پتناګون ویلي دي چې په اګست میاشت کې د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو د سقوط ریښه احتمالاً د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې ده. په تړون کې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو ژمنه شوې وه.
اعلان
د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مشر، جنرال فرانک مکنزي، د امریکا د کانګرس د پوځي چارو کمیټې ته ویلي چې په اپریل میاشت کې وروسته له هغې چې ولسمشر بایډن په سپتمبر میاشت کې د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو د پریکړې په موخه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر تر ۲۵۰۰ سرتیرو کم کړ، د امریکا له ملاتړه د برخمن افغان حکومت شکست شدت پیدا کړ.
دغه جګپوړي امریکايي جنرال همدا راز ویلي دي چې «د دوحې تړون په حقیقت کې تر ټولو ډیر له رواني پلوه د افغانستان پر حکومت او پوځ منفي اغیز وکړ. خو بیا هم موږ د اخراج او دا چې [افغان حکومت] به تر کوم وخته پورې مرسته ترلاسه کوي، یو تاریخ ټاکلی وو.» د دغه امریکايي جنرال اشاره د ۲۰۲۰م کال په فبروري میاشت کې د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د حکومت پر مهال د طالبانو او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوي د دوحې تړون ته وه.
د دوحې په تړون کې ژمنه شوې وه چې امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱م کال تر مې میاشتې پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي او طالبانو هم د پر امریکايي او بهرنیو ځواکونو د بریدونو د توقف ژمنه کړې وه.
مکنزي د سنا مجلس د مسلحو ځواکونو کميټې ته همدا راز توضیح ورکړه چې د «اوږدې مودې له پاره» هغه په دې باور وو چې که چیرته امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ سرتیرو ته را ټیټ کړي، لومړی به د افغانستان حکومت او بیا وروسته به یې امنیتي ځواکونو هم سقوط وکړي.
دغه امریکايي جنرال همدا راز تشریح کړې چې د دوحې تړون د رواني اغیز سربیره، په اپریل میاشت کې د ولسمشر بایډن د امریکايي سرتیرو د کمولو پریکړې په افغانستان کې د تیرو ۲۰ کلونو پر هڅو یو بل منفي ګوزار وو، دا ځکه چې دغه پریکړه د دې سبب شوه چې امریکايي ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو له وضعیته بې خبره پاتې شول او د افغان ځواکونو په واحدونو کې نور امریکايي سلاکارانو حضور نه درلود.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند
په افغانستان کې د طالبانو له لوري په دراماتیک ډول د واک پر نیولو سربیره، ورځنی ژوند روان دی. خو ورځ تر بلې ژوند د تغیر په حال کې دی، په ځانګړي ډول د ښځو له پاره.
انځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERS
د نارینه وو نړۍ
له افغانستان څخه خپریدونکي انځورونه او ویډیوګانې په ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ښيې، لکه د هرات په دغه رستورانت کې، چې مشتریانو ته هرکلی ویل کیږي. خو د پخوا په پرتله د پام وړ یو بدلون تر سترګو کیږي: د میزونو شا او خوا یوازې نارینه لیدل کیږي چې زیاتره یې دودیز کالي اغوستي وي او د ځینو یې پګړۍ پر سر وي. په ښارونو کې د ښځو شمیر ډیر کم شوی.
انځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERS
د نجونو او هلکانو د صنفونو جلا کیدل
د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې یوې پردې دغه محصلین سره جلا کړي دي. د جنسیت له مخې جلا والی دلته یوه رسمي پالیسي ده او ښایي لا پسې پراخه شي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي څو ورځې مخکې په کابل کې وویل: «په ګډو صنفونو کې زده کړه له یوې خوا له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ده او له بلې خوا د افغانانو د ملي، فرهنګي او عنعنوي ارزښتونو سره په تضاد کې ده.»
انځور: AAMIR QURESHI AFP via Getty Images
له لاسه تللي آزادي
د ائتلافي ځواکونو تر شل کلن حضور وروسته هغه حقوق چې ښځو ترلاسه کړي وو ژر له منځه ولاړل. د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال په خبره د ښځینه ورزشکارانو له پاره به سپورت منع شي.
انځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERS
هر ځای تالاشۍ
طالبانو هر لوري ته د تالاښۍ پوستې جوړې کړي دي. خلک په وسلو سمبال طالبانو څخه اندیښنه لري او له دې کبله غواړي د امکان تر حده د چا د پاو وړ و نه ګرځي. غربي لباس ډیر کم تر سترګو کیږي او په درنو وسلو سمبال کسان زیات ليدل کيږي.
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance
د کار په انتظار
په کابل کې هغه کارګر چې په ورځني مزد کار کوي، د یوه سړک پر غاړه په دې تمه دي چې یو څوک یې کار ته بوځي. افغانستان چې د طالبانو تر ولکې دمخه يې هم اقتصادي وضعيت کمزوری وو، اوس د اقتصادي سقوط او لا زیاتې بې روزګارۍ سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په راتلونکو میاشتو کې زیات انسانان بې وزلي ګواښي.
انځور: Bernat Armangue/dpa/picture alliance
د بشري حقونو له پاره مبارزه
له افغان مېرمنو سر پر بې رحمانه سرکوب سربیره هغوی بیا هم د خپل تعلیم، کار او مساوي حقوقو غوښتنه کوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبر ورکړی دی چې سوله ایز لاریونونه هم د تاوتریخوالي ډک چلن سره مخامخ کیږي. طالبانو مظاهره کوونکي په لښتو او درو وهلي او فیرونه يې پرې کړي دي چې تر اوسه د څلورو کسانو د وژل کیدو او نور ډېرو د ټپيانيدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
انځور: REUTERS
د طالبانو پلویان
له بل لوري دغه ښځې وایي چې دوی د طالبانو له نویو مقرراتو څخه راضي دي. دغه ښځې چې د طالبانو امنیتي کسانو بدرګه کولې، د طالبانو له چلن څخه بشپړ رضایت ښکاره کاوه. د دغو لاریون کوونکو په خبره هغه میرمنې چې له هیواده وځي د دوی استازیتوب نه کوي او په دې باور دي چې اسلامي قوانین د هغوی خوندیتوب تامینوي.
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images
د کابل پوهنتون تالار
د طالبانو ضد لاریونونو برعکس دا ځل د هغوی [طالبانو] په پلوۍ لاریون ته خبریالان هم وربلل شوي ول. ځینې هغه خبریالان چې د طالبانو ضد لاریونونو ته یې خبري پوښښ ورکاوه د طالبانو له خوا له سخت تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وو. دا د بدلیدونکي وخت په ځانګړې توګه د ښځو له پاره یو روښانه نښانه ده.
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images
انځورونه1 | 8
د امریکا دفاع وزیر لوید آسټین هم د مکنزي ترڅنګ د په دغه استماعیه غونډه کې ګډون درلود او ویې ویل چې د مکنزي له تحلیل سره موافق دی. آسټین په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د دوحې په توافقنامه کې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د هوايي بریدونه د درولو ژمنه کړې وه. هغه وویل: «له همدې کبله طالبان لا غښتلي شول او پر افغان امنیتي ځواکونو یې خپلو تهاجمي بریدونو ته شدت ورکړ او افغانانو په هره اونۍ کې ګڼ شمیر خلک له لاسه ورکول.»