امریکا په پاکستان او ایران کې د وسلو او ډرونونو له پرمختیایي پروګرامونو او په اوکراین کې د روسیې د جنګي فعالیتونو د ملاتړ په سبب ۲۶ سوداګریز شرکتونه یا بنسټونه په تور لیست کې شامل کړي دي.
اعلان
د امریکا د سوداګرۍ وزارت له خوا د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۱ نیټه) د خپرې شوې اعلامیې پر اساس پر کومو ۲۶ شرکتونو چې بندیز لګول شوي دي، اکثره یې په پاکستان، چین او متحدو عربي اماراتو کې موجود دي.
دغه شرکتونه د صادراتي توکو له کنترول څخه په سرغړونې، د خطرناکو وسلو په پروګرامونو کې د ښکیلتیا یا پر روسیې او ایران د امریکایي بندیزونو او صادراتي کنترول څخه د ځان په بچ ساتلو تورن دي.
ظاهراً د «بندیزونو په لیست» کې له شاملولو وروسته دغه سوداګریزي کمپنۍ د حکومت له اجازې پرته، نه شي کولی چې امریکایي توکي او ټکنالوژي ترلاسه کړي.
د دې ډلې په هکله ویل کیږي چې له ۲۰۱۰م کال راهیسې یې اصلي مصرفوونکو له پاره، په کوم کې چې د کروز توغندیو او ستراتیژیک ډرونو پروګرام د پرمخ بیولو یو پاکستانی شرکت هم شامل دی، د نوم په پټ ساتلو سره امریکایي توکي خریداري کړي دي.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې د سوداګریزو شرکتونو دغه فعالیتونه د امریکا د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د ګټو خلاف دي.
د چین ۶ شرکتونه په دې فهرست کې شامل دي
د چین شپږ نور شرکتونه په دې فهرست کې شامل کړای شوي، کوم چې د چین د نظامي برخې په عصري کولو یا د ایران د وسلو او ډرونونو له پروګرام سره یې د مرستې له پاره امریکایي توکي پیرلي دي.
امریکایي چارواکي وایي چې متحده عربي اماراتو درې او د مصر یوې کمپنۍ په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین د امریکا له حملې وروسته له لګول شوو بندیزونو څخه د ځان ساتلو په خاطر امریکایي تجهیزات ترلاسه کړي یا یي د ترلاسه کولو کوښښ کړی دی.
په همدې منځ کې بیا یو کاناډایي شرکت د بندیزونو له لیست څخه ایستل شوی دی.
پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/AP
هندوستان
په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reuters
اسرائیل
له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratner
شمالي کوریا
د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.