1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د سپتامبر د يولسمي د پيښو يويشتمه ياد ورځ لمانځي

۱۴۰۱ شهریور ۲۰, یکشنبه

په ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په يولسمه نېټه د امريکا په متحده ايالاتو کي د تر سره سوو خونړيو ترهګريزو بريدونو ۲۱ کاله پوره سول. دغه هيواد د يادو ترهګريزو پيښو ياد ورځ لمانځي.

ترهگرو يوويشت کاله مخکي په مسافر وړونکو الوتکو سره په امريکا کي بريدونه وکړل
ترهگرو يوويشت کاله مخکي په مسافر وړونکو الوتکو سره په امريکا کي بريدونه وکړلانځور: Seth McCallister/AFPI/dpa/picture alliance

د امريکا د متحده ايالاتو وګړي په يو شمير مشترکو مراسمو سره د سپتامبر د يولسمي ياد تازه کوي. په دې ترڅ کي ۲۱ کاله تر مخه په دغه ورځ د وژل سوو امريکايانو نومونه په لوړ ږغ له يو ليسټ څخه لوستل کيږي. د سپتامبر د يولسمي بريدونه د امريکا په متحده ايالاتو کي دننه تر ټولو لوی ترهګر او خونړي بريدونه بلل کيږي. دغه بريدونه د القاعده ترهګرې ډلې له خوا پلان سوي او عملي سوي ول.
 

په پام کي نيول سوې چي د نيويارک پر غبرګو ودانيو، پنټاګون او په پينسلوېنيا کي د يو پټي د رامنځته سوو پيښو د قربانيانو خپلوان، مرستندويان او چارواکي به د يکشنبې په ورځ پر هغو ځايونو غونډي ولري، چيري چي مرګژوبله رامنځته سوې وه.
نه ختمېدونکې ترهګري

د هيواد په بيلو سيمو کي په کليساؤ او کلو کي د قربانيانو په ياد ډېوې بليږي. د دې تر څنګ د بيلو اديانو مشترک مراسم هم پلان سوي دي. بعضي امريکايان په دغه ورځ په بيلو مرستندويه پروژو کي په رضاکارانه توګه برخه اخلي. زيات رضاکاران د يادې ورځي په بيلو مراسمو کي د تنظيم او نورې دندې په غاړه اخلي او مرسته کوي.
 

سږکال د سپتمابر د يولسمي ياد ورځ په داسي حال کي لمانځل کيږي چي له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو هم يو کال پوره کيږي. په ۲۰۰۱ کال په امریکا کي د ترهګرو بريدونو او پکښي د تقريبا ۳۰۰۰ انسانانو د وژل کېدو وروسته متحده ايالاتو او ټلوالو يې په افغانستان کي پوځي ماموريت پېل کړی ؤ چي يو کال مخکي پای ته ورسول سو. د سپتامبر د يولسمي پيښي د «ترهګرۍ ضد جګړې» لامل سوې او د امريکا د متحده ايالاتو په امنيتي سياست کي يې تغيير راوست.
اوباما پر سعودي د حقوقي دعوې قانون وېټو کړ

د سپتامبر يولسمه په امریکا کي د ملي ياد ورځي په توګه د رخصتۍ يوه دولتي ورځ هم ده. زيات شمېر امريکايان په دغه ورځ چي «پېټريوټ ډې» يا د ملتپالو ورځ هم بلل کيږي ملي فخر او يووالی هم احساسوي. په عيني حال کي دغه ورځ په کلونو کلونو د مسلمان امريکايانو په وړاندي د شک کولو پر موضوع د فکر او د امنيتي اړخ او د آزادۍ د حقونو تر منځ د تمايلاتو د پرتلې ورځ ده. يادو ترهګريزو بريدونو په تداوم سره د امريکا د ملي امنيت پر سياست او په دغه هيواد کي پر عامه ژوند اغېزي کړي دي.
طالبان: د الظواهري مړی مو نه دی موندلی

د متحده ايالتو ولسمشر جو بايډن به په پڼټاګون کي يوويشت کاله مخکي د لوېدلي الوتکي پر ځای د ګلونو ګېډۍ کښېږدي. د ولسمشر مېرمنه جيل بايډن به بيا په پنسلوينيا کي هغه ځای وينا واوروي چيري چي د ترهګرو له کبله يوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې وه. د ولسمشر مرستياله کاملا هېريس او د هغې مېړه ډګ اېمهوف به په نيويارک کي په تنظيم سوو مراسمو کي ګډون وکړي.

آ./ا.ا./ن.ص.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب