په ژنيو کې د ایران او امریکا د اتومي مذاکراتو نوی پړاو
۱۴۰۴ بهمن ۲۸, سهشنبه
په پام کې ده چې د امريکا متحده ایالاتو او ایران استازي نن، سه شنبه د عمان په منځګړيتوب په ژنيو کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه د غير مستيمو خبرو اترو په دويم پړاو کې ګډون وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزير عباس عراقچي، د ټولنیزو رسنیو د ایکس په شبکه کې لیکلي: «موږ د يوه عادلانه او منصفانه توافق د ترلاسه کولو له پاره پر حقیقت د ولاړو نظريو سره په ژنيو کې يو. هغه څه چې پر ميز نشته: د ګواښونو په مقابل کې تسليميدل دي.»
ستيوف ويتکاف، چې د د متحده ایالاتو د ولسمشر استازی دی او جیراد کوشنر، چې د ولسمشر دونالد ترمپ زوم دی، د امريکا متحده ایالاتو په استازيتوب به د سې شنبې ورځې په مذاکراتو کې ګډون وکړي.
اړونده موضوع: د ایران خارجه وزیر د ملگرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار له ادارې سره مشوره کوي
د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې د دوشنبې په ورځ په اروپا کې وو، وويل چې واشنګټن تمه لري پر ستونزو سربیره هم له تهران سره توافق ته ورسیږي.
روبيو وويل: «زه اراده نه لرم چې د مذاکراتو په اړه له وړاندې قضاوت وکړم. ولسمشر تل سوله ایزو پایلو او د مذاکراتو له لارې لاسته را وړل شويو پايلو ته لومړيتوب ورکوي.»
امريکا له مذاکراتو څه غواړي؟
امريکا متحده ایالاتو ویلي دي چې غواړي د ایران اتومي پروګرام محدود کړي او دا ډاډ ترلاسه کړي چې تهران د اتومي وسلو د جوړولو توان و نه لري.
ترمپ، چې ویلي یې دي «په غیر مستقيم ډول» به د ژنيو په مذاکراتو کې شريک وي، ګواښ یې کړی دی چې د دولت ضد مظاهرو د ځپلو په غبرګون کې به د ایران پر وړاندې پوځي اقدامات وکړي.
هغه زياته کړې ده په دې آند دی چې تهران يوه توافق ته رسېدل غواړي.
ترمپ، د دوشنبې په ورځ د ولسمشر په ځانګړې الوتکه کې وويل: «فکر نه کوم چې هغوی يوه توافق ته د نه رسېدو عواقب وغواړي. موږ کولی شول د هغوی د اتومي توان د له منځه وړلو له پاره د بي دوه بم غورځوونکو پر ځای، يوه توافق ته ورسيږو. او موږ مجبور شو بي دوه بم غورځوونکي واستوو.»
ترمپ ویلي په دې اند دی چې په ایران کې د حکومت تغیر «يوه ښه پېښه ده چې کیدای شي رامنځته شي.»
ایران له دې مذاکراتو څخه غواړي؟
ایران تل وایي چې اتومي پروګرام یې یوازې د ملکي يا غیر نظامي موخو او انرژۍ د توليد له پاره دی او د يورانیمو د غني کولو څخه یې دفاع کړې ده.
په دې منځ کې ایران يورانيم تر ۶۰ سلنه پورې غني کړي دي چې په وسلو کې د کاريدو کچې ته نږدې دي او تر هغه ډېره زياته لوړه کچه ده چې د انرژۍ د توليد له پاره ورته اړتيا ده.
بل لوري ته ایران ويلي دي چې له امريکا سره په هر ډول توافق کې د اقتصادي تحريمونو راکمول بايد شامل وي.
اړونده موضوع: ایران: د تحریمونو د ليرې کولو په شرط امریکا سره اټومي تړون غواړو
د ایران د بهرنيو چارو د وزير مرستيال مجيد تخت روانچي، وويل چې تهران کيدای شي د اتومي مسلې پر سر جوړجاړي ته چمتو وي خو د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړيوالو بندیزونو راکميدو ته ليوال دی.
تخت روانچي، د يکشنې په ورځ بي بي سي ته وويل: «توپ د امريکا پر ځمکه دی. هغوی بايد ثابته کړي چې غواړي له موږ سره توافق ته ورسيږي. که موږ د هغوی صداقت وليده، ډاډه يو چې موږ به د يوه توافق پر مسير روان شو.»
د ایران حکومت په دې وروستيو میاشتو کې پر سړکونو او کوڅو کې د پراخو اعتراضونو له کبله چې په ترڅ کې یې په زرونو کسان د حکومت له خوا د ځپل کيدو په ترڅ کې ووژل شول، کمزوری شوی دی.
د نظامي حضور په ترڅ کې مذاکرات
ایران اعلان کړی دی چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د دوشنبې په ورځ په هُرمز تنګي کې پوځي مانورې پيل کړي دي، هغه لاره چې د نړۍ کابو ۲۰ سلنه نفت پرې انتقاليږي.
تیره اونۍ ترمپ، اعلان کړی وو چې د «يو اس اس جرالد آر. فورډ» الوتکې ليږدونکې بيړۍ چې د نړۍ تر ټولو ستره الوتکې ليږدونکې بیړۍ ده، د کارايب سمندرګي څخه منځني ختیځ ته ليږدول کيږي څو په سيمه کې د امريکا د نورو نظامي امکاناتو ترڅنګ چې د «يو اس اس ابراهام لينکلن» الوتکې ليږدونکې بیړۍ چې لارښود شوي میزايل شکن ورسره مل دي، سره یوځای شي.
د خليج فارس عربي هېوادونو خبرداری ورکړی دی چې پر ایران هر ډول حمله په منځني ختيځ کې د يوې بلې جګړې باعث ګرځيدلی شي.
مخکني مذاکرات د ايران او اسرائيل د جګړې له کبله دريدلي ول
د غير مستقیمو مذاکراتو لومړی پړاو د جنورۍ پر ۶مه نيټه په عمان کې ترسره شوی وو. په دې مذاکراتو کې داسې ښکاريدل چې د متحده ایالاتو بیرغ لرونکي موټر هغه وخت د خبرو اترو ځای ته داخل شول چې ایراني چارواکي وتلي ول.
مخکني مذاکرات چې څو میاشتې یې دوام وکړ، په جون میاشت کې هغه وخت ودریدل چې اسرائيل د ایران پر وړاندې ۱۲ ورځنۍ جګړه پېل کړه. امريکا متحده ايالاتو د دې جګړې په ترڅ کې د ایران اتومي تاسيسات بمبار کړي ول.