د امریکا او هند ترمنځ لس کلن «ستر دفاعي مشارکت» تړون وشو
۱۴۰۴ آبان ۹, جمعه
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر، پیت هګست، او د نوموړي هندي سیال راجنات سینګ، د هند د دفاع وزیر، د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو د اتحادیې یا آسیان په غونډه کې یو لس کلن دفاعي تړون لاسلیک کړ. دواړو لوریو چې د دې تړون ستاینه یې کوله، هغه یې د «امریکا او هند د ستر دفاعي مشارکت چوکاټ» تر عنوان لاندې مهم وباله او دا تړون به لس کاله دوام ولري.
د امریکا دفاع وزیر ویلي چې دا تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ، د معلوماتو شریکولو، او د ټکنالوژۍ د همکارۍ ژورتیا ته لاره هواره کړي. د امریکا متحده ایالتو دفاع وزیر پیت هګست له تړون وروسته خبریالانو ته وویل: «دا د دواړو هیوادونو د پوځونو له پاره یو مهم ګام دی، او د لا ژورې او معنی لرونکې همکارۍ له پاره یوه نقشه ده.»
په مقابل کې د هند دفاع وزیر د خپل امریکایي سیال سره دغه ملاقات له لاسته راوړنو ډک بللی او ویې ویل چې دا تړون به د هند او امریکا په دفاعي اړیکو کې «نوې دوره» پیل کړي. هغه زیاته کړه چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ «د ستراتیژیکې همغږۍ د زیاتوالي» نخښه ده او د هند-پاسیفیک سیمې له پاره حیاتي ارزښت لري.
د امریکا او هندوستتان ترینګلې اړیکې
د هندوستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې له هغه وخت راهیسې ترینګلې شوې چېد امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، د هند پر یو شمېر صادراتي توکو ۵۰ سلنه ګمرکي مالیه وضع کړه. دا موضوع تر ډېره د هند له لوري د روسیې د تېلو د اخیستو سره تړاو لري. د ټرمپ اداره وایي چې هند ته د روسیې تېلو پلور په اوکراین کې د مسکو جګړه تمویلوي.
د امریکا متحده ایالاتو له لوري وضع شوې ګمرکي تعرفې هندوستان دې ته اړ کړ چې د امریکا د دفاعي تجهیزاتو له اخیستو ډډه وکړي. په ورته وخت کې تېره اوونۍ ټرمپ ادعا وکړه چې د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي، هغه ته «باور» ورکړی چې هند به د روسیې د تېلو رانیول ودروي. خو هندي چارواکو د ټرمپ دا څرګندونې نه تایید او نه هم رد کړي دي.
سره له دې، دواړو مشرانو هڅه کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو خرابوالی کم وښيي. مودي تازه له ټرمپ څخه د هندوانو د دیوالي د اختر د مبارکۍ له پیغام څخه مننه وکړه. د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي پرته له دې چې د مالیې او تېلو د اختلاف یادونه وکړي، وویل چې هند به د تروریزم پر ضد نږدې همکارۍ ته ژمن پاتې شي.