1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايان د شپې په پټه خوله له بګرامه وتلي

۱۴۰۰ تیر ۱۵, سه‌شنبه

د افغان چارواکو په حواله وروستي امريکايي عسکر له بګرامه د شپې په پټه وتلي او د دغه هوايي اډې نوي افغان قوماندان ته یې په دې اړه هيڅ خبر او يا معلومات نه ول ورکړي. هغوی په میليونونو توکي هم پرېښي دي.

Afghanistan NATO Operation Resolute Support
انځور: picture-alliance/ZumaPress

اسوشيتد پريس خبري آژانس د افغان پوځي چارواکو له قوله ويلي چې امريکايي عسکرو د شپې په دغه هوايي اډه کې بريښنا قطع کړې وه او د شپې په تياره کې په پټه وتلي ول. د دغه هوايي اډې نوی افغان قوماندان بيا د امريکايانو تر وتلو دوه ساعته وروسته خبر شوی وو چې امريکايان له اډې څخه وتلي دي.

افغان پوځي چارواکو د دوشنبې په ورځ د دغي سترې اډې ځيني برخې ښکاره کړې چې امريکا ترې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ نیټې تر بريدونو وروسته د طالبانو او القاعدې شبکې پر وړاندې خپله جګړه رهبري کوله.

امريکا متحده ايالاتو د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ چې خپله دغه ستره هوايي اډه یې خالي کړې ده. پنتاګون لا دمخه ويلي ول چې له افغانستان څخه به یې ټول ځواکونو د اګست میاشتې تر پای پورې ووځي.

د بګرام پوځي اډې نوي قوماندان جنرال مير اسدالله کوهستاني وويل: «موږ داسې ګونګوسي واورېدلې چې امريکايان له بګرامه وتلي دي او بيا سهار اوه بجې بالاخره موږ پوه شو او دا تائيد شوه چې هغوی له بګرامه وتلي دي.»

د امريکايي ځواکونو وياند جنرال سوني لاجیت د افغانانو د دې شکايت يادونه ونه کړه، بلکې د دې پرځای یې د تیرې اونۍ يوې اعلاميې ته اشاره وکړه.

په اعلاميه کې ويل شوي ول چې د ډېرو پوځي اډو د سپارلو پروسه په اپريل مياشت کې د ولسمشر جو بايدن له خوا د ځواکونو د را ايستلو تر اعلان وروسته پېل شوې وه. لاجيت په دغه اعلاميه کې زياته کړې وه چې د هوايي اډو خالي کولو پروسه یې له افغان چارواکو سره همغږي کړې ده.

د افغان چارواکو په حواله مخکې تر هغه چې افغان ځواکونه دغه پوځي اډې ته ورسيږي چې د کابل ښار څخه شمال لوري ته د موټر د کابو يو ساعت په مزل پرته ده، عادي خلک او چور کوونکي هلته رسېدلي ول او دغه پوځي اډې یې تر هغه مخکې چې د افغان چارواکو له خوا وپلټل شي، کونج په کونج لټولې وه او هلته یې ګډوډي کړې وه.

د عبدالرؤوف په نامه يوه سرتيري په دې اړه وويل: «لومړی موږ فکر وکړ چې ښايي دا طالبان وي.» نوموړي زياته کړه امريکايانو د کابل له هوايي دګره تليفون وکړ او ويې ويل: «موږ د کابل په هوايي ډګر کې يوو.»

افغان ځواکونو ويلي چې امريکايي ځواکونه د شپې په تياره کې په پټه وتلي ديانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د بګرام هوايي اډې نوي قوماندان کوهستاني ټينګار وکړ چې د افغانستان ملي امنيت اداره او دفاعي ځواکونه د دې هوايي اډې ساتنه کولی شي، سربيره پر دې چې طالبان په دې وروستيو کې د سيمو د نيولو په حال کې دي.

په بګرام پوځي هوايي اډه کې کابو ۵۰۰۰ زندانيان هم شته چې زياتره یې احتمالاً طالبان دي.

وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې تر هغه وروسته چې ناټو او امريکايي ځواکونو له افغانستان د وتلو بهير پېل کړ، خپلو تهاجمي بريدونه ته زور ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د ناټو زیاتره عسکر له افغانستانه ووتل.

يو شمير وروستي امريکايي عسکر به په کابل د حامد کرزی نړيوال هوايي ډګر د ساتنې له پاره تر هغه وخته پورې پاتې وي چې له ترکیې سره په دې اړه په نظر کې نيول شوی تړون حتمي شي.

امریکا: په کابل کې د ديپلوماتيک حضور له پاره ډاډمن هوايي ډګر ته اړتیا ده

په دې منځ کې د افغانستان په شمال کې هم يو شمير ولسواليو سقوط کړی دی او په يوازې تېرو دوو ورځو کې په سونو افغان عسکر د تاجيکستان خاورې ته اوښتي دي.

خو کوهستاني وويل: «په جګړې کې ځيني وخت سړی يو قدم مخکې او څو ګامه شاته ځي.» نوموړي زياته کړه چې افغان پوځ د ستراتيژيکي پلوه مهمو ولسواليو په اړه خپله تګلاره بدلوي او پر دغو ولسواليو به ډېر تمرکز وشي.

هغه ټینګار وکړ چې له لاسه وتلې ولسوالۍ به ډېر ژر بيرته ونيسي خو دا یې ونه ويل چې دغه څه به څرنګه ترسره کيږي.

ستره پوځي اډه

د دوشنبې په ورځ د بګرام سترې پوځي اډې په اړه جزيات په ډاګه شول چې د يوه کوچني ښار په اندازه ده، او د ناټو او امريکايي ځواکونو له خوا کاريدله. دا فوق العاده ستره پوځي اډه سړکونه لري چې د پوځي بارکونو او سترو هنګرو چې ودانيو ته ورته دي، تېر شوي دي.

په دې پوځي اډه کې دوې د الوتکو ځغاستليکي او تر سلو زياتو جټ الوتکو د پارکنګ يا دريدو ځایونه موجود دي.

له دوو څخه یې يوه ځغاستليکه يې۳۶۶۰ متره اوږدوالی لري او په ۲۰۰۶م کال کې جوړه شوې وه. په دې پوځي اډه کې همدا راز د مسافرو انتظار خونه، يو ۵۰ بستریز روغتون او د تجهیزاتو او وسايلو د زيرمه کولو له پاره سترې خيمې درول شوي دي.

په میليونو پرېښوول شوي توکي

کوهستاني وويل چې امريکايانو کابو ۳،۵ ميلیونه توکي چې ټول یې په يوه نوملړ کې ثبت کړي دي، پريښي دي. په دې کې د اوبو په زرونه بوتلونه، انرژي مشروبات او د پوځيانو تيار خواړه شامل دي.

کوهستاني وويل: «کله چې سړی وايي ۳،۵ ميليونه قلمه توکي نو په دې کې ډېر کوچني توکي هم شامل دي. لکه هر تليفون، د هرې دروازې دسته، په هره کوټه کې هره کړکۍ او هره دروازه.»

په سترو کوټو کې بيا په زرونه ملکي نقليه وسايط چې ډېری یې کيلي نه لري، پريښوول شوي دي او همدا راز په سونه زغزه وال موټرې.

کوهستاني وويل چې امريکايانو دوی ته سپکې وسلې او مرمرمۍ پريښي دي خو ټولې درنې وسلې یې له ځانه سره وړي دي. خو د درنو وسلو له پاره مهمات بيا نه دي پريښوول شوي او تر وتلو دمخه یې ټولو ته چاودنه ورکړې وه.

په پټه وتل او د افغان عسکرو غوسه

افغان عسکرو چې د دوشنبې په ورځ یې د دغه هوايي اډې څخه ليدنه کوله، له بګرامه د امريکايانو د وتلو پر څرنګوالي یې سختې نيوکې درلودلې. هغوی پرته له دې چې په شا او خوا کې په ګزمه بوختو افغان عسکرو ته خبر ورکړي، د شپې وتلي دي.

د نعمت الله په نوم يوه عسکر چې نه یې غوښتل تخلص یې په ډاګه شي، وويل: «په يوه شپه کې هغوی د شلو کلونو ټولې ښېګڼې په پټه په وتلو سره له خاورو سره خاورې کړې.»

د عبدالرؤوف په نوم يوه بل عسکر چې په کندهار او هلمند کې یې هم دنده ترسره کړې ده، وويل چې د جمعې په ورځ د امريکايي ځواکونو په خاموشۍ تر وتلو وروسته په شلو دقيقو کې په اډه کې بريښنا پرې شوې وه.

هغه زياته کړه چې په بيز کې سملاسي تيارې بيا چور کوونکو ته لاره هواره کړه. هغوی د شمال له لوري اډې ته داخل شول او څه یې چې له ځانه وړلی شول، يوړل.

د دوشنبې په ورځ يعني د امريکايي ځواکونو د وتلو په دريمه ورځ، افغان عسکر لا د خځلو په ټولولو چې د اوبو او انرژي مشروباتو تش بوتلونه پکې شاملې وې، بوخت ول.

کوهستاني په دې منځ کې وويل چې د ناټو او امريکايي ځواکونو شل کلنې هلې ځلې ستايي خو اوس وخت را رسېدلی چې افغانان پر خپلو پښو ودريږي. هغه زياته کړه: «موږ بايد خپل مشکلات خپله حل کړو. موږ بايد خپل هيواد خوندي کړو او په خپل لاس یې بيرته جوړ کړو.»

ب. ص/ ن. ز (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل