1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

په امريکا کې د نتانياهو پر ضد د يهودانو مظاهره

۱۴۰۳ مرداد ۳, چهارشنبه

د سولې له پاره د يهودانو د غږ ټولنې فعالان د امريکا کانګرس ودانۍ ته داخل شوي دي. په پام کې ده چې د اسرائيل لومړی وزير بنيامن نتانياهو به نن په څلورم ځل د امريکا د سنا او استازو مجلس يوې ګډې غونډې ته وينا وکړي.

د کانګرس ودانۍ په يوه برخه کې فلسطيني پلوه مظاهره
دا مظاهره د سولې له پاره د يهودانو غږ ټولنې (جی وي پي) له خوا تنظيم شوې وهانځور: IMAGO/UPI Photo

پوليسو سه شنبه د شپې يو شمير مظاهره کوونکي په داسې حال کې نيولي دي چې د کېنن هاوس راتونده پر غولي چې د امريکا د کانګرس د کمپليکس برخه ده، ناست ول.

دا مظاهره چې د سولې له پاره د يهودانو غږ ټولنې (جی وي پي) له خوا تنظيم شوې، د امريکا کانګرس ته د اسرائيل د لومړي وزير بنيامن نتانياهو، د وينا د مخالفت په موخه رابللې شوې وه.

د ټولنیزو رسنيو د انستاګرام شبکې په يوه پيغام کې ليدل کيږي چې دغه مظاهره کوونکي لوحې په لاس په ودانۍ کې ناست دي. د مظاهرې تنظيموونکي سازمان په دې تړاو ليکلي: «نن ۴۰۰ امريکايي يهودان چې نه غواړي د کانګرس له ودانۍ څخه ووځي، غوښتنه کوي چې زموږ حکومت دې اسرائيل ته د وسلو ورکړه ودروي. څومره چې په غزه کې له فلسطينيانو سره هره ورځ ترسره کیدونکی وحشت پراخيږي هومره به د فلسطينيانو ترڅنګ د دريدو زموږ هوډ او ژمنيا هم زياتيږي.»

پوليسو خبريالانو ته ويلي دي چې مظاهره کوونکو ته کېنن هاوس ته د داخليدو اجازه نه ده ورکړل شوې او همدا وو چې کله هغوی د ودانۍ څخه له وتلو انکار وکړ نو د نيولو امر یې وشو.

د اسرائيل او امريکا ترمنځ ترنګلتيا او واشنګټن ته د نتانیاهو سفر

په پام کې ده چې نن، چهار شنبه ناوخته به د اسرائيل لومړی وزير بنيامن نتانياهو، د امريکا د سنا او استازو مجلس غړيو ته وينا وکړي. په دې توګه به دا لومړی ځل وي چې يو بهرنی مشر د امريکا کانګرس ته په څلورم ځل وينا کوي.

نوموړی به د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر جو بایدن، او همدا راز د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د جمهوري غوښتونکو له کانديد دونالد ترمپ، سره هم وګوري.

همدا شان د ديموکراتانو نوماندې کمالا هرېس، هم په پام کې لرله چې له نتانياهو سره ليده کاته ولري خو نوموړې به د ټاکنیز کمپاين د پلان شوې غونډۍ له کبله دغه ملاقات ونه کړای شي.

د نتانياهو وينا به تر ډېره په غزه کې پر کړکيچ متمرکزه وي چې پر ملکي اسرائيليانو د اکتوبر پر ۷مه نیټه د حماس تر بريد وروسته رامنځته شوی دی.

ب. ص/ ن. ز (AP, dpa) 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل