د ایران او امريکا خبرې: منځګړو له «پرمختګ» څخه خبر ورکړی
۱۴۰۵ تیر ۱, دوشنبه
د امريکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم د يادښت تر لاسليک کيدو وروسته د يکشنبې په ورځ د سويس په بورګن شتوک کې ترسره شو.
د پاکستان او قطر د منځګړو هېوادونو په ګډه اعلاميه کې چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوه، راغلي دي: «د لوسرن جهيل غونډه په مثبته او رغنده فضا کې ترسره شوه. هيله بخښوونکي پرمختګونه شوي چې په هغه کې پر نورو سربیره د فني خبرو اترو د دوام له پاره د ميکانیزم رامنځته کول شامل دي.»
اړونده موضوع: پزشکيان له متحده ايالاتو سره هوکړه ستايلې ده
په اعلامیه کې راغلي: «لوړپوړي مذاکراه کوونکي به په منظم ډول عالي کمېټې ته رپوټ ورکوي او د اتومي مسئلو، بندیزونو او د څارنې او شخړو د حل ډلې په اړه به د کاري ډلو مشري وکړي څو د تفاهم د يادښت او نورو مسئلو اغیزمن علمي کیدل تضمين شي.
په اعلاميه کې راغلي دي چې همدا راز د ۶۰ ورځو په موده کې د وروستي توافق د ترلاسه کولو له پاره د يوه لار نقشې پر رامنځته کولو توافق شوی دی د تخنيکي خبرو اترو دوام به پکې شامل وي.
په دې اعلاميه کې راغلي: «د ښکيلو اړخونو ترمنځ د يادې شوې دورې له پاره د تماس يو کانال چې د تفاهم د يادښت په پنځمه ماده کې ترې يادونه شوی، رامنځته شوی څو د حوادثو او سوء تفاهم مخنیوی وکړای شي او له هرمز تنګي څخه د کښتيو په خوندي توګه تېرېدل تضمين کړل شي.
پلاوو همدا راز د ښکيلو اړخونو په ګډون د «ترينګلتياو د له منځه وړلو خونې» چې لبنان او منځګړي به پکې هم شامل وي، په رامنځته کولو توافق کړی دی څو د تفاهم د يادښت پر اساس په لبنان کې د عملياتو درېدل تضمين شي او تخنيکي خبرې اترې په راتلونکو اونيو کې دوام پيدا کړي.
د ایران د بهرنيو چارو وزير: «ستر پرمختګونه» شوي دي
د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي، هم اعلان کړی دی چې په سويس کې د امريکا او ایران ترمنځ خبرو اترو کې «مهم پرمختګونه» ترلاسه شوي دي.
نوموړي په ايکس شبکه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې اعلاميې په بيا نشرولو سره ليکلي: «د پاکستان او قطر نه ستړي کيدونکي منځګړيتوب په لبنان کې د جګړې په ختمولو کې مهم پرمختګ کړی دی.»
اړونده موضوع: د تړون سربېره اسرائیل د لبنان پر جنوب بمبارۍ کړي
عراقچي، زياته کړې: «د نفتو او پيتروشيمي صادرات [له بندیزونو] معاف شوي، کلابندي لغوه شوې، د کنګل شويو شتمنيو يوه برخه آزاده شوې او د ایران د بيارغونې او پراختيا يو ستر پروګرام پېل شوی دی.»
نوموړي په پای کې وويل چې د دې بهير لومړۍ واقعې آزموينه به «د لبنان د ترينګلتياو د له منځه وړلو خونه» وي.