د جغرافیایي اطلاعاتو آژانس او د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې ته د دغو اسنادو نسبت ورکول کیږي. په دغو اسنادو کې راغلي دي چې اسرائیل د اکتوبر په لومړۍ نیټه د ایران د بالستیک توغندیو د برید ځواب ورکولو په خاطر خپل نظامي تحرکات جاري ساتي.
دغه اطلاعات د «پنځه سترګې» په نوم امنیتي ډلې سره، چې په هغې کې د پنځو هیوادونو بریتانیا، کاناډا، نیوزیلنډ، استرالیا او د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي بنسټونه شامل دي شریک شوي دي.
دغه سند چې د «فوق سري» مهر لري مخکې تر دې د تلګرام په یوه شبکه کې خپور شوی و او د لومړي ځل له پاره سي ان ان او اکسیوس یي په اړه رپوټ ورکړ. چارواکو چې په دې اړه له اسوشییټډ پریس خبري آژانس سره خبرې کړي دي، نه یې غوښتل چې نوم یې ښکاره شي، ځکه په دې اړه د خبرو کولو اجازه نه لري.
همدارنګه د اسوشییټډ پریس څیړنو ارزولې ده چې دغه اسناد څنګه ترلاسه شوي دي، آیا د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې د کوم غړي له خوا په قصدي توګه خپاره شوي او یا د هک کیدو په شان په کومه بله طریقه ترلاسه شوي او دا چې ایا نور اطلاعات هم په خطر کې لویدلي دي، که څنګه؟
له سرچینو څخه یوې یې اسوشېېټډ پریس ته ویلي دي چې امریکایي چارواکي اوس مهال دغه موضوع څیړي چې تر خپریدو مخکې کومو کسانو دغو اسنادو ته لاسرسی درلود.
آیا له اسرائیل سره د ممکنه جګړې په صورت کې به روسیه د ایران ملاتړ وکړي؟This browser does not support the video element.
دغه اسناد په داسې یوه وخت کې خپاره شوي دي چې امریکا متحده ایالاتو له اسرائیل څخه غوښتي دي چې د حماس د مشر یحیی سنوار له وژل کیدو څخه استفاده وکړي او په غزه کې د اوربند له پاره فشار واچوي. په ورته وخت کې واشنګټن په عاجل ډول اسرائیل ته خبرداری ورکړی دی چې د لبنان په شمال کې د جګړې له پراخولو څخه ډډه وکړي او د یوې لا لویې سیمه ایزې جګړې خطر دې نه زیاتوي.
د دې ټولو خبرو سربیره اسرائیل په تکرار سره ویلي دي چې د ایران توغندیز برید به بې ځوابه نه پریږدي. پنټاګون په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د دغو اسنادو په اړه رپوټونو څخه خبر دی، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
اسرائیل په بروت کې د دوو سیمو د تخلیه کولو امر کړی اسرائیلي پوځ د بیروت په سویل کې د دوو سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتي دي چې په عاجل ډول دې له خپلو کورونو څخه ووځي. د اسرائیلي پوځ ویاند په ټولنیزو شبکو کې په عربي ژبه د «بیړني خبرداري» تر عنوان لاندې یو پيغام خپور کړی دی او د حارت هریک او حدث سیمو له اوسیدونکو څخه یې غوښتي دي چې په عاجل ډول دې له خپلو سیمو څخه ووځي.
نوموړي زیاته کړې ده: «دوی [د دغو دوو سیمو اوسیدونکي] حزب الله ته اړوند مرکزونو ته نیږدې دي چې په نیږدې راتلونکي کې به د اسرائیل د دفاعي ځواکونو له خوا په نخښه شي.»
د اسرائیلي پوځ دغه ویاند د دغو سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتي دي چې لږ تر لږه ۵۰۰ متره دې له دغو اهدافو څخه واټن ونیسي او امنو سیمو ته دې لاړ شي.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح
د ايران او اسرائيل پټه جګړه په انځورونو کې
په داسي حال کې چې عربي ملکونه له اسرائيل سره د فلسطين پر سر خپلې ترینګلې اړیکي پای ته رسوي، د ايران او اسرائيل د «پټې» جګړې لمبې هره ورځ له يوې ګوښې راپورته کيږې. د ايران او اسرائيل پټه جګړه په دې انځوريز راپور کې: انځور: Reuters/WANA/N. Tabatabaee په داسې حال کې چې په ايران کې د بيرغ جوړولو کارخانې په مظاهرو کې د بیرغ سوزولو او تر پښو لاندې کولو له پاره د اسرائيل بيرغونه تولیدوي، عربې هيوادونه مخکې له مخکې خپلې خصمانه اړيکې له اسرائيل سره د فلسطين په اړه پاې ته رسوې.
انځور: Reuters/WANA/N. Tabatabaee د نطنز پر تاسیساتو پرله پسې بريدونه د «تکنالوژۍ هستوي ملي ورځ» او د نطنز د تاسيساتو بيا رغولو څخه يوه ورځ وروسته يې د بريښنا پر سیستم برید وشو. د ایران د هستوي انرژۍ رئيس علي اکبر صالحې دا بريد د «هستوي ترهګرۍ» په نامه یاد کړ.
انځور: picture-alliance/Tampa Bay Times رسنيو د اپريل پر اومه نېټه د «ایران ساويز» پر بیړۍ د برید خبر ورکړ. نيويارک ټايمز، دغه حمله د اسرائيل له خوا ګنلې وه او ليکلې يې ول، چې دغه برید د لوري او هلپوس رې په نامه د اسرائيلو پر سوداګریزو بیړیو باندي د بريد په ځواب کې شوی دی.
انځور: Planet Labs Inc/AP/picture alliance له ليري څخه د فخري زاده ترور د ايران د دفاع وزارت معاون او د پوځ مشر محسن فخری زاده، چې په اتمي پروګرام کې له ګډون مخکې يې له حسن تهراني سره شمالي کوريا ته سفر وکړ او د ايران د توغندیو پروګرام بنسټ يې کيښود. هغه په يوه چاودنه کې وويشتل شو. د ده د مړيني په هکله د اسرائيلو لومړي وزير بينيامین نتانياهو ويلي وو:«د هغه نوم په ياد کي وساتئ».
انځور: IRIB NEWS AGENCY/AFP د اسرائيلو له منځه وړلو خبردارې د ايران اسلامي جمهوريت کابو ټول مقامات اسرائيل په نابودولو ګواښې.
انځور: MIZAN د تهران پر محور برید ـ د لبنان سویل اسرائيل د ايران اسلامي جمهوريت د عراق او سوريې له لارې د لبنان په سويل کې حزب الله ته د نظامي تجهيزاتو په رسولو تورنوي او تل په دغه سيمو کې د «ایران متحد حزب الله» پر مرکزونو بريدونه کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Sana په ایران پورې تړلې ځواکونو باندې بريد د دسمبر پر ۲۴ مه خبري رسنيو خبر ورکړ، په سوریه کي په شپنيو عملیاتو کې چې احتمالا د اسرائيل له خوا ترسره شوي ۵۷ کسان چې په هغوی کې ۳۱ يې د ايران له پوځ سره نږدي کسان وو، وژل شوي دي.
انځور: Mizan اسرائيل ته د ایران د هستوي ارشيف انتقال د اسرائيل لومړي وزير بنيامین نتانياهو د ايران هستوي اسنادو غلا کولو په موخه د خپل هيواد د خفیه دستګاه عملیاتو څخه خبر ورکړ.
انځور: Reuters/A. Cohen په اسرائيل کې ايرانې توکې بنيامن نتانياهو د مونشن امنيتي کنفرانس په بهير کې د اسرائيلو په فضا کي د ايران د يوې ويشتل شوي بې پيلوټه الوتکي ټوټې گډونوالو ته وښوولې.
انځور: picture-alliance/dpa/MSC 2018/L. Preiss په نطنز کې د سرائيل بې پيلوټه الوتکه په ۲۰۱۴م کال کې د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کي ویلي ول چې د سرائيل يوه بې پيلوټه الوتکه چې له رادار څخه د پټېدو توان لري او د «نطنز هستوي سیمي حریم» ته يې د ننوتلو قصد درلود، ويشتلې او راغورځولې ده.
انځور: mashreghnews د غزې تراړې ته د وسلو لیږد د اسرائيلو سمندري ځواک په ۱۳۹۲ کال کې د«کلوس سي» په نوم يوې بار وړونکي بیړۍ چې د پاناما بیرغ پرې رپېد، د درولو خبر ورکړ. په دغه بیړۍ کې د فلسطينيانو له پاره د ايران توغندي بار ول.
انځور: Kate Shuttleworth د ملګرو ملتونو په عمومي غوڼده کې خبرداری بينامین نتانياهو په ۲۰۱۲م کال کي د دغه انځور په ښکاره کولو سره د ايران اسلامي جمهوریت له اتمی بمب جوړولو څخه خبرداری ورکړی وو.
انځور: Getty Images د «توغنديو د پروګرام پلار» په وژلو کي د اسرائيل ونډه په خپله يې ويلې ول: «زما پر قبر وليکئ، دلته داسي کس خښ دی چې غوښتل يې اسرائيل له منځه يوسې.» سپاه پاسداران په دې بريد کي د اسرائيل ونډه رد کړه او د حسن تهراني وژل يې يوه پيښه وګڼله. خو ورور يې بيا وويل چې دا يوه پيښه نه وه، بلکې له مخکې جوړ شوی ترهګريز پلان وو.
انځور: Fars په ۲۰۱۲ م کې په بانکوک کي بمب ايښودنه تايلند، ايران په بانکونک کي د اسرائيل د ديپلوماتانو په ترورولو ګرم وګڼه. دغه درې تنه تورن کسان ايراني اتباع ول.
انځور: AP/Spokesman Office of National Thai Police د هستوی پروسې اړوندو کسانو ترور له ۱۳۸۸ تر ۱۳۹۰ پوري د هغه عملیاتو په ترڅ کي چې ترسره شوي لکه په موټرو پورې نښلول شوي مقناطيسې بمونو په چاودنو کي د ایران په اتومی پروګرام کي ګډ کسان د ترهګریزو حملو ښکار شول.
انځور: FARS/ Borhannews د ایران د اطلاعاتو وزارت په ۱۳۹۱کال کي اعلان وکړ چې يوه ترهګره ډله يې په نخښه کړې او نيولې ده. ۱۲ نیول شوی کسانو د تلويزون په مستنده خپرونه کي د اسرائيل تر نظر لاندې د ترور په هکله «اعتراف» وکړ. په ۱۳۹۸ کي معلومه شوه چې نیول شویو کسانو له ترهګرۍ سره کومه اړیکه نه درلوده، بلکي د شکنجو له کبله اعتراف ته اړ شوی ول. پرته له مجيد جمالي چې اعدام شو، پاتې نور آزاد شول.
انځور: Shahr.ir د ايران يورانیمو غني کولو استاکس نت انترنتي تاسیساتو باندي سايبرې حمله.
انځور: MEHR په ارجنتين کي د یهوديانو په مرکز کې چاودنه د ۱۹۹۴م کال کې د ارجنتين په بونيوس آيرس کي د یهوديانو په «آميا» مرکز کې ترهګريز بريد د ۸۵ کسانو د مړيني سبب شو او تر ۲۰۰ زيات کسان پکي ټپيان شول. د ارجنتين دولت په دغه چاودنه کې تر اوسه درې وارې ايران په لاس لرلو تورن کړی او ادعا يې کړې ده چې د بريد طرحه په تهران کي جوړه شوی وه.
انځور: picture-alliance/dpa