1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان میزايل پروګرام پر ملاتړو چينايي شرکتونو بندیزونه

۱۴۰۳ شهریور ۲۳, جمعه

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې د پاکستان د بالستيک میزايلونو د پروګرام له پاره د تکنالوژۍ او آلاتو پر ورکوونکو يو شمير چينايي او يوه پاکستاني شرکت بندیزونه لګوي.

په اسلام آباد کې د پوځي رسم ګذشت په ترڅ کې د شاهين دوه میزايل ننداره
د بهرنيو چارو وزارت په حواله پر دې شرکتونو او فرد دا بندیزونه ځکه لګول شوي چې دوی پوهيدل چې يوه غير مجاز هېواد ته د میزايل د تکنالوژۍ او آلاتو پر ورکړه بندیز دیانځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

امريکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ وويل چې د هغو پنځو چينایي شرکتونو او يوه فرد پر وړاندې لاس په کار شوي دي چې د بالستیک میزايلونو د تکنالوژۍ په خپرولو کې لاس لري.

واشنګټن تر دې دمخه په اکتوبر مياشت کې د پاکستان د ميزايل پروګرام له پاره د سامان آلاتو ورکوونکو دريو چينايي شرکتونو سره هم ورته چلند کړی وو او بندیزونه یې پرې وضع کړي ول.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله دا بندیزونه د وسلو د کنترول قانون (ای آی سي ای) او د صادراتو د کنترول د قانون (آی سي آر ای) پر اساس د چين پر دريو شرکتونو، يوه چينايي وګړي او يوه پاکستاني شرکت باندې د بالسيتک توغنديونو د خپرولو په هلو ځلو کې د لاس درلودو له کبله لګيږي.د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو ملر، وويل: «د بهرنيو چارو وزارت په ځانګړي توګه Beijing Research Institute of Machine Bildung Industry (آر آی ای ام بي) پر شرکت باندې بندیز لګوي چې د هغو وسلو په خپرولو کې لاس لري چې په پراخه کچه ويجاړۍ رامنځته کوي.

د نوموړي په حواله: «آر آی ای ام بي» د شاهين دري او ابابيل میزایل سیسټمونو او ښايي تر دې هم د سترو سيسټمونو له پاره د راکتونو د ماشينونو له پاره د آلاتو د رانيولو په لړ کې له پاکستان سره ګډ کار کړی وي.»

پر کومو شرکتونو بندیزونه لګول شوي

ميتيو ملر، وويل چې د امريکا له بندیزونو سره د هوبې هواچنګدا انتيلي جنټ ايکويپمت شرکت، يونيورسل انتراپرایز لميټډ او ژيان لونګدې تکنالوژي دويلپمنت کمپني لميټډ (لونتیک) چينايي شرکتونه مخامخ شوي دي. زياته شوې چې له بندیزونو سره د مخامخ کس نوم انوويتو دونګ می دی. د امريکايي بندیزونو د ښکار پاکستاني شرکت نوم بيا انوويتیو ايکوېپمنت ښوول شوی دی.

د بهرنيو چارو وزارت په حواله پر دې شرکتونو او فرد دا بندیزونه ځکه لګول شوي چې دوی پوهيدل چې يوه غير مجاز هېواد ته د میزايل د تکنالوژۍ او آلاتو پر ورکړه بندیز دی.

ملر، په دې اړه وويل: «لکه له ګامونو چې څرګندیږي، امريکا به د وسلو د خپرولو او د خريدارۍ د اړونده هلو ځلو پر ضد چې هر چېرته ترسره کيږي، خپل اقدامات جاري وساتي.»

د چين غبرګون

په واشنګټن کې د چين سفارت يوه وياند لو پنګ يو وويل: «چين هغه يو اړخیز اقدامات او د خپل واک له دایرې څخه وتل په کلکه غندي چې د نړيوالو اصولو له مخې او يا ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا ورته د هغه د ترسره کولو هیڅ اختيار نه وي ورکړل شوی.»

لو پنګ يو، وويل چې چين به د چينايي شرکتونو او کسانو د حقونو «کلک حفاظت» وکړي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته سملاسي ځواب نه دی ویلی.

بل لوري ته په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر دې موضوع د غبرګون په توګه وويل چې «موږ د جزياتو ترلاسه کولو په لټه کې يو.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب