ترمپ ولې امي بېريت سترې محکمې ته نومولې ده؟
۱۳۹۹ مهر ۶, یکشنبههغه د جنين د سقط مخالفه او ډېره مذهبي ده چې کېدای شي ډېر ژر به له نورو قاضيانو سره يو ځای د متحده آيالاتو په ستره محکمه کې د دغه هېواد د قضا لوری تعيين کړي: امي کونې بېريت چې د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۲۷مه) د روث بيدر ګينزبرګ د ځای ناستې په توګه معرفي شوه.
په داسې حال کې چې ګينزبرګ د ښځو د حقونو او آزادۍ مخکښه څېره وه، اوس کاتوليکي بېريت نه يوازې له محافظه کارې، بلکې له ډېرې مذهبي امريکا څخه هم استازيتوب کوي. داسې ښايي چې د هغې نومېدنه به اوس د امريکا په متحده آيالاتو کې جاري کلتوري شخړه نوره هم پسې توده کړي. دا ځکه چې بېريت نه يوازې د دې کلک مخالفت کوي چې ښځې دې خپله پرېکړه کوي چې آيا د اميندوارۍ په صورت کې خپل ماشوم دنيا ته راوړي که سقط جنين ته ترجيح ورکوي، بلکې د اوباما په وخت کې د رامنځ ته شوې صحي بيمې او د همجنس خوښونکو د واده سره هم مخالفت کوي. د دې پر ځای هغه د وسلو د درلودلو او د دوديزو کورنيو د تصور پلويتوب کوي.
د امريکا د سترې محکمې ليبراله قاضي ګينزبرګ مړه شوه
د «الهي نظام» د جوړولو هدف
په تېره دموکراتان اوس اندېښنه لري چې بېريت به خپلې مذهبي عقيدې په ستره محکمه کې د قاضي په توګه په خپلو پرېکړو کې هم ورګډې کړي. کله چې دا د نوتره دام په نوم په کاتوليکي پوهنتون کې د حقوقو پروفيسره وه، نو په يوه ليکچر کې يې وويل چې په قضا کې دنده او کاري ژوند يوازې «هدف ته د رسېدو يوه وسيله» ده او اصلي موخه به دا وي چې «الهي نظام جوړ» کړای شي. په دغې جملې باندې تر نن ورځې پورې نيوکې دوام لري.
آ./ن.ص./ا.ا.