د امريکا او ایران توافق؛ د پاکستان ديپلوماتيک شاهکار؟
۱۴۰۵ تیر ۳, چهارشنبه
د امريکا و ایران ترمنځ د تفاهم د يادښت لاسليک کيدل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو له پاره بنسټ جوړوي، د پاکستان له پاره يوه مهمه لاسته راوړنه انګیرل کيږي يا ښايي د دې هېواد په معاصر تاريخ کې تر ټولو مهمه ديپلوماتيکه بریا وي.
په نيويارک کې د آسيايي ټولنې د پاليسۍ په انستيتويت کې د جنوبي آسيا د نوښتونو مشرې فروه عامر، دويچه ویله ته وويل: «پاکستان نه يوازې په دې توانيدلی چې له تهران سره له خپلو اړيکو او له واشنګټن سره له خپل مخ پر زياتيدونکي نږدیوالي څخه بلکې له خپلو سيمه ایزو شريکانو له شبکې لکه د قطر، سعودي عربستان او ترکیې سره له خپلو اړيکو څخه په ښه شان سره ګټه پورته کړي.»
هغې زياته کړې: «دا کار پاکستان ته د منځګړي په توګه نقش لوبولو له وجې لا ډیر ديپلوماتيک وزن او نړيوال ملاتړ ور په برخه کوي.»
اسلام آباد همدا شان له چين سره هم نږدې اړيکي لري چې د واشنګټن او پيکنګ ترمنځ د مخ پر زياتيدونکي رقابت په ترڅ کې کومه ساده لاسته راوړنه نه ده.
په واشنګټن کې د ستيمسون په مرکز کې د جنوبي آسيا د برخې مشرې الیزابت ترلکلد، وويل: «د امریکا او ایران يوه توافق ته په رسېدو کې د پاکستان له صبر ډکې دیپلوماسۍ مهم نقش درلود خو اوږد مهاله تاثير یې د دې توافق په دوام پورې اړه لري ځکه ستونزمنې خبرې اترې لا هم ادامه لري.»
نوموړې زياته کړې چې پاکستان توانيدلی دی په عين وخت کې له امريکا او ایران سره خپلې اړيکې باانډوله وساتي او همدا راز د خليج فارس هېوادونه او چين هم په دې بهير کې له ځان سره وساتي او «د یوې داسې حللارې په موندلو کې مرسته وکړي چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.»
ترمپ عاصم منير د «خپلې خوښې د فيلډ مارشال» په توګه ياد کړ
خو د نړيوالو او سيمه ایزو قدرتونو سره ښې اړيکي يوازې د پېل نقطه وه. د پاکستان حکومت له اوږدې مودې راهېسې د ایران په اړه فعاله او مستقيمه ديپلوماسي تعقيبوي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر، د دغه هېواد لومړي وزير شهباز شریف، د ایران او اسرائيل ترمنځ د نښتو څخه يوازې څو اونۍ تر مخه چې د ایران پر اتومي تاسيساتو باندې د امريکا له بريدونو سره پای ته ورسېدلې، ایران ته سفر وکړ.
د اتلانتيک شورا معتبر څيړونکی مایکل کوګلمن وايي: «زما په نظر هماغه وخت چې د ترمپ، حکومت پر وپوهیده چې پاکستانيان کيدای شي د اعتبار وړ او اغیزناک منځګړي واوسي.»
په ځانګړي توګه د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر، له ترمپ، سره ښې اړیکې جوړې کړې او د امريکا ولسمشر په څو ځلي هغه د «ستر مبارز»، «استثنايي انسان» او د «خوښې د فيلډ مارشال» په توګه ياد کړی دی.
پاکستان د سيمه ایزې جګړې د مخنيوي د هلو ځلو په ترڅ کې
که چې د ایران پر وړاندې د امريکا او اسرائيل جګړه نوره پراخه شوې وی، د پاکستان مشران به ډېر زيانمن شوي ول. دغه هېواد له ایران سره شريکه پوله لري او د خليج فارس په تجارتي لارو باندې تکيه کوي. له همدې کبله اوږدمهاله بې ثباتي د اقتصادي بې ثباتۍ، مهاجرينو د څپو او امنيتي ننګونو باعث کيدلی شوه.
پر ایران باندې د اسرائيل او امریکا تر بريدونو وروسته، د شهباز شريف، حکومت ګړندۍ ديپلوماتيکي هلې ځلې پېل کړې چې له واشنګټن او ایران سره تماسونه او همداراز د سيمې پلازمينو ته ديپلوماتيک تګ راتګ پکې شامل وو.
د مارچ پر ۲۲مه نيټه عاصم منير، له ولسمشر ترمپ، سره تليفوني خبرې اترې وکړې او يوه ورځ وروسته شهباز شريف، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکيان، سره خبرې وکړې.
پاکستان بيا وړاندیز وکړ چې اسلام آباد کولی شي د دواړو اړخونو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو کوربه شي.
د اپريل میاشتې په سر کې پاکستان د دواړو لورو ترمنځ د لومړني اوربند څخه خبر ورکړ او بيا وروسته یې د دواړو هېوادونو د پلاوو د يوې اوږدې ناستې کوربه توب وکړ.
حتی سويس ته د مذاکراتو تر انتقاليدو وروسته هم پاکستان د منځګړي په توګه پاتې شو او په لبنان کې د ترينګلتيیاو ډيرېدو په نتيجه کې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په څو ځلي تهران ته سفر وکړ.
د چين او خليج د هېوادونو نقش
ډيرې په دې عقيده دي چې پاکستان به د چين د ملاتړ پرته د دې نقش په لوبولو نه وی توانیدلی. پيکنګ له تهران سره نږدې اړيکي لري او د خپلې اړتيا وړ انرژۍ د تامین له پاره په فارس خليج کې ثبات ته اړتيا لري.
کوګلمن، وويل: «د چين او خليج د هېوادونو نقش ډېر مهم دی. پاکستان ته یې د منځګړي نقش لوبولو له پاره اصلي اعتبار ورکړ خو په يوازې سر یې دغه کار ونه کړ.»
هغه زياته کړه: «پيکنګ ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر او د سولې د مشترک پريکړه ليک تصويب هغه نقطه وه چې چين په رسمي توګه د سولې له بهير سره يوځای شو.»
د قطر او سعودي عربستان په څېر هېوادونه هم دې ته لیوال ول چې د يوه اوږد مهاله جګړې مخه ونيول شي چې کولی شي چې د انرژۍ بازارونه او د هرمز تنګي څخه د کښتيو د تیرېدو د ګډوډۍ باعث شي.
قطر اوس د يوه دويم منځګړي په توګه راڅرګند شوی او د سويس په مذاکراتو کې یې ګدون کړی دی.
آيا پاکستان يوازې پيغام رسونکی وو؟
ديپلوماتيکي سرچينې وايي چې د پاکستان نقش د پيغام رسوونکي څخه ډېر وو.
په اسلام آباد کې يوې معتبرې سرچينې دويچه ویله ته وويل: «پاکستاني چارواکو د تفاهم د ټکو په پيژندلو کې مرسته کړې، مسودې یې همغږي کړي او په هغو وختونو کې چې مذاکرات د ناکامیدو په درشل کې ول، د ښکيلو اړخونو ترمنځ یې اړيکي ټينګي کړي دي.»
کوګلمن، هم تائيد کړې: «دا خبرې اترې درې اړخیزې وې چې د پيغام رسونکي له نقش څخه ور هاخوا دي. دا مخامخ منځګړتوب دی.»
نوموړي د امريکا د ولسمشر د مرستيال جی ډي وينس، دې څرګندونو ته اشاره وکړه چې ويلي دي په دې تیرو میاشتو کې یې تر هر چا ډېر له عاصم منیر سره خبرې کړي، هغه موضوع چې په دې هلو ځلو کې د پاکستان ژور نقش ته اشاره کوي.
له عاصم منیر سره د وينس ټوقه
جی ډي وينس، حتی په خپل يوه وينا کې منیر نور هم وستايې او هغه یې يو «ستر ديپلومات» وباله.
هغه وویل: «موږ به د هغه د مشرتابه او تدبير پرته دې ځای ته نه وای رسېدلي.»
وينس، د دې په دوام په ټوقه کې وويل: «په ژوند کې دوه ډېر مهم کسان لرم: يوه هندۍ او يو پاکستانی. هندۍ مې میرمن او پاکستانی فيلډ مارشال عاصم منير.»