1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

امریکايي قواوو د کندهار نظامي اډه ملي اردو ته وسپارله

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۵, شنبه

د افغانستان د دفاع وزارت اعلان کړی دی، چي امریکايي قواوو د کندهار د هوايي میدان نظامي اډه ملي اردو ته سپارلې او ورڅخه وتلي دي. د نظامي اډو او کمپونو څخه د امریکایي قواوو وتل دوام لري.

US Soldaten am Flughafen in Kandahar
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو په ادامه د کندهار دهوايي میدان نظامي قرارګاه، چي یو وخت په افغانستان کي د امریکايي قواوو دوهمه لویه قرارګاه وه، وتلي او هغه یې ملي اردو ته سپارلې ده.

د افغانستان د دفاع د وزارت معاون، فواد امان ډویچه ویله ته وویل، د ملي اردو عسکر به پسله دې ددغي اډې څخه د ترهګرۍ پرضد مبارزې په لار کي استفاده وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د افغانستان امنیتي قواوو ته د خارجي قواوو څخه د نظامي اډو او کمپونو د سپارلو پروسه جریان لري.

تر اوسه پوري ناټو او امریکايي قواوو د کندهار، کابل، هلمند او بلخ په ولایتونو کي یوه نظامي قرارګاه او درې کمپونه افغان امنیتي قواوو ته سپارلي دي.

د افغانستان څخه د بین المللي قواوو د وتلو پروسه دهمدې می میاشتي د اولي څخه پیل او په نظر کي دي، چي د همدې عیسوي کال تر سپټمبر میاشتي پوري تکمیل سي.

آ./م.ق./ا.ا.