دغه لایحه چي په پارلمان کي د دواړو حزبونو، یعني جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو له خوا په ۴۰۷ مثبتو او ۱۶ منفي رایو سره تصویب سوه، باید سنا یې هم تصویب کړي. د دغي لایحي مطابق په نظر کي دي چي د امریکايي قواوو افغان همکارانو ته د ویزې د صادرولو پروسه هم چټکه سي.
هغه افغانانو چي په تیرو ۲۰ کلونو کي یې د امریکا له پوځي ځواک سره په افغانستان کي همکاري کړې ده، بیره لري چي د اګست میاشتي تر پایه پوري د دغو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته به د طالبانو له غچ اخیستلو سره مخامخ سي.
د امریکا متحده ایالاتو د استازو په مجلس کي د دیموکراتانو وکیل، جیسن کرو وویل چي د دغي لایحې په تصویبیدو سره به ټولو هغو کسانو ته چي شرایط یې تکمیل کړي وي او غواړي امريکا ته راسي، د ویزې ورکولو زمینه مساعده سي.
د دغه پروګرام څخه ټول هغه افغانان چي د امریکا متحده ایالاتو له حکومت یا پوځ سره یې همکاري کړې وه، ګټمن کیدلای سي. د ۲۰۱۴م کال له ډسمبر مياشتي راهيسي امریکا متحده ایالاتو خپلو محلي افغان کارکوونکو ته ۲۶۵۰۰ خاصي ویزې ورکړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس، جوبایدن تر هغه وروسته چي اعلان یې وکړ، په افغانستان کي به یې نظامي ماموریت د همدې کال د اګست میاشتي پر ۳۱ مه پای ته ورسیږي، د پارلمان د وکیلانو او غیر حکومتي سازمانو تر فشار لاندي راغی چي خپل افغان همکاران او فامیلونه یې راوباسي او د امریکا ویزې ورکړي.
انځور: John Moore/Getty Images
د امریکا د استازو په مجلس کي د دیموکراتانو بل وکیل، ایرل بلومن آور وویل: «موږ تر ډیره وخته پوري متوجه نه ؤ، چي په افغانستان کي حالت څونه اضطراري دی او د هغو کسانو امنیت، چي خپل ژوند یې له امریکایانو سره د مرستي په خاطر له خطر سره مخامخ کړی ؤ، په دغه سخت حالت کي تأمین سي.»
تر هغه وروسته چي په تیرو اونیو کي د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جنګونه شدید سول، په افغانستان کي د امریکا د محلي همکارانو په باب تشویشونه ډېر سول.
طالبان د لا ډېرو سيمو د نیولو په حال کي دي او ځیني سرحدي-عبوري لاري یې هم په خپل کنټرول کي راوستلي دي.
امریکا متحده ایالات په همدې جولای میاشت کي له افغانستان څخه د مهاجرت د خاصو ویزو د ورکولو جریان پیلوي او د پروسو تر تکمیلیدو پوري به هغوی په ویرجینیا کي یوې نظامي قرارګاه ته انتقال سي.
افغانان کومو ۳۲ هیوادونو ته بې له ویزې سفر کولای سي؟
د ۲۰۱۹ کال د دولتونو د پاسپورټونو د قدرت په درجه بندۍ کي افغانستان اوس هم ضعیف مقام لري. خو بیا هم په افغاني پاسپوټ سړی کولای سي د نړۍ ۳۲ هیوادو ته بې له ویزې او یا انلاین ویزې سفر وکړي. دغه هیوادونه دلته وپيژنئ:
انځور: DW/N. Desalegn
ماکائو
ماکائو د چین د خاوري یو خاص اداري واحد دی. هغه چي اوس یوه خودمختاره سیمه ده، تر ۱۹۹۹ م کال پوري د پرتگال مستعمره وه. د افغانستان اتباع کولای سي د هغه قلمرو ته په رسیدو سره د۳۰ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي.
انځور: Imago/imagebroker
قطر
د قطر دولت افغانانو ته اجازه ورکوي، چي د انلایني ویزې په درلودلو سره دغه موړ عربي هیواد ته سفر وکړي.
انځور: picture-alliance
مجمعالجزایر قمر
د اتحاد قُمُ هیواد یا د قمرمجمع الجزایر ، چي په عربي ورته جزر القمر هم ویل کیږي، د افریقا په جنوب شرق د موزمبیک د شرق په سواحلو او مدغاسگر په شمال غرب کي د بحر هند سره موقعیت لري. د افغانستان اتباع کولای سي دغه هیواد ته په رسیدو سره د ۴۵ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي.
انځور: Imago/imagebroker/M. Runkel
مدغاسگر
مدغاسگر ته د سفر کولو په خاطر د افغانستان پاسپورټ لرونکي کولای سي د انترنیت له لاري او یا هلته په رسیدو سره د ۹۰ ورځو له پاره معتبره ویزه په لاس راوړي. مدغاسگر د دنیا څلورمه لویه جزیره ده.
انځور: Imago Images/Xinhua
بولیویا
بولیویا، چي رسمي نوم یې د بولیویا جمهوریت دی، دجنوب امریکا په مرکز کي پروت هیواد دی. د افغانستان اتباع کولای سي دغه هیواد ته په رسیدو سره د ۹۰ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي. افغانان کولای سي مخکي تر سفر د انترنیت له لاري هم د ویزې غوښتنه وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Ismar
موریتانیا
د افغانستان اتباع کولای سي، موریتانیا ته په رسیدو سره ویزه واخلي. د دغه هیواد رسمي نوم د موریتانیا اسلامي جمهوریت دی او د افریقا په شمال کي موقعیت لري.
انځور: Getty Images/AFP/Carmen Abd Ali
رواندا
د افغانستان اتباع کولای سي رواندا ته په رسیدو سره او یا دانترنیت له لاري د ۳۰ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي. رواندا د افریقا په براعظم کی یو کوچنی هیواد دی.
انځور: Getty Images/AFP/P. Tulizo
سورینام
د سورینام جمهوریت د جنوبي امریکا په شمال کي یو کوچنی هیواد دی. هغه د خپل مساحت او نفوسو په سبب ددغه براعظم تر ټولو کوچنی هیواد دی. افغانان کولای سي د انترنیت له لاري ددغه هیواد ویزه په لاس راوړي.
انځور: picture-alliance/M. Runkel
د سیشل جمهوریت
د سیشل جمهوریت په بحر هند کي یو جزیره اي هیواد دی .هغه د افریقا د براعظم ډیر کوچنی هیواد دی. افغانان کولای سي د سیلانیانو او توریسټانو په حیث ځانونه ثبت او راجستر کړي او بیا د ۹۰ ورځو له پاره ددغه هیواد ویزه په لاس راوړي.
انځور: Ralf Roletschek/roletschek.at
شرقي تیمور
په افغاني پاسپورټونو باندي سړی کولای سي، دشرقي تیمور دیموکراتیک جمهوریت ته په رسیدو سره د ۳۰ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي. شرقي تیمور ، چي د اندونیزیا څخه جلا سوی یو مستقل هیواد دی، د اسیا په جنوب شرق او اسټرلیا په شمال غرب کي پروت دی.
انځور: AFP/A.V. De Sousa
سنیگال
د افغانستان اتباع کولای سي بې له ویزې څخه سنیگال ته سفر وکړي او د افریقا په غرب کي پروت دغه هیواد ته په رسیدو سره د ۳۰ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي.
انځور: DW/M. von Wedelstädt
کمپوچیا
د کمپوچیا رسمي نوم د کامبوج شاهي دولت دی. د افغانستان اتباع کولای سي د اسیا په جنوب شرق کي پروت دغه هیواد ته په رسیدو سره او یا انلایني ویزې له لاري د ۳۰ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي.
انځور: picture-alliance/robertharding/R. Francis
سنت او نست او گرنادینونه
سنت او نست او گرنادینونه د کاربیک په دریاب کي یو کوچنی جزیره اي هیواد دی. د افغانستان اتباع کولای سي بې له ویزې څخه دغه هیواد ته سفر وکړي او ۳۰ ورځي هلته پاته سي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Slim
تووالو
تووالو په آرام سمندر کي یو جزیره اي هیواد دی. هغه مجموعأ ۹ جزیرې لري، چي ۶ یې مرجانی دي. د افغانستان اتباع کولای سي بې له ویزې څخه هلته سفر وکړي او په رسیدو سره د ۳۰ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي.
انځور: AP
یوگاندا
د افغانستان اتباع کولای سي یوگاندا ته ته په رسیدو سره ویزه تر لاسه کړي او او یا د انترنیت له لاري انلایني ویزه په لاس راوړي. د یوگاندا جمهوریت د افریقا په شرق کي موقعیت لري او د تانزانیا، کینیا او څو نورو هیوادونو سره سرحد لري.
انځور: Getty Images/AFP/N. Bamulanzeki
سومالیا
سومالیا د افریقا په ښکر او د دغه براعظم په شرق کي موقعیت لري. افغانان کولای سي، دغه هیواد ته په رسیدو سره د ۳۰ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Smole
د پالائو جمهوریت
د افغانستان اتباع کولای سي د پالائو جمهوریت ته بې له ویزې سفر وکړي او دغه هیواد ته په رسیدو سره ویزه په لاس راوړي. دغه جزیره اي هیوادپه ارام سمند کي موقعیت لري . د فلیپین په ۸۰۰ کیلومتری او ټوکیو په ۳۲۰۰ کیلومترۍ کي واقع دی.
انځور: Reuters/F. Master
میکرونزي
میکرونزي د بحر اوقیانوس د درو لویو مجمع الجزایرو له جملې څخه دی. هغه د فلیپین، اندونیزیا او نورو جزیره اي هیوادونو سره پروت هیواد دی. د افغانستان اتباع کولای سي هغه ته په رسیدو سره د ۳۰ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com
سامووا
افغانان کولای سي د سامووا مستقل ایالت ته ، چي د سامووا په نوم پیژندل کیږي، سفر وکړي او دغه هیواد ته په رسیدو سره د ۳۰ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي. دغه جزیره د هاوای جزیرې په ډول د ارام سمندر په یوه لیري نقطه کي پرته ده.
انځور: Getty Images/AFP/T. Blackwood
توگو
توگو اجازه ورکوي، چي افغاني پاسپورټ درلودونکي بې له ویزې څخه دغه هیواد ته سفر وکړي او د ۷ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي. د توگو جمهوریت د افریقا په غرب کي موقعیت لري.
انځور: AFP/Getty Images/P. U. Ekpei
بنگله دیش
ددغه هیواد رسمي نوم د بنگله دیش د خلق جمهوریت دی، د هندوستان په شرق او جنوبي اسیا کي موقعیت لري. د افغانستان اتباع کولای سي دغه هیواد ته په رسیدو سره د ۳۰ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي.
انځور: DW/M. Mamun
موزمبیک
موزمبیک یو افریقايی هیواد دی او رسمي نوم یې د موزمبیک جمهوریت دی. افغانان کولای سي دغه هیواد ته په رسیدو سره ویزه په لاس راوړي.
انځور: DW/S. Lutxeque
کِیپ وِرد (کاپ ورد)
کاپ ورد یو جزیره اي هیواد، چي د لسو اورغورځونکو جزیرو څخه جوړ او د اوقیانوس اطلس په مرکز کي موقعیت لري. کاپ ورد د افغانستان پاسپورټ درلودونکو ته په رسیدو سره ویزه ورکوي.
انځور: DW/A. Semedo
گانا
گانا د افریقا په شمال غرب کي پروت او په اوقیانوس اطلس کي قرار لري. د افغانستان اتباع کولای سي د انترنیت له لاري د ۹۰ ورځو له پاره ددغه هیواد انلایني ویزه په لاس راوړي.
انځور: DW/F. T. Camara
جیبوتي
ددغه هیواد رسمي نوم د جیبوتي جمهوریت دی او د افریقا په ښکرکي پروت هیواد دی. د افغانستان اتباع کولای سي دغه هیودا ته د سفر په خاطر د انترنیت له لاري د انلایني ویزې غوښتنه وکړي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maina
مالاویا
مالاویا د افریقا په جنوب شرق کي موقعیت لري. د مالاویا جمهوریت تر ۱۹۶۴ م کال پوري د بریتانیا مستعمره وه. د افغانستان اتباع کولای سي د انترنیت له لاري د ۹۰ ورځو له پاره انلایني ویزه په لاس راوړي.
انځور: DW
دومینیک
ددغه هیواد رسمي نوم د دومینیک جمهوریت دی، چي یو جزیره اي هیواد اود کارابین په دریاب کي موقعیت لري. افغانان کولای سي بې له ویزې څخه دغه هیواد ته سفر وکړي.
انځور: DW/M. Griebeler
گابون
د غربي افریقا ددغه هیواد رسمي نوم د گابون جمهوریت دی، چي د گانا د خلیج څنگ او اوقیانوس اطلس په شرقي سواحلو کي موقعیت لري. هغه د کانگو، کامیرون او استوايي گانا سره سرحد لري. د افغانستان اتباع کولای سي د انترنیت له لاري دغه هیواد ته د سفر په خاطر انلایني ویزه په لاس راوړي.
انځور: Imago/Nature Picture Library
لیسوتو
لیسوتو د افریقا د جنوب یو شاهي هیواد دی او اوبو ته لار نه لري. افغانان کولای سي د انترنیت له لاري دغه هیواد ته د سفر په خاطر د ۱۴ ورځو انلایني ویزه په لاس راوړي.
انځور: imago/Xinhua
هایتي
هایتي د افغانستان پاسپورټ درلودونکو ته اجازه ورکوي، چي دغه هیواد ته بې له ویزې څخه سفر وکړي. هغوی هلته کولای سي ۹۰ ورځي پاته سي. د جنوبي امریکا دغه هیواد د کارابین په دریاب کي موقعیت لري.
انځور: Imago/robertharding/C. Kober
گیني بیساو ( ستلایتی تصویر)
گیني بیساو د افریقا په غرب او د اوقیانوس اطلس په بغل کي موقعیت لري. د افغانستان اتباع کولای سي دغه هیواد ته په رسیدو سره د ۹۰ ورځو له پاره ویزه په لاس راوړي.
انځور: picture-alliance/dpa/ESA/USGS
ایتوپیا (ایتوپي)
د ایتوپیا رسمي نوم د ایتوپیا دیموکراتیک فدرالي جمهوریت دی، چي د افریقا په ښکر کي موقعیت لري. اوبو ته هیڅ لار نه لري. دا د افریقا په براعظم کي دوهم پرنفوسه هیواد دی. د افغانستان اتباع کولای سي د انترنیت له لاري دغه هیواد ته د سفر په خاطر انلایني ویزه په لاس راوړي.