا لري.

ميلر همدا راز زياته کړې ده چې «موږ ډېره هڅه کړې ده. اوس د دې وخت دی چې خپل کور ته ستانه شو.» ميلر د امريکايي ځواکونو کوم دقيق لېږد نه دی مشخص کړی. خو د القاعدې شبکې يادونه ښايی افغانستان او عراق ته يوه اشاره وي. 

متحده آیالاتو لا تر مخه په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر را کم کړی دی. انځور: picture-alliance/AP Photo/Operation Resolute Support Headquarters/Sgt. Justin T. Updegraff

ترمپ ته يوازې ۶۷ ورځې پاتې دي

تر ميلر وړاندې د متحده آیالاتو د دفاع پخواني وزير، مارک اسپر، د خپلې کاري دورې پر مهال په افغانستان کې د متحده آيالاتو د ځواکونو شمېر دوه په درې کم کړی وو. تر دې لا مخکې د امريکا د متحده آيالاتو او د طالبانو تر منځ د سولې يو تړون لاسليک شوی وو. دا چې ترمپ د نومبر د دريمې نېټې ولسمشريز انتخابات بايللي دي، نو يوازې ۶۷ ورځې ورته د برحاله ولسمشر په توګه پاته دي، څو د ځواکونو د ايستلو بهير پيل کړي. 

AFP/ns/kh