د جو بايډن ادارې د افغانستان د تخليې په هکله راپور بشپړه کړی دی. په دغه راپور کې له افغانستان څخه د وتلو پر وخت د زياتي ګډوډيو پړه د ټرمپ په مشرۍ پر مخکني حکومت اچولې ده.
دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اپريل ۶ نېټه) خپور شوی دی، پکې راغلي دي چې جو بايډن په خپلو پرېکړو کې ځکه «تر زياتې اندازې محدود» و، چې د ټرمپ له خوا داسي شرايط رامنځته شوي ول.
دغه راپور د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت شورا په مشرۍ د بيلو استخباراتي ادارو په همکارۍ چمتو شوی دی.
دغه هم ولولئ: طالبان: امريکا په ملکيانو باندې په بمبارۍ سره د دوحې هوکړه ليک نقض کړی دی
پر ولسمشر جو بايډن د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتې په پای کې له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو پروسې او له کابل څخه د خلکو د رايستلو په ترڅ کې زياتې نيوکې شوي دي. د افغانستان تر تخليې دوې اونۍ مخکې وسله وال طالبان کابل ته داخل شول او د واک چارې يې په خپل لاس کې واخيستې. د افغانستان تر بشپړي تخليې څو ورځې دمخه د کابل په هوايي ډګر کې ترهګر بريد په لسونو افغانان او ۱۳ امريکايي عسکر ووژل.
جان کيربي خبريالانو ته د راپور خلاصه وړاندې کړهانځور: John Kirby/REUTERS «د قطر تړون يې لامل و» راپور د بايډن د ولسمشر کېدو پر وخت په افغانستان کې د امريکا له پاره د واک د ناوړه وضعيت پړه پر جمهوري غوښتونکي سياستوال ټرمپ اچولې ده. ويل شوي دي چې کله چې بايډن سپيني ماڼۍ ته راغلی نو وسله وال طالبان له ۲۰۰۱م کال راهيسې په تر ټولو قوي پوځي حالت کې ول. زياته شوې چې دا په داسي حال کې چې په افغاسنتان کې هغه وخت صرف ۲۵۰۰ عسکر پاته ول چې د جګړې له پېل راهيسې دا په افغانستان کې د امريکايي عسکرو تر ټولو کم شمېر و.
د دې لامل د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د طالبانو سره د ټرمپ د ادارې له خوا د قطر تړون بلل شوی دی. په دغه تړون کې توافق شوی و چې امريکايي عکسر به د ۲۰۲۱م کال تر می مياشتې پورې له افغانستان څخه خپل ټول عسکر باسي. په بدل کې طالبانو ويلي ول چې پر امريکايي ځواکونو به بريدونه نه کوي.
د قطر د تفاهم په نتيجه کې بايد په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور راکم کړل شوی وای. د راپور له مخې خو د ټرمپ له حکومت حکومت څخه بايډن ته هيڅ داسي پلانونه نه ول پاتي چې په افغانستان کې د پاته حضور ختمولو او د امريکايي وګړو او افغان همکارانو د رايستلو سره دي مربوط وای.
دغه هم ولولئ: امریکايي رسنۍ: دوحه کې د امریکا او طالبانو استازو ملاقات کړی
په راپور کې زياته شوې ده چې بايدن له طالبانو سره په همږغۍ د افغانستان د تخليې وخت اوږد کړ. د امريکا د ملي امنيت شورا د اطلاعاتي څانګې رئيس جان کېربي د پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د دغه راپور په تړاو معلومات په يوه خبري ناسته کې وړاندي کړل.
له راپور څخه څرګنديږي چې جو بايډن له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ايستلو له پاره د چمتو والي نيولو په ترڅ کې د وخت د کمښت له کبله تر فشار لاندي و.
په راپور کې د امریکا د دفاع وزير لويد آستين د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر د ۲۸ نېټې نقل قول راوستل شوی دی. هغه ويلي ول چې داسي ښکاره معلومات يې لرل چې که امريکايان د قطر تړون عملي نه کړي، نو طالبان به پر امريکايانو بريدونو ته دوام ورکړي.
په نتيجه کې د اګست مياشتي پر ۳۱ نېټه آخري امريکايي عکسر له افغانستان څخه ووتل. له دې سره په افغانستان کې هغه نړيوال پوځي ماموريت پای ته ورسېد چې تقريباً شل کاله يې دوام وکړ. دغه جګړه د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه بلل کيږي.
د کابل هوايي ډگر دباندې په زرونو افغانان راټول شوي ول چې تخليه کړل شيانځور: Staff Sgt. Victor Mancilla/U.S. Marine Corps/REUTERS «د کابل هوايي ډګر دراماتيکې صحنې» کله چې وروستۍ امريکايي نظامي الوتکې له کابل هوايي ډګر څخه پورته کېدلې، نو په کابل کې خورا دراماتيکې صحنې رامنځته شوې. انسانانو حتی د امريکايي پوځي الوتکو په وزرو پوري ځانونه ټينګ کړي ول چې څو کسان پکښې مړه هم شول. په دې ترڅ کې د کابل هوايي ډګر دروازې ته په زرونو انسانان راټول شوي ول چې غوښتل يې له هيواده ووځي. په دغه حالت کې د اګست مياشتي پر ۲۶ نېټه ځانمرګی بريد وشو چې په لسونو انسانانو پکې مړه او ژوبل شول.
ټرمپ او د بايډن نورو سياسي مخالفينو د پنجشنبې په ورځ د دغه راپور پر څرنګوالي او پکې د پيښو د وړاندې کولو پر طرز سختې نېوکي وکړې. ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» په خپل غبرګون کې بايډن او د په سپينه ماڼۍ کې د هغه همکاران هغه «احمقان» وبلل چې غواړي د «ناسمو معلوماتو» له لارې په افغانستان کې د خپلې «په لوړه اندازه ناوړه تسليمۍ» ټوله پړه پر ده واچوي. ټرمپ ليکلي دي: «بايډن مسؤل دی بل هيڅوک نه.»
د امريکا د استازو په جرګه کې د بانديو چارو کمېټې رئيس او د جمهوري غوښتونکي ګوند سياستوال، مايکل مک کاول په ليکلې بڼه خپل غبرګون ښودلی دی. هغه ليکلي دي: «ولسمشر بايډن د وتلو فيصله وکړه او دقيقه نېټه يې وټاکله. د پلان جوړولو او عملي کولو پر وخت د سترو تېروتنو پړه د هغه پر غاړه ده.»
دغه هم ولولئ: طالبان: امريکا له افغانانو سره د بشري مرستو ژمنه کړې
کيربي ويلي دي چې بايډن د امريکا متحده ايالتو د ټولو نظامي ماموريتونو د اوامرو مسؤليت پر غاړه لري. هغه زیاته کړه چې بايډن البته مخ پر وړاندې په دې آند دی چې له افغانستان څخه د وتلو امر درست و. په وينا يې امريکا په ستراتيژيکه توګه اوس تر پخوا په بهتر او قوي دريځ کې واقع ده، ځکه چې په افغانستان کې په مځکنۍ جګړه کې ښکېله نه ده.
د هغه په وينا له همدې امله امريکا کولای شي د اوکراين ملاتړ وکړي، په نړيواله توګه خپل امنيتي مسئوليتونه پوره او د چين سره سيالي وکړي. هغه له افغانستان څخه له ۱۲۴ زرو زياتو انسانانو خوندي رايستل يوه بريا وبلله.
د ۳۰۰ زرو افغان عسکرو او امنيتي کسانو جګړه نه کول کيربي وويل دا چې له افغانستان څخه د وتلو په صورت کې به دا ډول دراماتيک وضعیت رامنځته کيږي، چا يې وړاندوينه نه شوای کولای. د هغه په وينا نه له کابل څخه د افغان ولسمشر تېښته او نه په کابل کې د طالبانو د واک نيونه د استخباراتي ادارو له خوا پيشبيني شوي ول. د هغه په وينا دا هم مخکې نشوای پيشبيني کېدلای چې ۳۰۰ زره روزل شوي مجهز افغان عسکر او امنيتي کسان به د خپل هيواد له پاره جګړه نه کوي. کيربي وويل چې افغان حکومت ورته بل شانته تضمين ورکړی و.
د پنجشنبې په ورځ د راپور خلاصه شوې بڼه خپره شوه. د امریکا متحده ايالاتو حکومت له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو په تړاو د پلټنې امر ورکړی و. ويل شوي دي چې د دغه پلټنې پايلي او راپور به يې و کانګريس ته وړاندي کړل شي. زياته شوې ده چې له دغه حالت څخه باید زدکړه شوې. په راپور کې راغلي دي چې که د ماموريت په ځای کې امنيتي وضعه خرابه شي نو اوس وختي وتل غوره بلل کيږي.
آ./ا.ا./ن.ز.
د دوحې له تړونه د جمهوریت تر سقوطه؛ د افغانستان اړونده مهمې پیښې
د ۲۰۲۱م کال د اګست ۱۵مه، هغه ورځ چې طالبان کابل ته ننوتل او د ا فغانستان پخوانی جمهوري نظام ونړید. د انځورونو په دې ګالري کې د افغانستان اړوند مهمې سیاسې پیښې را ټولې شوي، داسې پیښې چې د افغانستان برخلیک ورسره بدل شو. انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې ۲۹مه د امریکا د هغه مهال ولسمشر دونالد ترمپ ادارې په دوحه کې له طالبانو سره توافق لاسلیک کړ چې پکې امریکا د همدې کال د مې تر لومړۍ د خپلو عسکرو د وتلو ژمنه کړې وه. په تړون کې طالبانو پر امریکا د نه برید ژمنه کړې وه خو پر افغان امنیتي ځواکونو یې بریدونو ته شدت ورکړی و.
انځور: AFP/G. Cacace د ۲۰۲۱م کال د اپریل ۱۴مه نیټه د امریکا متحده ایالاتو نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بایډن هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ماموریت عملي کوي. بایډن په دې ورځ وویل چې په افغانستان کې پاتې دوه نیم تر درې نیم زره امریکايي عسکر به د سپتمبر میاشتې په ۱۱مه افغانستان ترک کړي څو د امریکا تر ټولو اوږد جنګ پای ته ورسیږي.
انځور: Wali Sabawoon/AP/picture alliance د ۲۰۲۱م کال د مې او اګست میاشتې طالبانو په دې میاشتو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونو ته شدت ورکړی وو او یو شمیر سیمې یې نیولې وې. په ولایتونو کې ولسوالۍ په ولسوالۍ سقوط روان دی او په ځینو پیښو کې ولسوالۍ پرته له جګړې طالبانو ته سپارل کیږي. د اګست میاشتې په نیمايي کې طالبانو د ځینو سترو ښارونو په شمول نیږدې ټول افغانستان تر ولکې لاندې راوستی وو.
انځور: Getty Images/AFP د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تر وتلو وروسته، طالبان کابل ته ننوځي او په لنډ وخت کې په ارګ کې د طالبانو انځورونه خپریږي. په دې ورځ د افغانستان ۲۰ کلن جمهوري نظام سقوط شو او طالبان تر ۲۰ کلنې جګړې وروسته یو ځل بیا واک ته ورسیدل.
انځور: Zabi Karim/AP/picture alliance واک ته د طالبانو د رسیدو په دوهمه ورځ زرګونه افغانانو د کابل پر هوايي ډګر هجوم وکړ تر څو له افغانستان څخه د تخلیې په ماموریت کې وایستل شي. په دې ورځو کې د کابل په هوايي ډګر د خلکو بیروبار هر څه ګډوډ کړي وو. د تخلیې پرمهال د معلوماتو له مخې لږ تر لږه دوه کسان له الوتکې را ولویدل.
انځور: LANCE CPL. NICHOLAS GUEVARA/UPI/imago images د طالبانو په لومړني خبري کنفرانس کې د طالبانو ویاند د پخوانیو پوځیانو د عفوې خبره وکړه او ویې ویل چې طالبان به شریعت په چوکاټ کې د ښځو د تعلیم او کار په مخ کې خنډ جوړ نه کړي. طالبانو تر اوسه هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه نه ده ورکړې.
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images له کابله د تخلیې د ماموریت پرمهال داعش ډلې د خلکو په منځ کې چاودنه وکړه چې پکې ۱۳ امریکايي پوځیان او لږ تر لږه ۶۰ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. څو ورځې وروسته بیا امریکا په کابل کې پر یوه کور برید وکړ. امریکا په لومړیو کې پر داعش د برید خبر ورکړی وو خو بیا وروسته معلومه شوه چې په برید کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکیان وژل شوي وو.
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان پانګې کنګل شوې چې له امله یې په افغانستان کې بانکي نظام له ستونزو سره مخامخ شو او افغانان د نغدو پیسو له کمښت سره مخامخ شول. په دې میاشت کې امریکا او ګڼ شمیر هیوادونو له افغانستان سره خپل مالي تعهدات هم ودرول.
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر میاشت په افغانستان کې طالبانو د ښوونځیو په پرانیستلو اقدام وکړ خو نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي د زده کړې اجازه ورکړل شوې. د افغانستان پوهنتونونو کې هم د نجونو او هلکانو ټولګي سره جلا شول او په دې ترڅ کې ګڼ شمیر د پوهنتون استادان هم له هیواده ووتل.
انځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS واک ته ترسیدو وروسته طالبانو د خپلې سرپرستې کابینې د جوړولو اعلان وکړ چې پکې یوازې د طالبانو څیرې او نارینه پکې موجود ول. طالبانو هغه مهال ویلي ول چې په حکومت کې به ټول شموله وي خو لا هم طالبانو خپله دغه ژمنه نه ده پوره کړې.
انځور: Pakistan Ministry of Foreign Affairs /AP/picture alliance د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په خرابیدو د نړیوالو له لوري مرسته شوي توکي په الوتکو کې افغانستان ته رسیږي. ملګرو ملتونو د بشري ناورین خبرداری ورکړی او له نړۍ د میلیونونو ډالرو د مرستې غوښتنه کوي. ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له شدید کمښت سره مخامخ دي او د مرستو د نه رسیدو په صورت کې به بشري ناورین رامنځ ته شي.
انځور: Ali Khara/REUTERS د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر ۲۵مه د یوې میاشتې په تیریدو په افغانستا کې بشري او اقتصادي وضعیت لا پسې خراب شوی دی او په دې ورځو کې د هغو کسانو شمیر چې د خوراکي موادو له شدید کمښت سره مخامخ دي دوه برابره شوی او ان ۲۲،۸ میلیونه ته لوړ شوی دی. ملګري ملتونو ویلي ول چې له دې ډلې شاوخوا نهه میلیونه خلک له بیړني وضعیت سره مخامخ دي چې پکې شاوخوا ۳،۲ میلیونه ماشومان هم شامل دي. ملګري ملتونو په همدې وخت کې د خوارځواکۍ د ډیریدو خبرداری ورکوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ ۱۱مه نیټه د امریکا ولسمشر جوبایدن د یوه فرمان په لاسلیک کولو د افغانستان د ټولو تقريبا ۷ میلیارده کنګل شویو ډالرو نیمايي برخه راګرځوي. په دې ورځو کې په امریکا کې په دغو پیسو د سپتمبر د ۱۱مې د پیښې د قربانانو دعوا روانه ده. امریکا وویل چې د کنګل شویو پیسو نیمايي دې د افغانستان د بشري وضعیت د کنترول له پاره وکارول شي او له هغه وخت راهیسې امریکا او طالبانو د یادو پیسو پر آزادولو مذاکرات کوي.
انځور: Evan Vucci/AP/picture alliance د نجونو د ښوونځو تر پرانیستل کیدو سمدلاسه وروسته طالبانو د ښوونځیو د بیرته تړلو امر وکړ او له شپږم ټولګې پورته نجونې یې ښوونځي ته له تګه بیرته را وګرځولې. ښوونځیو ته رسیدلو نجونو ته وویل شول چې بیرته کورونو ته ولاړې شي. پر طالبانو تر نن ورځې پورې د نجونو د ښوونځیو د بندولو په برخه کې انتقادونه کیږي.
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images د ۲۰۲۲م کال د مارچ ۳۰مه نیټه په دې میاشت کې په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې کړکیچن شوی وو او د شمیرو له مخې په دې وخت کې د فقر کچه ۹۷ سلنې ته لوړه شوې وه. په ۲۰۲۰ م کال کې په افغانستان کې فقر د افغانستان د ټول نفوس نیمايي برخې ته رسیدلی وو. ملګرو ملتونو په دې ورځو کې د لا ډیرو مرستو غږ وکړ او د بشري ناورین دوامداره خبرداري ورکوي.
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance د ۲۰۲۲م کال د مې میاشتې ۷مه د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د یوه فرمان په صادرولو سره په ټولو عامه ځایونو کې د بشپړ حجاب مراعتولو امر وکړ. طالبانو همدا راز له میرمنو وغوښتل چې یوازې د اړتیا په صورت کې دې له کورونو را وځي. د طالبانو د دغه اقدام پر وړاندې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه هم را وپاریدل.
انځور: Javed Tanveer/AFP د ۲۰۲۲م کال د جون ۲۲مه نیټه په دې ورځ د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونه یوې شدیدې زلزلې وځپل چې پکې تر ۱۱۰۰ ډیر کسان ووژل شول او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل. په دې وخت کې طالبان هم د مرستو رسولو له ستونزو سره لاس او ګریوان دي او پر نړیوالو یې د مرستو غږ وکړ.
انځور: AP Photo/picture alliance د ۲۰۲۲م کال د جولای ۳۱مه نیټه امریکا متحده ایالاتو د کابل په زړه کېد یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړ. امریکايي چارواکو پر طالبانو الظواهري ته د پناه ورکولو تور پورې کړ او طالبانو یې بیا په ځواب کې ویلي چې د طالبانو مشران په افغانستان کې د الظواهري له شتونه بې خبره وو او د یادې پیښې په هکله یې د پلټتنو خبر ورکړی، داسې چې تر اوسه یې جزئیات نه دي خپاره شوي.
انځور: B. K. Bangash/AP Photo/picture alliance د دوحې له تړونه د جمهوریت تر سقوطه؛ د افغانستان اړونده مهمې پیښې د دوحې له تړونه د جمهوریت تر سقوطه؛ د افغانستان اړونده مهمې پیښې
انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance